په طالبانو کې د خپلمنځي ستونزو لاملونه/نور الله ثاقب

0 654

 

ځينو رسنيو څه وخت وړاندې د ځينو طالب سرچينو له قوله یو خبر خپور کړی ؤ، چې په قطر کې د طالبانو دسياسي دفتر دوه غړو شيرمحمد عباس ستانکزی او جان اغا زاهد په سعودي او اماراتو کې په خپل سر افغان حکومت او امریکایانو سره خبرې پيل کړي خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دا خبر سمدلاسه رد کړ.

رابه شو دې ته چې ایا یوازی دغه دوه مشران په طالبانو کې په خپل سر کارونه کوي؟ نه هیڅکله نه ، اوس په طالبانو کی خپل سري له حده زیاته شوې.

په دغو خپلسرو مشرانو کې ذبیح الله مجاهد دی چې مخکې يې طالبانو کې په ښه سړي توب صادق او امين شهرت درلود،  د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو لپاره يې اوس خپل حیثیت بایللی دی، او د پځوانيو جهادي مشرانو سياف او حکمتیار په څير د څو نا اهلو او د جهاد له نوم څخه استفاده کوونکو او د خپلو شهیدانو له وینو سره خیانت کوونکو طالب مشرانو د خوشالولو لپاره بې لدې چی د شیخ هیبت الله نظر ترلاسه کولو ته یو میاشت انتظار وباسي په ډېره عاجله توګه له ځانه غلطي څرګندونې کوي.

مجاهد ښه خبر دی چې دا ټول مسائل د ملا عبدالمنان او ملایعقوب په تائيد او د شیخ هیبت الله په خاموشۍ سره د درو کلونو راهیسې جریان لري او لسګونو امارتي مسؤلینو په لسګونو ځلې دا خبرې تر مشرتابه رسولې خو سرچپه نتیجه به يې ورکړله.

افسوس مجاهد صاحب چی تا خو دا کار نه وی کړی او دا دنده  دې هغه چاته ورپريښې وای چی ستاسې څخه یې د داسی یو ناوړه او د منافقت نه ډک کار غوښتنه کوله

ملا عبدالمنان چې د ملا محمدعمر مجاهد دنامه څخه په استفاده، شپه او ورځ يې د ناروا پيسو او رشوتونو د راټولولو لپاره یوه کړې ده، او د یو څو روپو  په خاطر تور ته سپين او سپین ته تور وايي او دا ۱۷ کاله يې په همدې کارونو تير شول، خو افسوس د ملا محمد عمر د زوی ملا يعقوب په حال دی چې هغه د کوم مصحلت  خاطر مهار شوی او د نا اهلو کسانو په لاس ورکړی شوی  او لوبيږي۔

له بلې خوا ځينې طالب سرچينې وايي، د کویټې په اسحاق آباد سیمه کي د ملا محمد عمر زوی مولوی یعقوب په مشرۍ د طالب مشرتابه د یوې ناستي پر مهال روسیې ته د طالبانو د تګ پر مسله شخړه کړې او یو بل يې په جاسوسۍ تورن کړي.

طالب سرچينو بهرنيو رسنيو ته ویلي، چي طالبان د مسکو په ناسته کې د ګډون له امله په دوو ډلو وېشل شوي : ( یوه ډله، چي په سر کي يې ملا هبیت الله دی غواړي دې ناستي ته خپل پلوي کسان واستوي، خو بله ډله، چي له استخباراتي خبرو پټه ساتل شوې او د مدرسو علما او طالبان پکې شامل دي، په دې ناسته کي له ګډون سره مخالف دي.)

یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ویلي، چي په ناسته کي یو شمېر کسانو تاکيد کاوه، چي ناستي ته باید د قطر د دفتر رئیس شېرمحمد عباس ستانګزی یا کوم بل غړی ولاړ شي، خو د طالب قاضي القضات شېخ عبدالحکیم يې مخالفت کړی.

د سرچينې په وینا، د شېخ عبدالحکیم یوه استازي د قطر د دفتر رئیس عباس ستانګزی او غړی یې حاجی جان اغا احمدزی  د شل میلیونو ریالونو په غلا تورن کړ.

د معلوماتو له مخي د شېخ عبدالحکیم ډلي ټينګار کاوه، چي ناستي ته د کویټي شورا له یو مشرتابه څخه یو کس ولاړ شي، ځکه د قطر دفتر د دوی په وینا یوازي غلا ته زمينه برابروي.

ویل کیږي، چي دې خبري د ملا محمد عمر پر زوی ملا محمد یعقوب بد اغېز کړی او د شېخ عبدالحکیم استازي مولوي زین الله بارکزي ته يې د جاسوس د خطاب کولو ترڅنګ له ناستي د وتلو ویلي وه، خو نورو مشرانو غبرګون ښودلی وو.

د کره معلوماتو له مخي د مسکو غونډه د پاکستان په غوښتنه جوړیږي او یوازي هغه طالب مشران وربلل کیږي، چي ددغه هیواد د استخباراتو پلان عملي کوي.

د طالب سرچينو د معلوماتو له مخي د ناستي په یوې برخه کي پر غزني د طالبانو د برید په اړه هم اختلافات راپورته شوي: ( جنجال پر دې وشو، چي پاکستاني طالبانو په ځانګړي ډول د لشکر طیبه ډلې له تفکیک پرته عامه ځایونه او دوکانونه وسوځول، چي له امله د اسلامي امارات ولسي باور زیانمن شو.)

کاش چې د اسلام او  جهاد یا د مسلمان او  مجاهد په نامه خو نور د خپلو طالبانو ورونو په وينو هغه تجارت چې د یوې مودې راهیسې په کويټه او  قطر کې ناست د ځينو طالب مشرانو لخوا شروع شوی دی، نور په یو حقیقت د بدلیدو وروسته ختم شوی وای، او د دې تجارت اساسي لوبغاړي چې په کويټه کې د ملا عبدالمنان، او مولوی یعقوب ، حاجی ضياء اغا او نورو په نامه ميشت دي. او د امریکايي ټيکه دارانو لکه حاجي جان اغا سره د تجارتي شراکت او دسیاسي دفتر او نورو خارجي  جهتونو څخه د رشوتونو سابقه لري او اوس يې دا ناوړه او د منافقت څخه ډک عمل د خپلو قاضیانو او مشرانو په واسطه د رسوايي حد ته رسیدلی. دا څويم ځل دی چې د امارت مشر اخندزاده صاحب د ۲ کلونو په موده کې په امتحان کې د ناکامۍ وروسته اوس یو ځل بیا د ستر امتحان سره مخ کړی دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply