د هلمند روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

0 433

د نیمروز پخوانی مرستیال والي:

د هلمند روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د نیمروز پخوانی مرستیال والي سردار محمد همدرد د هلمند په روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي، که چېرې په دغه ولایت کې د امنیت لپاره کلي طرحه او پلان جوړ نه شي، امنیتي حالت به یې تر دې هم خراب شي.

همدرد وايي داسې اندېښنې شه چې له هلمند څخه د سره صلیب د وتلو اندېښنه ده اووسلوالو مخالفینو په خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی او که یې مخه ونه نیول شي، لښکرګاه ښار به له جدي امنتي ستونزو سره مخ شي. د هغه په وینا د هلمند ولایتي اداره د دغه ولایت له امنیتي اړخه ډاډ ورکوي، خو په خبره یې چې حقیقت داسې نه دی.

نوموړي زیاته کړه که چېرې مرکزي حکومت د هلمند امنیت ته پاملرنه ونه کړي، لرې نه ده چې د کندز او غزني په برخلیک اخته شي.

همدرد زیاتوي دا مهال په لښکرګاه ښار کې خلک ډېر اندېښمن دي او دغه ښار د وسلوالو مخالفینو له ډول ډول تحدیدونو سره مخ دی.

د نیمروز پخوانی مرستیال والي یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې له تېر یوه کار راهیسې په هلمند ولایت کې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې کوم ځانګړي عملیات نه دي ترسره شوي او په دې توګه د وسلوالو مخالفینو جرائت زیات شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply