پاکستان کرکټ، افغانستان زړونه وګټل

0 928

 

په لوبه کې ګټل او بایلل وي خو زمونږ اتلانو نن یوه په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، او په سختې مقابلې سره يې یو ځل بیا دنړیوالو مبصرینو او د کرکټ مینه والو پام ځان ته راواړوو، ننۍ لوبه د آسیا جام یواځینۍ لوبه وه چې یو طرفه نه وه او تر وروستیو شیبو پورې دا سخته وه چې د لوبې د ګټونکي اړخ په اټکل وشي.

اتلانو مه خفه کیږۍ تاسې زمونږ اتلان یاست، یوازې تاسې یاست چې په تیرو ۱۷ کلونو کې مو د هیوادوالو په شونډو موسکا راوستي، د هیواد درې رنګه بیرغ او ملي سرود مو د نړۍ په هر ګوټ کې په نړیوالو وپیژاند او هیواد ته مو ویاړونه وګټل، بیا مو هم په هر ډګر کې سرلوړي او بریالي غواړو.

د ننۍ لوبې د بایللو یو ستر لامل د آی سي سي له خوا د لوبو په تقسیم اوقات کې لویه تیروتنه او د افغانستان او بنګلادیش لوبډلو ته د پرلپسې لوبو ټاکل وو، چې د افغان لوبغاړو په څیرو کې د پرونۍ لوبې ستړیا په ښکاره ډول محسوسیدله.

او له بل اړخه ۱۷ اضافي منډې، د خطاء توپ نیونې له امله د څلوریزو ترسره کیدل او د رن اوټ چانسونه له لاسه ورکول او د ویکټ ساتونکې سستي هغه ستونزې وي چې له امله یې مونږ نن لوبه وبایلله.

د توپ وهنې په برخه کې حشمت الله شهیدي ۹۷  اصغر ۶۷ او رحمت شاه ۳۶ ښې منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلې ته يې یو ښه هدف ۲۵۸ وټاکه خو په خواشینۍ سره نن مو د توپ اچونې او توپ نیونې په برخه کې ډیرې ستونزې درلودې.

په لنډه توګه ویلای شو چې نن د پاکستان لوبډلې لوبه نده ګټلې بلکه مونږ وبایلله ځکه ۲۵۸ داسې هدف ندې چې د افغانستان ټیم توپ اچونکې ترې ساتنه ونشي کړای.

د ټیم له روزونکې او د بورډ له مسئولینو څخه مو هیله ده چې د ټيم نیمګړتیاوې په نښه او د پوره کولو لپاره یې اقدام وکړي ځکه دا داسې نیمګړتیاوې ندي چې مونږ یې بدیلونه او حللارې ونلرو.

په اوس وخت د افغانستان ټيم یوه لویه نیمګړتیا د تیز توپ اچوونکو کمښت دې، د نړۍ یوې لوبډلې هم په یوه تیز توپ اچونکې تکیه نده کړې، هره لوبډله له ځان سره ۲ یا درې تیز توپ اچونکې حتمن لري، په افغان لوبډله کې ټول مسئولیت په شمار ۵ ټوپ اچونکو ته ورترغاړې دي. مونږ باید په لوبډله کې ۱ یا ۲ اضافي توپ اچونکې ولرو تر څو د یو توپ اچونکې په خرابیدو له بل ګټه واخلو، چې ښه بیلګه یې په پرونۍ لوبه کې د بنګلادیش لوبډله وه چې د افغانستان په وړاندې یې ۸ توپ اچونکي ولوبول.

بله لویه ستونزه چې د افغانستان لوبډله ورسره له ډیره وخته مخ دې د پیلونکو لوبغاړو کمزوري ده، چې باید له ځوانو لوپغاړو څخه تکړه لوبغاړې غوره شي او په دې برخه کې وروزل شي.

شهزاد زمونږ اتل او د سترګو تور دې خو اوس د ویکټ ساتنې او هم د توپ وهنې په برخه کې ښه نه ځليږي نو باید بدیل باندې یې فکر وشي.

د توپ وهونکو د راوتلو پرځایونو باید له غور وشي چې کوم توپ وهونکې په کوم ځای کې ښه ځلیږی هلته ورته موقع ورکړل شي.

 بیاهم نن افغان اتلانو ښه لوبه وکړه، زیار یې وویست او تر خپلې وسې یې د هیوادوالو د خوښۍ او د خپل هیواد د نوم ګټلو لپاره خواري وکړه او د پاکستان غوندې قوي لوبډلې سره چې په نړیواله درجه بندۍ کې په یو ورځنیو لوبو کې ۵ او په ۲۰ اوریزه لوبو کې لومړې مقام لري سخته مقابله وکړه او په ډیر لږ څه کې یې وبایلله مونږ ډاډه یو چې زمونږ اتلان به یوه ورځ د نړۍ د قوي لوبډلو په سرکې راضي او نورې ډیرې خوښۍ به هیوادالو ته ډالۍ کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply