د طالبانو او امریکا لومړنۍ خبرې ناکامې برېښي

0 629

د اګسټ په وروستیو کې د طالب استازيو او د امریکې د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې تر منځ لومړنیو خبرو ته طالبان ډېرخوښ وو او فکر یې کاوه چې د دغو خبرو په دویم او درېیم پړاو کې به وتوانېږي چې خپلو اصلي موخو ته ورسېږي.

ښکارېدل چې طالبانو امریکا ته هم د ځان په څېر ساده فکر کړی و، خو ژر یې پر دې سر خلاص شو چې لوبه تر هغه ډېره پېچلې ده چې دوی یې فکر کاوه. دوی فکر کاوه چې امریکا به د خپل تاریخ په دغه اوږده جګړه کې له طالبانو سره په خبرو اترو کې هر څه د دوی په خوښه تر سره او د روغې پر هغه پلان به ورسره مخ ته ولاړ شي چې پاکستان دوی ته په لاس ورکړی دی.

خو د طالبانو او امریکايي چارواکيو په لومړنیو تماسونو کې له دواړو غاړو سره هیلې پیدا شوې وې چې ممکن ژر د افغانستان د ناورین د حل یوه لاره پیدا او له دغه خونړي بحرانه افغانستان او نړۍ د تل په مخه خلاصه شي. طالبان تر لومړنیو تماسونو وروسته د خوښۍ په بې‌ساري انداز کې د رسمي او نوي پړاو خبرو اترو د پیل لپاره د تیاري خبرونو په خپلو خبري سرچینو خپاره کړل.
امریکا په دې فکر کې وه چې پر کابل د واکمنو افغانانو په څېر به طالبان هم په افغانستان کې د دوی د اډو شتون په اسانه ورسره ومني او طالبانو فکر کاوه چې د افغان حکومت په څېر به امریکا هم بې‌قید و شرطه خبرې ورسره ولري.

دواړو یوه او بل ته ناسم فکر کړی و او د همدغه ډول تحلیل له کبله د طالبانو او واشنګټن تر منځ لومړنۍ خبرې بې‌خونده تر سره شوې او دواړه اړخونه پر دې پوه شول چې له یوه او بل سره مخامخ خبرې هغه څه نه ور په برخه کوي چې دوی یې تمه لري.
طالبانو تمه درلوده چې امریکا به په لنډ مهال کې د خپلې کډې د بارولو نېټه او پلان ورمخې ته کړي او د دوی د بندیانو په ګډون به په کابل کې د دوی راتلونکی سیاسي حضور سملاسي ومني.

خو ویل کېږي چې امریکایانو په خپلو لومړنیو لیدنو کې طالب مشرانو ته په افغان خاوره کې د خپل شتون اشارې ورکړې او یادونه یې دا وه چې دلته د دوی پر شتون خبرې ورته د منلو نه دي. امریکایانو دا رنګه طالبانو ته وریاده کړه چې د دوی د اډو له منلو پرته په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدلو شونتیا ډېره کمه ده.
په واشنګټن کې ډیپلوماټیکو سرچینو طالبانو ته داهم ور وښووه چې د ماسکو په څېر ناستې چې طالبانو ورته د خوښي څڼې غورځولې له ماتې او ځنډ سره مخامخ کولای شي. امریکا په افغانستان کې له خپل ۱۷کلن حضور او جګړې سره سره د اوږدمهال په مخه په افغانستان او سیمه کې د پاتېدو او حضور لېواله ده او که د خبرو له لارې دا ډاډ تر لاسه نه‌شي کړای، ممکن د روانې جګړې په خاطر په افغانستان کې امریکايي شتون دوام ومومي.

امریکا له طالبانو دا هم غوښتي چې د خبرو د پیل لومړنۍ مساله دې په افغانستان پر اوربند متمرکزه وي چې طالبانو ته په اساني د منلو نه ده او وېره یې دا ده چې امریکا به له دغه اوربند څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د سولې د خبرو اترو بهیر به په میاشتو میاشتو دوام وغځوي او د طالبانو د جګړې ماهیت، مشروعیت او توجیه به له منځه ولاړه شي.
د طالبانو غوښتنې دا دي چې له امریکا سره د خبرو اترو په لومړي پړاو کې د افغان حکومت له منګولو په زرګونو طالب بندیان خلاص کړي او د واشنګټن او طالبانو تر منځ رښتینی باور را منځ ته او پر نورو سیاسي معاملو هوکړه وشي.

د افغان حکومت پر ځای له امریکایانو سره د طالبانو د مخامخ خبرو لېوالتیا دا وه چې ګنې افغان حکومت بې‌واکه دی او واشنګټن طالبانو ته ژېړ غوړي او کوچ ور کولای شي. پر همدې اساس د طالب استازيو له وروستیو څرګندونو ښکاري چې د امریکا غوښتنې د دوی له سویې ډېرې لوړې او د دوی اوږې یې هم نه‌شي وړای.
طالبانو داسې اشارې ورکړې چې له امریکايي ډیپلوماټانو سره یې خبرې بې‌خونده وې او په ورته کړنلاره دا وړۍ نه شړۍ کېږي.

ښکاري چې د طالبانو هیله له امریکايي چارواکيو سره له لومړنیو لیدنو وروسته ختلې او امریکایانو په دې لړ کې د خبرو منځ ته د کابل د ور ښکېل کولو بهیر ته زور ورکړی او دې هدف ته د رسېدو په موخه یې افغاني الاصله امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ته واک سپارلی چې په افغان سوله کې د امریکا د اړخ مشري وکړي.
ښاغلی خلیلزاد څو کاله په کابل کې د امریکا سفیر او ځانګړی استازی و او ډېر افغانان یې نوي ماموریت ته خوښ دي او فکر کوي چې له افغانستانه د هغه د پېژندګلوي او هڅو له برکته به د سولې داسې خبرې را منځ ته شي چې په طالبانو سربېره به د ولسمشر غني حکومت او د سیمې نور هېوادونه د ښکېلو اړخونو په توګه پکې دخیل وي.

پر همدې مهال د سویلي اسیا لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې الیس ویلز ویلي چې د افغان حکومت له واکمنۍ او مالکیت پرته خبرې هیڅ پایله نه ورکوي او ټینګار یې دا دی چې طالبان دې د دوی په حضور کې له افغان دولت سره رغنده او باوري خبرې وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply