ټاکنې کولای شي ستونزې حل کړي؛ نو خلک باید څه وکړي

0 573

 امین الله حقپال  –

دې ورځو کې ټاکنیز کمپاینونه ښه په درځ روان دي او ټاکل شوې د ولسي جرګې د دوه سوه نهه څلویښت څوکیو لپاره څه باندې دوه زره کسان زور آزموینه وکړي.

دا چې څوک به دې څوکیو ته لار پیدا کوي لا نه ده معلومه خو څه چې معلوم دي هغه د افغانستان ترینګلي حالات دي.

د دې لپاره چې له دې حالته ووځو، باید، څه وشي؟

خلک په دموکراتیکو ټولنو کې د واک او قدرت اساسي محور دی، خو شرط دا دی چې دغه قدرت څه ډول استعمال شي. د خلکو عامه پوهاوی په کار دی، د هغوي ظرفیت باید لوړ شي، له هغوي باید دا مفکوره لرې شي چې وایي، یوه رایه به کوم ځای ونیسي! د ولسي جرګې ټاکنې د حکومت د مشروعیت لپاره اړینې دي، خلک باید په ډېرې علاقې سره دې ټاکنو کې ونډه واخلي او داسې کسانو ته رایې ورکړي چې حساب پرې کیږي. هېواد دا مهال له سختو حالاتو سره مخامخ دی، یواځې د ولس سمه پرېکړه کولی شي، حالات کابو کړي.

په افغانستان غوندې بېرته پاتې هېواد کې چې له څلورو لسیزو راهیسې یې جګړو او تاوتریخوالي په بې باکانه ډول هر څه ترې اخیستي، ټاکنې یو مهم اصل دی، خلک باید د کاندیدانو په تشو ژمنو ونه غولیږي، خلکو ته په کار ده چې د هر کاندید پروګرامونه دقیق وارزوي. زیاترو یې داسې ژمنې ورکړي، چې د دوي له توان او ځواک لوړې دي، ولسي جرګه یو قانون جوړونکی او قانون څارونکی بنسټ دی، دا بنسټ نه شي کولی اجرایي کارونه تر سره کړي، که هر  کاندید وایي چې ژمنه یې خلکو ته خدمت او بیا رغاونه ده، دروغ وايي، ځکه بیا رغاونه د وکیل کار نه دی.

د تلې اته ویشتمې ټاکنې ډېرې مهمې دي، د دې ټاکنو د بریالیتوب لپاره د خلکو مشارکت مهم دی. خلک باید د دموکراتیک بهیر د بریالیتوب لپاره په ډېرې علاقې سره را ووځي او د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رایې وکاروي. د مشروع حکومت لپاره په کار ده چې مشروع ولسي جرګه ولرو، اوسنۍ ولسي جرګه د دې لپاره چې ټاکنې ونه شوې، درې کاله له خپل وخت زیات په کار اخته ده.

د ولسي جرګې ټاکنې ډېرې اړینې دي. که چېرې دا ټاکنې ښې تر سره شي، داسې نښې به ولیدل شي چې هېواد د ټیکاو په لور وخوځوي.

کابل کې چارواکو ته نور لوی مکلفیتونه هم په مخ کې دي. په  بهرنیو اړیکو کې له سیمې او نړۍ سره د اړیکو پراختیا مهم کار دی، خو یو بیلانس باید موجود ووسي،  مونږ له امریکا او لویدیځ پرته نوره نړۍ هم لرو، دا سمه ده چې امریکا او متحدین یې افغان ځواکونه تمویلوي، خو په نړیوالو اړیکو کې باید منظم تګلوری ولرو.

د یوې خپلواکې بهرنۍ پالیسي جوړولو هڅّه په کار ده. یوه داسې پالیسي چې هم متحدینو ته د منلو وړ وي او هم مو پرې ګاونډیان خوشحاله کړي ووسي.

د افغانانو یو ستر مسوولیت دې کال کې دا دی چې ولسي جرګې ته په کار پوه او په ملي ګټو مین کسان انتخاب کړي، پردي پاله کسان نور باید له حکومت او ملي شورا ووځي، په کار ده چې په ملي ګټو مین کسان انتخاب کړو.

دې برخه کې بیا هم د خلکو ویښ ضمیر اړین دی.

خلک نور باید څه وکړي؟

د یوې ښېرازې، په خپلو پښو ولاړې او پرمختللې ټولنې جوړول په کار دي، ښه نو چې داسې ده، په ۱۳۹۷ کال کې د خلکو په ځانګړې توګه رایو ورکوونکو ستر مسوولیت دا دی چې په کار پوه او په ملي ګټو مین کسان انتخاب کړي، زه ډاډمن یم چې دې څه باندې دوه زره کسیز اوږد نوملړ کې داسې  کسان شته.

په راتلونکي کال کې هم  افغانان له سترې آزموینې سره مخامخ دي، یو داسې کس باید د ولسمشر په توګه انتخاب کړو، چې د خلکو نبض درک کړي، د خلکو په اقتصادي حالت وپوهیږي، د ژمنو او تشو خبرو پر ځای عملي کار وکړای شي، یو داسې کس باید د ولسمشر په توګه غوره کړو، چې له نړیوالو په ځانګړې توګه امریکا سره اړیکو کې خپلو ګټو ته ژمن وي. خپلې ګټې د هېواد ګټې  دي نه د خپل جیب او کورنۍ ګټې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply