د عطا ګواښنې له نازونو سره/ سيد حسين پاچا

0 787

د عطا ګواښنې له نازونو سره :

د ارګ نيونه اسانه، خو ساتنه يې ګرانه ده

روسانو ونه سوه ساتلای، پنجاب ونه شوه ساتلای او امريکا هم ورسره لاس وګرېوان ده، نو د عطا غوندې يو ټيزن به يې څنګه وساتي؟

 

ارګ خو له کارملي پيره تر نجيب او بيا له جهادي پيره تر اوسني غوبله پورې له تاسې جمعيت او د نظار شوری يا د اوسنۍ شمال ټلوالې له ماويست وستمي – اخواني ((چترالي ملا)) سره وو، خو مو ونه شو ساتلای، د کولاب سمڅې مو لا تراوسه له پسکو ډکې دي. د بل په زور راغليه دومره باټې مه وهه، دا ځل به دې د کابل کوڅې د پسکو او د تيزونو پر ځای پر غولو ولړل شي

 

د تجربو له مخې د لور له پلار چې کله لور وديږي، نو د خېښانو خبره برناحقه بده لګيږي او په هره معمولي و وړه خبره جنګ د جنګي مړز په شان شين جنګ و رنګ بدۍ ته ناست وي. همداسې له يو واکمنه چې واک لاړ شي، نو بيا هم د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو لپاره د منطق وقناعت پرځای اوبو خړولو ته تيار ناست وي چې خپلې موخې ترلاسه کړي.

 

ښاغليه،

د ملت پر غلا شوې پانګه دې دومره مه نازه! له تا نور ډېر نازولي هم ول چې له تا يې پانګه او واک هم ډېر وو او ناز يې هم ډېر چلېده، خو چې بهرنيو ځواکونو نه غوښتل پای څه شوه؟ ته خو لږ عراق، مصر، يمن او ليبيا ته سر ورښکاره کړه چې مشران يې څه شول؟

 

د هولبروګ نازوليه،

ولس دې پېژني. که هر څومره ځواکمن هم شې، خو له بېښه خام يې. که درته يې لږه نوره روښانه کړم هغه دا چې په دې مه نازېږه چې ته د جمعيت اجرائيوي رئيس يې.

د جمعيت مرکزي يا په بله مانا ماويستان + اخوانيان + کارمليان + ستميان په ګډه مزار نه شي زغملای چې د جمعيت هغه مرکزي واک له مرکزي او شمال ختيزې نقطې شمال ته ولېږدول شي ولو که د جمعيت هغه غربي نقطه دې هم ننګه وکړي. د جمعيت مرکزي نقطې يا په بله مانا د جمعيت هغه هستوي نقطې چې د نظار شوری ترې راټوکېدلې وه هغې لا وختي د هېواد شمال ختيزه نقطه د خېښې په پار راخپله کړې، نو په نوک او ورۍ کې به ته څنګه ځای شې؟

ستا د دې ګواښنو او غرتو پورې مې د خپل استاذ د طالبۍ د وخت يو نقل راياد شو. ويل يې يوه شپه د تګاب د ارواښاد مياګل جان اغا د مدرسې اړوند کليو په يو جومات کې د شپې ماخوستن ناوخته يو سړی جومات ته راغی. جمعه (جماعت) ترې تللې او خلک خپاره شوي ول، خو دی ځانته پر لمانځه ولاړ وو. په لمانځه کې ورته د کوم طالب ورپام شوی چې کله يو خوا او کله بله خوا کوږ شي.

د قرينې وتجربې داسې برېښېده چې اودس يې تنګ وو او د ژمي سخته يخني وه او اودس پر يخو اوبو کول هم ګران وي، نو کوم يو بدمعاش او ټوکي طالب ورپورته شوی وو او د شا له لورې يې کوناټي ور واز کړي ول چې له وازولو سره يې غرت وهلی وو او کار يې خراب کړ.

نو زما ګرانه زما دا بېځايه جهادي سرزوريو او ګواښنو او له واکه ناوړه ګټې اخېستنې نور تېری دا ملت وحکومت او هم بهرنيان تېری پزې ته راوستي. دېته يې مه مجبوروه چې د هغه طالب په شانې دې لينګي درباندې د شا له لورې در ارت کړي او د غرت پر ځای نور کار خراب نه کړې.

نو زما ګرانه تېر ته په کتو دې د بهرنيانو له ملاتړ سره سره دې چې ارګ و واک ونه شو ساتلای، نو د دوی له ملاتړ او مداخلې پرته به يې څنګه وساتې؟ که دې ساتلای شوای، نو تر کولابه به نه ځغلېدای او نه به دې همدې بهرنيانو ته د مرستو نارې و سورې وهلی. چترالي ملا خو به همدا نارې وهلې چې ((له دې نور هم درانه بمونه پرې ورواچوئ))، نو دا د چا له ياده وځي!

هر لنډه غر جهادي ارزښتونه ساتلای نه شي.

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

عطا محمد نور: که په درېيو ورځو کې ولسمشرۍ ماڼۍ ونه نېسم نو دغه هېواد به پرېږدم

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=71537

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply