دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ نمانځنه/ محمد روښان ښاد

0 928

دارالامان ماڼۍ چې د کورنیو جګړو پرمهال سخته متضرره او ویجاړه شوه، له ۲۰۰۱ کال وروسته د ولسمشر غني تر حکومت پورې همداسې ړنګه پرته وه. سره له دې چې د حامد کرزي په وخت کې افغانستان ته د بیارغاونې په نوم میلیاردونه ډالر راغلل، خو د هغو پرېمانه مرستو باوجود هم د دغې تاریخي ودانۍ بیارغاولو ته پام ونشو.

ولسمشر غني د خپل حکومت له لومړیو څخه د نورو ډېرو چارو ترڅنګ د تاریخي ابداتو او جوماتونو بیارغاونې ته پام وکړ او بودجه یې ورته ځانګړې کړه. دارالامان ماڼۍ د هغو ټولو په سر کې وه. چې کال وړاندې یې د جمهور رئیس په ځانګړې پاملرنه د بیارغاونې چارې پیل شوې او اوس یې تقریباً اتیا سلنه چارې بشپړې شوې دي او سږکال د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې نمانځنې مراسم هم د لومړي ځل لپاره په دغه ماڼۍ کې ترسره شول.

محمد اشرف غني په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: ”اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې نه یوازې د خپل معاصر تاریخ ناتمام فصل تکمیل کړو، بلکې د نوي فصل د پيلولو لپاره د یویشتمې پېړۍ د سیاسي، اقتصادي او اجتماعي غوښتنو په اساس ټولنه جوړه کړو.“

جمهور رئیس غني لا وار دمخه ویلي وو چې د غازي امان الله خان نیمګړی څپرکی به بشپړوي. د دارالامان ماڼۍ بیا رغاونه د دغه نیمګړي څپرکي د بشپړولو لوی او څرګند ثبوت دی. ولسمشر غني په خپله پاملرنه له دغې ماڼۍ څخه د جنګ بدرنګۍ وتوږلې او د کورنیو جګړو دغه ویرانه او کنډواله یې بېرته خپل لومړني حالت او ښکلا ته ورستنه کړه او که خدای کول د بیارغاونې د ټولو چارو له بشپړېدو وروسته به دغه تاریخي ماڼۍ یو ځل بیا د ټولو پام ور واړوي.

جمهور رئیس وویل: ”موږ نشو کولای خپل ټول فکر یوازې پر امنیت راټول کړو، بلکې د غم څخه د راوتلو او خلاصیدو لپاره څو بعُدي فکر په کار دی، دا فکر اقتصادي اصلاحات، منطقوي او بین المللي ارتباطات دي. “

ولسمشر غني دا مهال د جنګ پر مدیریت د تمرکز تر څنګ د هېواد په بیارغاونې، انکشاف، د صادراتو په لوړولو، د سولې او ثبات په تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز او همدارنګه هېوادولو ته د ارام او هوسا ژوند د برابرولو په موخه په زیربنایي چارو، ټرانزیټ د سوداګرۍ په ودې او نورو ګټورو پروژو هم تمرکز لري.

محمد اشرف غني دېته په اشارې وویل: ”په هېواد کې له ټولو مشکلاتو سره سره د تحول او اصلاحاتو لپاره تهداب اېښودل شوی دی، یعنې اوس په دې پوهېږو چې څه غواړو او په دې هم پوهېږو چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې اماده کړو او د دې لپاره واضح لید لرو.“

د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې مراسم له دې امله هم ځانګړي دي چې له کلونو جګړو، ورانیو، ویجاړیو او دربدریو وروسته په دارالامان ماڼۍ کې ترسره کېږي. مګر د دارالامان په نړېدلې او ویجاړه نه، بلکې په بیا رغېدلې ماڼۍ کې. د دغې ماڼۍ بیا رغاونه د افغان ولس لپاره ځانګړی ارزښت په دې لري چې زموږ د تاریخ د عظمت ډېرې خاطرې ورپورې تړلې دي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply