د شپون صیب یو دیدن/ محمد اشرف یاد

0 1,060

نږدې درې کاله وړاندې مې ارواښاد شپون صیب د مکروریانو په بازار کې ولید؛ اوږده امسا ورسره وه؛ ځان مې ور وپېژانده؛ ویل یې ما څه پېژنې؟ ورته مې وویل چې تاسو د شین ټاغي، ګټیالي او د سمڅې یارانو په نومونو ناولونه لیکلي دي. په خندا شو. ویل یې څه کاره یې؟ ما ویل د بهرنیو چارو وزارت مامور یم، را غبرګه یې کړه؛ د کوم قومندان زوی یې؟

ما ویل نه د قومندان زوی نه یم بلکې د یو غریب سړي زوی یم. څنګه دې وزارت کې مامور شوی یې؛ دلته خو د خوارانو زامن نه شي تللی؟ ورته مې وویل چې ددې وزارت په ازموینه کې مې ګډون وکړ خو د وزارت د دفتر د رییس ښاغلي عبدالملک قریشي صیب په ځانګړې مرسته مقرر شوم؛ حېران شو چې هلته داسې څوک هم شته چې د بې وزلو زامنو سره مرسته کوي؟ ما ویل هو زما په څېر یې نورو سره هم منډې ترړې کړي دي او کوي یې؛ استاد راته سپارښتنه وکړه چې د ښاغلي قرېشي سلام ته به ما ورولې چې یوازې ددې کار مننه ترې وکړم؛ وېرېږه مه څوک پرې نه مقرروم.

په لاره روان و چې یو تن مشهور لیکوال د استاد سره مخ شو خو لیکوال صیب په پوره کبر او غرور سره روغبړ وکړ؛ شپون صیب تندی کونځې کړ، ویل یې چې کله دا زما په څېر د امسا شو نو بیا به ورته معلومات وشي چې ژوند څه مانا او کبر څه مانا؟ بیا یې وپوښتلم چې څه لیکل کوې کنه؟ ما ویل هو خاورې په ایرو لړم، ویل یې همدا خاورې په ایرو لړه یوه ورځ به پکې لالونه بیامومې. استاد ټینګ شو چې ته به ما تر کوره رسوې او هلته به راسره ماښام تېروې؛ ورسره لاړم او تر ماښام تېر مې ورسره بنډار وکړ.

دا مې د خپلې خوږې ژبې د یو خدمتګار سره لومړۍ او وروستۍ ناسته وه؛ شپون صیب څومره سپېڅلی انسان و چې په لومړۍ لیدنه یې داسې ونازولم لکه د مودو مودو راهیسې مې چې پېژني؛ له بده مرغه چې نن زمونږ په منځ کې نه شته. رښتیا چې لوی انسانان لوړ خیالونه او ژور فکرونه لري ځکه نن مې په خاورو او ایرو کې د شپون صیب په څېر لال وموند. پر ګور یې نور.

محمد اشرف یاد-

نوی ډیلی. ۲۳/وږی/۱۳۹۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply