اېډیالوژیک ډیالوګ او تحمل /هارون سمون

0 773

موده وړاندې یو چا پر فسلفه سخته نیوکه کړې وه، د سټېفن هاوکېنګ دا نظر چې په معاصر وخت کې فلسفه په درد نه خوري او جنازه یې په بارېدو ده، راخیستی و.

لمړی خو موږ سټېفن هاوکېنک د یو تیوریکل فزیک پوه په توګه پېژنو، نه د مطلق علمي اساس په توګه. هغه خپله د ایډیالوژیک تردد او تزلزل ښکار و، کله به مونوټېسټ و، کله اګوانېسټ او کله هم اتييېسټ. د ده شدیده ناروغي د ده د تردد لوی لامل بلل مستدلل بحث دی. د فلسفې په اړه یې نظر د غور وړ دی، خو پدې مانا نه چې د هغه خبره پر مطلقیت راوهچورلوو او دا ومنو چې ریښتیا هم فلسفه پدې نه ارزي چې ولوستل شي. فلسفه مو د شک او عمیق فکر پر لور راکاږي او ګټه یې د انساني ادراک لوړل دي، پدې مانا: یو فلسفي انسان په ایډیالوژیک ډیالوک کې احساساتي برخورد نه کوي؛ نه د مقابل لوري خوله په سوک ورماتوي؛ بلکې د یو ښه انسان په توګه استدلال کوي، متقابل لوری درک کوي، ځکه فلسفي انسان پوهېږي، چې ډېری وخت د فکر غزیدا او د عقل استعمال نا ارادي دي؛ نو متردد کس باید خبرو او استدلال ته پرېښودل شي. فلسفي انسان هېڅ ګناهګار ندی ځکه پديدې له خپل ذهني لیده ګوري او خپل ذهني عکسالعمل ټولنې ته وړاندې کوي. دلته ستونزه دا ده، چې له فلسفي انسانانو زموږ خلک ښه نه وړي، وار له واره یې خوله وربندوي او د استدلال انساني حق ورڅخه سلبوي. بله اهمه خبره دا ده، چې دلته یو ځوان د فلسفي کېدو استدعا نشي کولی، ځکه خلک فلسفي انسان او فیلسوف نه شي تفکیک کولی، که اوس زه ادعا وکړم، چې فلسفي انسان یم. اوتومات ځینې مغروره خلک جدي عکسالعمل ښيي او په اړه مې منفي نظر وړاندي کوي، داسې نظر چې حتی پسخند درباندې وهي وايي: پلانی تر اوسه هومره علم نه لري د فلسفې دعوا کوي، حال دا چې فلسفي انسان یو متجسس انسان دی؛ که فیلسوف ندی، مانا فلسفه کې کافي مطالعه نه لري؛ خو فلسفي ذهن لري او د پدیدو پر وړاندې داسې پوښتنې کرییېټ(خلق) کوي، چې لوی بحث ورباندې کېدای شي. زموږ په ټولنه کې خو تکړه علماء هم بحث نشي ورباندې کولی، خو رد او تهافت ته یې تېک ناست وي.

د سټېفن هاوکېنک خبره بیا هم ردېږي: ځکه چې تر څو نړۍ موجوده ده فلسفي انسان موجود دی؛ پر دې بنسټ ماډرن فلسفه نه ورکېدونکې ده او وي به. د سقراط او اپلاطون فلسفه ریښتیا اوس له پښو غورځېدلې ده او نه زموږ د درد دوا کېدای شي، خو ماډرن فلسفه له علمي، ساینسي او ساینسفېکشن تخیل سره جوخته مله ده. د فلفسې د ارزښت او ماهیت په اړه مې د ښکلي استاد تحلیل خورا خوښ شو، هیله ده ما وبښي، چې د ده د تازه مقالې د فلسفي اړوند کالم مې ورڅخه رابېل کړ او دلته مې راواخیست. ښاغلی استاد کاږي: “موږ فکر کوو، چې ژوند ډېر ښه پېژنو او فلسفې، تاريخ، شعر ته اړتيا نه لرو، چې راته ووايې، چې ته څوک يې؟ له کومه ځايه راغلى يې؟ چېرته به ځې؟ او ژوند څه دى؟

“د سوفي نړۍ” کې سوفي ته په لومړني ليک کې دا جمله ليکلې وي” ته څوک يې؟ سره له دې چې پر ليک د سوفي د کور پته او د سوفي نوم وي. په دې توګه فلسفه موږ متوجه کوي، چې موږ چې څنګه پکار دي، هغسې مو ځان نه دى پېژندلاى او ډېرې داسې پوښتنې شته، چې له موږ نه په اعتياد کې ورکې دي؛ خو که د ځواب هڅه يې وکړو، په چلن او فکر کې به مثبت بدلون وانګېرو.

د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کې د ژاک درېدا په نوم يو فيلسوف تېر شوى. نوموړي د تاريخ په اوږدو کې پر فلسفه خبرې وکړې او ډي کنسټرکټ يې کړه. فيمينستانو هم له دې طريقې نه استفاده وکړه او په تاريخ، ادب، ژبه او د فرهنګ په هر اړخ کې يې د نارينواکۍ پر کلچر انتقادونه وکړل.

موږ په پښتو کې وايو، بريالى سړيتوب نه لري. يا سړى هغه دى، چې همت ولري.

خو ښځه توب بيا ښه صفت نه ګڼو، بلکې د بل د سپکولو لپاره يې کاروو. په دې ډول فيمينزم نيوکه کوي، چې سړي ټول کلچر په خپله ګټه څرخولى، چې انسان ورته يوازې ځان ښکاره شوى. ”سړى” يې د ”انسان” ځايناستى کړى؛ نو کله چې موږ د انسان خبره کوو، اصلا د سړي خبره کوو.

په پښتنو کې د افراطيت، تشدد تر شا د ناسمې کورنۍ روزنې لاس دى. کله چې موږ خور يا لور په سپره کې خپل دوښمن يا په درانه ولور يوه ناخوښي خاوند ته ورواده کړو؛ نو دا فکر نه کوو، چې ژوند به يې څنګه وي او له دې ناسم کورني حالته چې اولاد پيدا شي، د هغوى روزنه او اخلاق به څنګه وي؟

فلسفه مو دې ته متوجه کوي، چې موږ ته چې څه سم ښکاري، سم نه دي، له ښځې سره زموږ چلن انساني نه دى او که له ښځې سره انساني چلن وکړو؛ سالمې کورنۍ جوړولاى شو، چې د دې کورنۍ اولاد به سم خلک وي.

فلسفه مو پام خپلو ډېرو درنو غلطيو ته وراړوي او پر ژوند باندې مو فکر ته وربولي، مهذبوي مو. فلسفه راته وايي، هغه څه چې ما ته واقعيت ښکاري، رښيتا هم واقعيت دى، رښتيا هم په دې ارزي، چې د بل سر پرې مات کړم؟ واقعيت څه شى دى؟ له انساني احساساتو بهر کوم موجود؟ که د انسان د خواهش زېږنده؛ نو که د خواهش زېږنده وي، بيا خو يې مطلق ګڼل سم نه دي او پکار نه ده، چې پر بل يې هم تحکيم کړم، ځکه بل ته به واقعيت د هغه د خواهش په رڼا کې بل ډول ښکاري.

دا چې فلسفي نظريه د فرهنګ د بل هر اړخ غوندي پرځاى نه پاتېږي او تل يوه بله نظريه پيدا کېږي، چې د تېرې نظريې نيمګړتياوې رابرسېره کوي، دا کوم عيب نه دى، بلکې کمال يې دى، چې تحول کوي او د نور پرمختګ امکان برابروي؛ خو ورسره د ژوند په اړه ډېرو ژورو بحثونو ته لار پرانيزي. ژور بحثونه مو د مسايلو ډېرو باريکيو ته متوجه کوي او په چلن او فکر کې مو ژوروالى راولي.

څوک چي د هنر او علم له ارزښت انکار کوي، د بشر د ذوق او فرهنګ په اړه ژوره مطالعه نه لري.”

اجمل ښکلى

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply