ولسمشر غني د افغان ځوانانو ظرفیتونه وستایل

0 508

محمد روښان ښاد

د جمعې په ورځ چې ولسمشر غني تازه او ستړی او ستومانه له جنګ ځپلي غزني څخه راستون شو، نو څو ساعته وروسته یې په ارګ کې له افغان ځوانانو سره څو ساعته غونډه لرله. دغه ځوانان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلي وو چې په دوی کې د هر ولایت د ځوانان استازی ځوان او پېغله موجوده وه. دوی د خپل دوه ورځني مشورتي او ګروپي کار لنډیز او پایله له جمهور رئیس غني سره شریکه کړه.

په پیل کې یو شمېرځوانانو د نورو په استازیتوب له فساد سره د مبارزې، د ادارې د اصلاح، د اقتصادي زونونو د انکشاف، د بې وزلي د کموالي، سولې، امنیت، ټاکنو او اقلیمي بدلونونو، د ځوانانو د ملي ستراتیژۍ او افغانستان پېژندنې په اړه خپلې طرحې له جمهور رئیس غني سره شریکې کړې. ځوانانو په دغو طرحو کې چې د ګروپي کارونو په پایله کې یې ترتیب کړې وې په بېلابېلو برخو کې د هېواد اوسنۍ ستونزې، د هغو حل او د عملي کولو لارې چارې وړاندې کړې. د دوی تینګار او وړاندیز  دا وو چې د دغو طرحو په تطبیق کې دې هم د ځوانانو رول ته پام وشي. 

د دغې غونډې او د طرحو ښېګڼه او ځانګړه دا وه چې ښځو او نارینه و (نجونو او هلکانو)په کې مساوي ونډه لرله، ځکه دوی خپلې طرحې په شریکه د خپل ګروپ په استازیتوب وړاندې کولې او همدارنګه یې په خپلو طرحو کې د ښې ستراتیژۍ عمده اصلونه هم رعایت کړي وو، ځکه عمده ستونزې یې ښې تحلیل کړې وې، بیا یې د هغو د حل لارې وړاندیز کړې وې.

جمهور رئیس د ځوانانو د طرحو له اورېدو وروسته هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو نن عملاً وښوده چې مشترکه ژبه او عظیم ظرفیت لرئ او د همدغه ظرفیت په اساس مو د هېواد شته ستونزې په هر اړخیزه توګه ارزولې . د هغو لپاره مو لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال حل لارې وړاندیز کړي، نوستاسو له ظرفیت څخه باید د هېواد د ابادۍ او د ولس د ښېرازۍ لپاره استفاده وشي.

دغه ځوانان چې د افغانستان له هر ګوټ څخه راغلي وو، د دوی په منځ کې نه یوازې تفرقه او تبعیض نه وو، بلکې ترمنځ یې اتفاق، همغږي، همکاري، یو د بل زغمل او ګڼې نورې ښېګڼې موجودې وې. دوی په دغو ښېګڼو سره دا و وښوده چې افغان ښځه او نارینه یو د بل ملاتړي دي او شریکه ژبه لري.

محمد اشرف غني هغوی ته په وینا کې وویل، هر ځل چې اصلاحات راوړم او ستاسو غوښتنې عملي کوم، نو ځینې راته وایي چې په انزوا کې یې او یوازې یې، نه یې شې راوړلی، مګر نن تاسو په خپلو طرحو سره واضح کړه چې زه یوازې نه یم، بلکې هغوی په انزوا کې دي چې ستاسو غوښتنې نه مني.

له ځوانانو سره د روغبر پرمهال یو شمېر ځوانانو ولسمشر غني ته د غازي امان الله خان نښان او قلم د ډالۍ په توګه ورکړل، نوموړي وویل، دا ډالۍ په دې مانا چې تاسو هم د غازي امان الله خان د نیمګړي څپرکي د بشپړولو غوښتونکي یاست او هم د زور پرځای پر قلم باور لرئ. هغه زیاته کړه، ماته تر ټولو لویه ډالۍ ستاسو همغږي ده. ولسمشر غني هغوی ته وویل، په تاسو کې زه ملي تعهد وینم او له همدې امله په هره ستونزه بریالي کېدل شئ. نوموړي د نسلي بدلون فکر د تفرقې او نفاق ستونزې حل وباله او په ټینګار یې وویل،  پر واحد افغانستان باید باور لرو، ځکه دا هېواد مو په اتحاد، وینو او سرښندنو ګټلی او ساتلی دی.  هغه زیاته کړه، موږ او تاسو باید د هېواد د ابادۍ، اتفاق، تاریخ څخه د زده کړې او د نیمګړي څپرکي د بشپړولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو او ثابت قدمه واوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply