د هند او افغانستان روابط د پاکستان لپاره د خطر زنګ / واحد ګل هاشمي

0 1,059

په نړی کې زیات شمیر هیوادونه داسې دي چې کله یې هم په کې یو څوک غواړي په ټاکنو کې د ګرد هیواد واک لاسته راوړي دوی بیا د خپل زړه خبرې کوي او تل په دې هڅه کې وي چې یو څه نوي خلکو ته ووايي او په دې سره غواړي چې خلک حیران کړي. ټرمپ به ویل چې د واک ته رسیدو سره به پر امریکا مسلمانان بند کړم، له څرګندونو یې داسې معلومیده چې دی په امریکا کې د مسلمانانو پر موجودیت ناخوښ وو. ددې تر څنګ د ډیرو رسنیو په حواله داسې هم ویل کیدل چې د کمپاین په دوره کې به یې دا هم ویل چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي. خو د واک ته تر رسیدو څو ورځې وروسته چې کله د پوځي او استخباراتي چارواکو سره کیناست نو په اصلي لوبې یې سر خلاص شو او په دې وپوهیده چې ټولې طرحې له وړاندې جوړې دي زه یې باید صرف په ښه شان پر مخ یوسم. د مثال په ډول لکه چې په یو سیند کې چلیدونکې بیړي ته یواځې چلونکی بدل شي، نور په هماغه لوري ځي چیرې یې چې یې له وړاندې تکل کړی وي.

همدې ته ورته د پاکستان صدراعظم هم وو پر ټاکنیزو کمپاینونو کې به یې دا چغې وهلې چې زمونږ هدف به دا وي چې مونږ به د خپل واک په دوران کې له ګاونډیو سره ښې اړیکې ساتو او زمونږ له اړخه به هیڅ زیان دوی ته نه اوړي. حتی د جولای په ۲۶مه یوه ورځ وروسته له هغه چې ګوند یې د پارلماني ټاکنو اکثرې څوکۍ وګټلې، د افغانستان په اړه وغږېد او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د امن او ثبات لپاره به پوره هڅه وکړي. مګر چې کله د خپل هیواد له استخباراتي او پوځي چارواکو سره کیناست هلته لا سم د لوبې په اصلي طرحې پوه شو. له همغې ورځې راهیسې یې د افغان سولې په تړاو هیڅ کوم موثر ګام نه دی پورته کړی او د تیر په څیر هماغه ډول غږوي چې مونږ د ترهګرۍ قرباني یو نه ددې تولیدونکي او ملاتړ کوونکي. دا چې دوی په هماغه دریځ پاتې شول او کوم خاص پرمختګ په کې رانغی نو افغان ولسمشر هم له بدیلې لارې لاس په کار شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې ولیدل دوی لا هم غواړي خپل پخواني دریځ ته دوام ورکړي نو لا په دې لټه کې شو چې نورې باید د پاکستان پر ځای له هند سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي او په افغانستان کې د شته ستونزو د حل په موخه ورسره خبرې وکړي، په همدې موخه ولسمشر غني هند ته سفر درلود.

یو څه چې ډیر جالب دي هغه دا چې د هند رسنیو په حواله ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر په افغانستان کې د داعش د حضور، د افغان سولې په تړاو هم سره خبرې کړې دي. یعنې له دې خبرو ښکاري چې په رښتیا هم پاکستان په سیمه کې د ګډوډی جوړولو ستر مرسته کوونکی دی هغه ځکه چې څه موده مخکې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي ویلي وو چې هڅه کېږي چې په عراق او سوریه کې مات شااوخوا ۴۰ زره داعش جنګیالي بلوچستان او پښتونخوا ته راولېږدول شي. ده د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چې که پردي جنګیالي یې قبایلي سیمو ته راوستل، دوی به يې پر وړاندې ودرېږي.

ده دا هم ویلي چې د بلوچستان خلک به پرې نږدي چې داعش وسله وال د دوی له سیمو په افغانستان کې جګړې وکړي. اوس دا تر لمر هم ښکاره خبره ده چې دا رښتیا ده او پاکستان دی چې غواړي دا چاره تر سره کړي. یعنی ولسمشر غني ددې په ځای چې له پاکستان سره پر دې موضوعاتو خبرې وکړي، ځي د هندي چارواکو سره پرې خبرې کوي او هند هم په دې قانع کوي چې ددې موضوع شر یواځې افغانستان ته نه رسیږي بلکې د پاکستان د يوه ګاونډي په حیث دوی به هم ورڅخه بې برخې پاتي نه شي. یعنې کله هم چې هند د افغانستان پر امنیتي موضوعاتو کې غواړي مرسته وکړي دا د پاکستان لپاره تر بل هرې بدبختۍ لویه بدبختي ده او په هیڅ ډول دغسې حالت نه شي زغملی. له هغې یوه ورځ وروسته چې ولسمشر هند ته سفر کوي عمران خان په خپلو خبرو کې وویل چې د هندي چارواکو سره د اړیکو د ښه کیدلو په هڅه کی دی، دا په دې مانا چې د ولسمشر یوه سفر ددوی لپاره د یوه اخطار بڼه درلوده او دا ورته په هیڅ ډول د منلو نه ده چې هند دی د افغانستان په سیاسي او نورو برخو کې د مرستې په ډول مداخله وکړي او په دغسې حالت کې د خپلو ټولو شومو طرحو بربادي ویني.

د ځینو معتبرو رسنیو په حواله ویل کیږي چې هندوستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې او په دې هېواد کې یې د پارلمان د ودانۍ په شمول، د سلما بند په څېر لویې پروژې تمویل کړې دي. همدارنګه د ایران د چابهار بندر له لارې له سمندر سره د افغانستان وصلول هم هغه څه دي چې هندوستان په‌کې پانګونه کړې.

یواځې دا نه بلکې اوس نوې ډهلي موافقه کړې چې د شاه توت بند په پروژه، د کابل لپاره د څښاک د اوبو په پروژه، د چارېکار ښار ته د اوبو رسولو او له پخو سړکونو سره د بامیان د بند امیر د سړک په وصلولو کې به له افغانستان سره مرسته کوي. هندوستان په مجموعي ډول غواړي د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۱۶ پروژې عملي او تمویل کړي.

بله دا چې ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره اغلې سوشما سواراج به په نژدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو پر ستراتیژیکو همکاریو به له افغان چارواکو سره خبرې کوي، چې دا په خپل ځان کې د پاکستان لپاره یو د خطر زنګ کیدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply