دکار او ویاړ سړی/حافظ احمد نصرت

0 524

له فساد سره د مبارزې او کار کولو شعارونه د ډیریو ځوانانو او چارواکو په خوله کې وي او وایی چې دا به وکړم ها به وکړم خو ولي عمل کې داسې څه نه ترسترګو کیږي،دګوتو په شمیر کسان به وي چې هغوی

دهیواد سره د میني او هیواد ته د ژمنتیا نیت او اراده زړه کې ولري.

خو زه نن دیو داسې چاه یادونه کوم چې هیواد ته د ژمنتیا ترڅنک دفساد سره د مبارزې او هیوادنې مینه یې زړه کې له ورایه ښکاري

سردارمحمد همدرد دلویديځي حوزي په ځانګړي ډول دهلمند دهغو ځوانو کادرونو او څیرو څخه دی چې کلونه یې خپل ولایت هلمند کې د مبارزې سنګر ګرم ساتلي وه او د هر فاسد،جابیر او په فساد کې شکیل چاوراکې پر وړاندې یې خپل اواز اوچت ساتلي او په کلکه یې مبارزه کړي ده.

سردارمحمد همدرد چې کله دهلمند مدني ټولني مشر وه یاده ټولنه دافغانستان ترڅنک دنړۍ په ډیرو هیوادونو پیژندلي وه همدرد دهلمند دګټو ترڅنک دهیواد او په نړۍ کې دمسلمانو دحقونو لپاره اواز اوچت کړي،لومړي ځل یې په هلمند دمدنیت دبنسټ ډبره کیښودل او خپله مدني مبارزه همدلته راپیل کړه دایران،پاکستان او نورو مافیایی کړیو پر وړاندې یې لاریونونه وکړل

کلونه یې دهیواد دګټو او ملي ارزښتونو لپاره مبارزه وکړل

سردارمحمد همدرد چې کله دهلمند مرستیال والي په توګه وټاکل سوو دده غوښتنه نه بلکي دټیم او ملګرو غوښتنه وه چې باید دا مسولیت واخلي او له حکومتي چوکاټه د اصلاحاتو لپاره کار وکړي همداسي وسول همدرد دهلمند دماموریت څخه نیولي بیا دنیمروز تر ماموریت پوري دفساد،غصب،اداري اصلاح او ښه حکومتولي د رامینځته کولو لپاره نه ستړي کیدونکې هلي ځلې وکړلي.

کوم کارونه چې په لږ وخت کې سردارمحمد همدرد په هلمند او نیمروز کې وکړل کیداي دوالیانو ترڅنګ ډیرو وزیرانو په وزات خانو کې هم نه وي ترسره کړي دلته خبره دارادي او ژمنتیا ده هر هغه څوک چې دکار کولو اراده او ژمنتیا ولري هغوي ژر بریالي کیږي

سردارمحمد همدرد چې دکلک هوډ او پراخي حوصلي خاوند دی یواځني ځوان مرستیال والي وه چې ځان او هغه ولایتونه چې پکې ماموریت یې ترسر کړي په ټولو خلکو وپیژندلاو هلته ګڼي لاسته راوړنې لري او خلکو بشپړ ملاتړیې خپل کړ،همدرد دکار کولو قوياراده لري فکر نه کوم چې په اوسنۍ ډیریو ځوانانو کې دي دومر دکار کولو حوصله وي.

زه چې څومره سردارمحمد همدرد پیژنم دفساد څخه خلاص، پاک نفسه،زړه سوانده او نه ماتیدونکې انسان دی یو ښه خاصیت یې دا دی چې هیڅ وخت خپل همت او مورال دلاسه نه ورکوي او دهري ستونزي پر وړاندې دمقاومت توان لري چې ډیریو انسانانوکې دا څه نه تر سترګو کیږي.

له مفسد،ظالم او دوه مخي انسان څخه یې هيڅ ښه نه راځي او تل یې دهمداسي کسانو پرضد مبارزه هم کړي ده

همدرد یواځني مرستیال والي وه چې ټول هیواد کې یوه بیسوه ځمکه او نمره هم نه لري درحال چې عادي ریسانو دخپل ریاست پر مهال بنګلي جوړي کړي دي

زه دهمدرد دستایلو لپاره دلیکو الفاظ نه لرم ځکه هر څه چې ولیکم کم دي او په دې ورستیو کې یې په استعفا سخت خفه سوم او دملي یوالي  دحکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې داسې کسانو ته دکار کولو ډیر فرصتونو برابر کړي ترڅو دې دردیدلي او ځوریدلي ملت د خدمت جوګه سي.

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply