د اختر په لومړۍ ورځ په کابل راکټي برید/ محمد بشیر یوسفزوی

0 736

د افغانستان دښمنانو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښاریانو ارام ورڅخه واخیست، ځکه سهار مهال چې زموږ هېوادوال د اختر د لمانځه او د قربانیو لپاره په تیاریو بوخت وو، نو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د بې رحمه او وحشي دښمن له لوري توغول شوي توغندي ولګېدل.

دا توغندي داسې مهال پر کابل وتوغول  شول چې ولسمشر غني ورځ وړاندې د هېواد د خپلواکۍ په ۹۹ یمه کلیزه کې د وینا پرمهال د عرفې له ورځې څخه تر میلادالنبي پورې مشروط اوربند اعلان کړ. مشروط په دې مانا چې که طالبان واقعاً ځانونه مسلمان او افغانان ګڼي، نو دوی باید هم د عرفې مبارکې ورځې ته، هم د لوی اختر ورځو ته او هم میلادالنبي مبارک ته درناوی ولري او هم د افغانستان له مظلوم او جنګ ځپلي ولس سره خواخوږي ولري او نور له جنګ او وحشتونو څخه د تل لپاره لاس واخلي.

د افغانستان دښمنان باید ښه په دې پوه شي لکه څنګه چې نن د دوی د راکټي بریدونو پرمهال ولسمشر غني ولس ته په خپل اختریز پیغام او وینا کې وویل، چې دوی په دغسې راکټي بریدونو سره دا باشهامته ولس نه شي وېرولی او نه دې دا فکر کوي چې په دغسې بریدونه به موږ دوی ته سر ښکته کړو. دښمن باید بیا فکر وکړي او دقیق فکر وکړي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دښمن له راکټي بریدونو وروسته سملاسي د عیدګاه جومات ته ورڅېرمه د دښمن پټنځای او موقعیت تشخیص کړ او د هغوی د مهارولو او له منځه وړلو لپاره یې سملاسي اقدام وکړ او په څو شیبو کې دښمن له منځه لاړ. دښمن پلان درلود چې د نېکمرغه لوی اختر په ورځ پر کابل ښار د بریدونو او موټر بم چاودنو له امله بشري ناورین رامنځته کړي، ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي او زموږ ښاریان شهیدان او ټپیان کړي، خو زموږ د اتلو او زړورو ځواکونو له اقدام سره د دښمن دغه ناولی پلان له خاورو سره خاورې شو.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د محاربوي او مسلکي وړتیا له امله دومره پیاوړي او غښتلي شوي دي چې ډېر ژر د دښمن د تخریبي او تروریستي اعمالو پر وړاندې اقدام کوي او ډېر ژر یې مخه نیسي. له دې پلوه زموږ ځواکونه په ځانګړي ډول کمانډویان د سیمې او نړۍ په کچه بېخي بېساري دي. د کابل ننني راکټي بریدونه او تر دې دمخه ډېر نور بریدونه یې هغه څرګنده بېلګه ده چې زموږ ځانګړو ځواکونو پر وخت د پېښو ځای ته ځان رسولی او دښمن یې نابود کړی دی.

مګر د دې ټولو باوجود زموږ کشفي او امنیتي ځواکونه او منسوبین لا هم هغومره ویښ او بیدار نه دي لکه څومره چې باید وای، ځکه دوی لا هم د ښار په منځ کې د دښمن د تخریبي پلانونو او فعالیتونو مخه نشي نیولی. په دې برخه کې جدي غور او اقدام ته اړتیا ده. تر هغو چې امنیتي او کشفي ارګانونه ویښ نشي، نو خدای مکړه کابل به د بې رحمه دښمن د دغسې نورو بریدونو او وحشتونو شاهد هم وي.

دا عظیم ملت دی، دښمن یې په بریدونو، وحشتونو او جنګونو نه وېرولی او نه هم تسلیمولی شي. افغان وسله وال طالبان یوازینۍ لاره لري او هغه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو لاره ده. دوی که غواړي چې د ولس په منځ کې ژوند وکړي او په حکومت کې خپله مشروع ونډه او سهم ولري، نو د وحشت پرځای دې د سولې لاره اختیار کړي ، د زور پرځای دې د ولس پر رایه، اعتماد او تصمیم باور ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply