د خوست د حج او اوقافو رييس ١٥ ځلې ددولت په بوديجه حج ته تللى

0 723
يوسف منګل 
Sep 30, 2018

خوست ښار (پژواک، ٨ تله ۹۷): د خوست د حج او اوقافو رياست څوکۍ له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د يو کس په واک ده.

د حج او اوقافو رييس مولوي اظهارالدين له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د رياست په څوکۍ دده د پاتې کېدو يواځينى لامل په کارونو کې شفافيت او له خلکو سره ښې ټولنيزې اړيکې دي.

دی وايي: ((زما د رياست په دوره کې شپږ اووه د حج او اوقافو وزيران تللي او راغلي په دې کې داسې وزيران وو چې له ما سره يې هېڅ نه پېژندل، خو کله به يې چې زموږ خدمات وليدل، زه به ورته ډېر ګران شوم.))

مولوي اظهارالدين وايي، په خپلې کاري دوره کې له سږکال پرته نور هر کال د حج د فريضې ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د نوموړي په وينا، له ده سره په دې سفر کې هر ځل له ۱۰ نه تر ۱۴ پورې د رياست ځيني مامورين او نور ديني عالمان هم ملګري وو او په وينا يې چې ددې ټولو د تګ راتګ لګښت د دولت له بوديجې څخه شوی دی.

هغه د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې چې په دې سره مو د عامو خلکو حق نه دی خوړلی؟ وويل: ((سږ کال د حاجيانو د تنظيم په خاطر وزارت ۲۵۰ ديني عالمان او د حج اواوقافو رياستونو کارکوونکي حج ته لېږلي وو، چې ۱۲ يې له  خوست څخه وو. دا کوم امتياز نه دی ،بلکې دا يو ماموريت دی، څو د حج فريضې د ترسره کولو پرمهال حاجيان رهنمايي کړي.))

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د نشراتو رييس  ناصرالدين دريز  هم د خوست د حج او اوقافو د رييس مولوي اظهار الله د کارونو ستاينه کوي او وايي چې هغه فعال رييس دى او په فساد کې هېڅ ککړ نه دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې وزارت د هغه له کارونو خوښ دى او تل يې د حاجيانو ښه خدمتونه کړي دي.

خو دريز وايي چې د ولسمشر د حکم له مخې، د عايداتي رياستونو بستونه هر پنځه کاله وروسته او نور رياستونه تر اوو کلونو وروسته بيا اعلان ته ورکول کېږي.

د هغه په وينا، د اداري اصلاحاتو له خوا د حج وزارت اړونده د لسو ولايتونو رياستونه اعلان ته وړاندې شوي او ډېر ژر به د خوست په ګډون د نورو ولايتونو هم اعلان شي.

په ورته وخت کې يو شمېر مدني فعالان بيا وايي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د قانون له نظره هېڅ رييس حق نه لري چې له درې کلونو ډېر پر يوه څوکۍ پاتې شي.

ددې ولايت يو تن مدني فعال اسدالله نوروزي پژواک خبري اژانس ته وويل، کومې دندې او مسووليتونه چې د حج او اوقافو رياست يې لري، هغه يو هم په سم ډول نه دي ترسره شوي او دغې برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي.

هغه زياتوي: ((د حج او اوقافو رياست يوه مهمه دنده امربالمعروف نهي عن المنکر ده، چې په دې کې دوی پاتې راغلي دي.زموږ غوښتنه له مرکز نه دا ده چې دغه اداره کې اصلاحات رامنځته کړي او دې ادارې ته په کار پوه کسان راوليږي.))

د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد وايي چې ددې ولايت زياتره ديني عالمان د حج او اوقافو رياست له کارونو خوښ دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، د ډېرو حجونو ترسره کول هم ښه خبره ده، خو په وينا يې چې دولت بايد هغه کس ته لومړيتوب ورکړي چې د ارزيابۍ په پايله کې ښه ثابت شوی وي.

دی وايي: ((موږ د حج او اوقافو له رييس خوښ يو، ځکه موږ يې حج ته لېږلي يو. زما په باور د خوست د حج او اوقافو رييس په خپله خوښه  هر کال حج ته نه ځي، بلکې اړونده وزارت دی دې کار ته مجبوروي.))

په همدې حال کې د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک ته وويل له رييس پرته نور ټول هغه کسان چې د دولت په بوديجه د حاجيان د تنظيم او رهنمايۍ لپاره حج ته ځي، د يوې ازموينې په پايله ټاکل کيږي.

هغه زياتوي: ((هر کال چې د حج او اوقافو وزارت حاجيان حج ته لېږي، نو وزارت ددې حاجيانو د تنظيم په خاطر له يوشمېر ديني عالمانو د زون په کچه ازموينه اخلي او هغه کسان بريالي راووتل بيا يې نورو حاجيانو سره يو ځای لېږي.))

د يوې دولتي سرچينې له قوله د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته په هېواد کې د حامد کرزي په مشرۍ د انتقالي دورې له رامنځته کېدو سره سم مولوي اظهارالدين د خوست د حج او اوقافو رييس په توګه په دنده ګومارل او لا تراوسه پاتې ده.

سرچينه زياتوي،په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د زمري په ۲۵مه د حج اواوقافو رياست څوکۍ د رتبو په سيستم کې شامله وه چې له هغه راهيسې هم د مولوي اظهارالدين د رياست اووه کاله پوره کېږي.

د ولسمشر د نوي طرزالعمل له مخې هر پنځه کاله وروسته بايد د رياست بست اعلان ته وړاندې شي، خو د خوست د حج او اوقافو رياست په ګډون ددې ولايت د ۱۵ بېلابېلو دولتي رياستونو رييسان له اوو کلونو ډېر په خپله دنده پاتې شوي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د خوست د ولايتي شورا د رييس او يا د شورا بل کوم غړي نظر هم له ځان سره ولري، خو هغوی په ځواب کې دا عذر وړاندې کړ چې ګنې ددې مسئلې په اړه کره معلومات نه لري.

د خوست د حج او اوقافو رييس مولوي اظهار الدين دغه راز وايي چې په دې ولايت کې له دوی سره دوه زره جوماتونه ثبت او راجستر دي.

اندېښنې دا دي چې د يو شمېر جوماتونو له لارې په ښکاره د دولت پر خلاف څرګندونې کيږي، خو مولوي اظهارالدين بيا دا مني او وايي چې دوی هر څه له نږدې څاري.

هغه زياتوي: ((موږ اجازه نه ورکوو چې له جومات څخه د دولت  پرضد کار واخيستل شي. ځينو ځايونو کې امام د خپل بيان په ترڅ د شرابو، غلا، فساد او نورو ناروا لارو پرضد د جهاد خبره کوي، خو خلک ترې بيا بله مانا اخلي.))

مولوي اظهارالدين همدارنګه خپلو خبرو کې زياته کړه، هڅه يې دا ده چې د خطيبانو او امامانو په وسيله ټولنې ته هغه څه وړاندې کړي چې د اوسني عصر له غوښتنو سره سم وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply