کوهلي ټول هندوستان حیران کړی

0 757

ویراټ کوهلي له دې کبله په هندوستان کې ډېر محبوبیت لري او مینه‌وال یې زیات دي چې ښه کریکټر دی، ان خپله وايي، د هند د کریکټ د ملا تیر دی.
خو تازه يې په اړه نوي خبرونه خپرېږي. سرخط يې یو تصویر درته خپور کړ چې د یوې فلمي صحنې ښکارندوی دی. خلکو لا هغه موضوع څېړله چې د هغه د فلم ټریلر خپور شوی دی.

ویراټ د سپټمبر پر یوویشتمه په خپل انسټاګرام ولیکل، هغه لس کاله وروسته یوې بلې نړۍ ته ورغلی. ویراټ له دې تصویر سره د یوې فلمي صحنې تصویر خپور کړی و. اوس ځینو رسنیو یو لینک خپور کړی چې ښيي ویراټ کوهلي پکې د یو فلم دننه د ستوري په توګه را ښکاره کېږي.

ویراټ تر دې وړاندې یو ښه موډل هم و، خو د ستوري په توګه په فلم کې د را ښکاره کېدو چانس یې ځکه ډېر دی چې مېرمن یې انوشکا شرما هم ستورې ده او شاید ښه زمینه ورته برابره کړي.

اوس هغه له دې کبله تر نیوکو لاندې دی چې اړتیا یې په کریکټ کې احساسېږي، نه په فلمونو کې، خو تر اوسه ویراټ کوهلي دې نیوکو ته ځواب نه دی ورکړی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply