غزنیوالو قیامت په سترګو ولید/اېمل پیاوړی

0 683

که د افغانستان دښمنانو او وسله والو طالبانو د دې هېواد لپاره د ابادۍ او سوکالۍ برنامه او فکر لرلی، نو غزنی به یې د اور په لمبو کې نه سوځاوه. موږ او تاسو عملاً ولیدل چې وسله والو طالبانو په غزني کې د هرې سیمې، ښار او بازار له نیولو وروسته عامه شتمنیو، هټیو او تاسیساتو ته اورونه ورته کړل او په لمبو کې یې وسوځول.

د دې ترڅنګ یې زموږ بې ګناه هېوادوال شهیدان کړل، د دوی له کورونو یې سنګرونه جوړ کړل. د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وېرې یې د خلکو له کورونو او جوماتونو څخه د سپر په توګه استفاده وکړه، له هغه ځایه یې زموږ د ولس او امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کړل. دا ټول د دې څرګند ثبوت دی چې وسله وال طالبان د دې هېواد ازلي او ابدي دښمنان دي، دوی نه له خپل ولس سره خواخوږي لري او نه هم له وطن سره.

د افغانستان دښمنان د پردیو لاسپوڅي دي. د هغوی په اشارو ناڅي. د دوی په لمسون زموږ هېوادوال شهیدانوي. خلکو ته مرګ ژوبله اړوي او هغوی بدمرغه کوي. مګر د دې ټولو باوجود لا هم ځینې په شعوري او ځینې هم په غیر شعوري توګه د طالب سره خواخوږي لري، له دوی څخه ملاتړ کوي او په دې اشتباه کې لوېدلي چې طالبان د دې وطن د ابادۍ فکر لري.

د طالب وسله والو د جنایتونو له امله غزنیوالو قیامت په سترګو ولید. دوی په خپلو کورونو کې کلابند شول. د طالب له لاسه یې هره شیبه د مرګ شیبې شمېرلې. له خپلو ښځو او ماشومانو سره د مرګ پر ژۍ ولاړ ول او هره شیبه دا خطر او وېره موجوده وه چې دوی به له خپلو اولادونو سره یو ځای خدای مکړه د اور په لمبو کې وسوځېږي.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټول قوت او جرئت غزنی د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړ. په ډېر مهارت او دقت یې خپل عملیات ترسره کړل. د غزني ښاریان یې د دوی له وحشت او جنایت څخه وژغورل. هغوی ته یې یو ځل بیا د ارام ژوند فضا برابره کړه، مګر په غزني کې په جنګ کې ایسار هېوادوال په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې به تر ډېره د دغه وحشت له ناوړه او رواني اغېزو څخه ځورېږي.

د هېواد په نورو ښارونو او سیمو کې د دغه ډول وحشتونو او قیامتونو د مخنیوي لپاره باید ټول یو لاس شي. ولس او خلک دې نور په طالب نه تېروځي، دوی دې د افغانستان په ازلي او ابدي دښمن نه خوابدي کېږي. له دوی سره دې خپلې اړیکې وشلوي. خپل ترحم او خواخوږي دې ورڅخه واخلي او هغوی دی منزوي کړي. له خپلو کلیو او سیمو دې وشړي او هغوی څخه دې خپله کرکه په ډاګه کړي.

که چېرې ولس هوښیار او بیدار نشي او د خپل دوست او دښمن ښکاره تفکیک ونه کړي، نو خدای مکړه د دې وېره شته چې د افغانستان دښمنان بیا بیا په ښارونو او کلیو کې خپل جنایتونه ترسره کړي او بېرته د ولسونو په منځ کې یا پټ شي او یا هم خپلو خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي. ولس دې نور هم پر ځان رحم وکړي او هم دې پر خپل ولس رحم وکړي. دوی دې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترشا ودرېږي. خپله همکاري او همغږي دې له دوی سره زیاته کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply