ارګ سره د حنیف اتمر د ټکرولو هڅې!/سرلوڅ مرادزی

0 699

که دښمن دې مخکې خم شي غافل مه شه

د لېندې په غبرګېدو غشی تاو اخلي

علي خان خټک

ولسمشر اشرف غني د روان کال د اګست په ۲۵ مه، له خپلې دندې د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي حنیف اتمر استعفا ومنله. په دې تړاو، اشرف غني د ملي امنیت د نوي سلاکار ډاکټر حمدالله محب د معرفي کېدو په غونډه کې وویل «باید ووايم چې زما لپاره د یو ملګی منل یوو، خو د هېواد د لوړو ګټو لپاره باید دغه تصمیم نیول شوی وای.ېواد په بېلابېې زیات زحمت ایستلی، هېې به ورڅخه استفاده وشي

همدارنګه ښاغلی اتمر خپل استعفالیک کې لیکي چې د دندې له پیل څخه د هېواد د ولسمشر اشرف غني د اعتماد څخه برخمن وو. خو زیاتوي«دوحدت او ملي اجماع د حفظ او ټینگښت، د سولې او امنیت د رامنځتهیدو، سیاسي مدیریت، انتخاباتي چارو، ښیواد د سیمه یزو او نړیوالو اړیړوند سی دولت د رهبرۍ جدي اختلافونو په وجه مې استفا مېړه.»

ګه څه هم د ښاغلي اتمر په استعفالیک کې د دولت د رهبرۍ په کچه د جدی اختلافونو خبره کیږي، خو دا اختلافونه په هیڅ توګه په یوازې ځان ولسمشر غني سره په اختلاف نه شی تفسیرېدای چې ځیني غرضمن کسان غواړي له هغه د حضرت عثمان کمیس جوړ کړي. البته په دې اړه خپله ښاغلی اتمر هم زیاتوی د دندې له پیله د هېواد د ولسمشر د اعتماد څخه برخمن وو.

بلخوا لکه څنګه چې ښاغلی اتمر د یوه سیاستپوه او هېوادپال مشر پتوګه، هېواد کې د روانو ستونزو او ناخوالو څخه څنګځن نه شي تېرېدای، داسې دا پوهه هم شته چې دا ستونزې په یو وارنه دي رامنځته شوي او په یوازې ځان ارګ هم په دې اړه پړ نه شي ګڼل کېدای او هغه نه شي له منځه وړای، نو نېوکې باید د چارو د سمون په موخه او د نظام د لا ټینګښت او مرکزي حکومت د غښتلتیا او پیاوړتیا لپاره  په پام کې وي.

د هېواد امنیت شورا کې د ښاغلي اتمر زیار او هڅه د ډیری افغانانو د پاموړ ده. دا امنیت شورا نه وه چې اتمر يي وځلاوه، که نه تر ده مخکې هم هلته سلاکاران تېرشوي چې افغانان يي نوم هم نه پېژني، بلکې ښاغلي اتمر وو چې د امنیت شورا يي د یوه واکمن بنسټ پتوګه راپورته کړه او هغه يي وځلوله. پخوا هم د کلیو پراختیا وزارت، پوهنې وزارت او کورنیو چارو وزارت کې اتمر بریالی وزیر تېرشوی او ولسمشر غني د ده په اړه پر ځای وايي چې «هېواد اتمر صاحب ته اړتیاې به ورڅخه استفاده وشي

له دولتي چوکیو لیرې کېدا یا استعفا په تېره بیا په بحراني حالاتو کې په حکومتولۍ کې عادي او منل شوی بهیر دی چې نه ښای له هغه د بحران په لا ژورتیا کې ګټه واخیستل شي. تر پرون پورې ځینو اشخاصو او کړیو ویل چې حنیف اتمر حکومت کې د پنځم ستون، داعش او ترهګرو مشر دی، هغه د پپېړۍ جلاد دی، خو نن د هغه په استعفا د مکر اوښکې تویوي! له هغې ورځې چې اتمر استعفا ورکړې، ډاکټر عبدالله عبدالله، امرالله صالح، د کندهار وکیل لالی حمیدزی، جمعیتیان او نور مخالفین وايی چې اتمر پیاوړی مدیر، کارپوه او هېوادپال شخصیت دی. په دې اړه امرالله صالح وايی«ښاغلي اتمر یړه او متوازن ستراتیژیدی، د ښاغلي اتمر استعفا د ملي ییوه لویه ضایع ده د صالح په وینا، «د محمد حنیې د جدي اختلافاتو او شخړو ښې ښې ولسمشر غني پر خپل ټیم هم باور نه لري

د امرالله صالح له خبرو ماشوم هم پوهیږي چې نوموړی، ښاغلي اتمر سره کومه خواخوږي نه لري، بلکې غواړي یوازې د خواخوږۍ په خبرو او تظاهر، د ولسمشر غني د کاري ټیم ترمنځ درځ پیدا او پراخ کړي او که وکولای شي ښاغلی اتمر هم ځان سره د «مرکزي حکومت په وړاندې د مزاحمت او سرخوږۍپه کومې ټلوالې کې راښکېل کړي.

بلخوا د تاند لخوا په یوه خپور شوي خبر کې ویل کیږي چې د افغانستان د ملي امنییف اتمر دوې میاشتې پخوا په دوبۍې له جمعیت ګې ګونده یېې د ځیداتورۍ د ملاتړ غوښړې ده، خو ښاغلي اتمر څو ورځې مخکې وویل چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې نه غواړي، ځان نوماند کړي.

مرکزي حکومت سره په ځینو برخو کې د چارو د سمون په موخه، اختلاف لرل او یا په دې برخه کې نېوکې، ناروا نه شي ګڼل کېدای، خو هغوی ته چې له داسې نیوکو ارګ سره د ټکر وسیله جوړوي، باید غوڅ ځواب وویل شی او څوک يي باید د توطيې په دام کې ونه نښلي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply