درې مقالې، درې تحلیلونه / واحد فقیري

0 822
واحد فقیري
نوټ: څرنګه چی نن ورځ د اکټوبر اوومه ده، او اوولس کاله پخوا په همدې ورځ امریکا افغانستان اشغال کړ. امریکايي لیکوالانو دا ورځ تحلیل او تجزیه کړې ده. ما درې مقالې انتخاب کړي دي چي د امریکايي لیکوالانو نظریات څرګندوي. 

د نېشن: د افغانستان ناپایانه جنګ باید ختم سي

ښاغلی جمېر کاردین د متحده ایالاتو په مترقي مجلې «د نېشن» کي د اکټوبر پر ۵ لیکي جمهورریس جورج بوش ۱۷ کله پخوا امریکایانو ته وویل،«په افغانستان کي د امریکايي فوجیانو د نظامي عملیاتو هدف دا دئ چي هلته د تروریسټانو د عملیاتو کارونه ور ګډوډ کړي، او د طالبانو پر نظامي قابلیتونو باندي حمله وکړي.» بوش علاوه کړه،«متحده ایالات به دا جنګ خامخا ګتي. موږ به نا امیده نه سو. موږ به ستړي نه سو. موږ به ټکني نه سو. او موږ به ناکامه نه سو.»

خو د زمان په تېرېدو سره واقعیت بل ډول سو. د جنګ په میدان کي د امریکايي فوجیانو لومړني بریالیتوبونه په یو داسي باتلاق او اشغال باندي بدل سول چي امریکا ورسره د مقابلې توان نه لري. هله د امریکا د نظامي امورو مشهور متخصص انډریو باچیویچ خبرداری ورکړ چي د بوش بلند پروازي به په دایمي جنګ باندي بدل سي.

آلان د افغانستان ابدي جنګ د امریکا درې حکومته مشغول ساتلي دي. د بوش د حکومت په دوران کي، د اسامه بن لادن میندل یو مهم هدف وو. دغه راز، د دیمکراسۍ خورول، د دولتونو -ملتونو جوړول، او د سیمي بدلول مهم اهداف ول. د بوش د ملي امنیت مشاوري، مېرمن رایس، ویل،«موږ غواړو چي مینځنی ختیځ کاملا بدل کړو، او غواړو چي هغه عقیده ماته وکړو چي ځوانان ئې دېته وهڅول چي په نیوریاک او واشنګټن کي طیارې له ودانیو سره وجنګوي.»

په ۲۰۰۸ کي، باراک اوباما په خپل انتخاباتي کمپېن کي وعده وکړه چي د القاعدې او طالبانو پر ضد جنګ به خپل ټاپ لومړیتوب وګرځوي. اوباما ویل چي افغانستان «ښه جنګ دئ او باید وې ګټوو.» اوباما افغانستان په زرهاوو امریکايي عسکر ورواستول، خو نیتجه ئې کامیابي نه سوه، بلکي د امریکايي عسکرو تلفات لا زیات سول.

که څه هم جمهورریس اوباما پدې وتوانېدی چي اسامه بن لادن ووژني، خو د افغان جنګ ئې ختم نه کړ. کله چي اوباما له سپیني ماڼۍ څخه ووت، د افغان جنګ ۸۵۰ میلیارډه ډالره سوځولي ول. او اوس، طالبان قریب ۷۰ ٪ فیصده خاوره کنټرولوي.

په داسي حال کي چي د اوباما د افغان د جنګ د اوږدولو فیصله بې هدفه او بې ګټي وه،‌ د افغان د کشالې په اړه د جمهورریس ټرمپ تصمیم تر اوباما لا بدتر دئ. نن سبا، امریکا په افغانستان کي دونه بمونه اوروي چي د دې جنګ په تاریخ کي ئې نه ول اورولي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اداره وايي،«د ۲۰۱۷ په پرتله، دمګړی په افغانستان کي د هوايي بمباریو له وجي په ملکي تلفاتو کي ۵۲ ٪ فیصده جګوالی راغلی دی.»

په عین زمان کي، ویل کېږي چي ټرمپ د اریک پرینس د مزدورو عسکرو پر پلان باندي غور کوي. د اریک پرینس خور د معارف وزارت برحاله وزیره ده. خو جنرال نیکلسن باور لري چي دا «جنګ باید ختم» سي.

په پای کي، پوره ۱۷ کاله کېږي چي امریکايي عسکر په یوه فاسد او بې ثباته ملک کي راګیر دي. اوس، د دې وخت رارسېدلی دئ چي جمهورریس ټرمپ امریکايي عسکر خپلو کورونو ته راستانه کړي.

ټایم مجله: ولي امریکایان د افغانستان جنګ ته پام نه کوي؟

ښاغلی سینګر او ښاغلی بروکینګ د اکټوبر پر ۵ د امریکا په مشهوري مجلې ټایم کي لیکي کله چي طالبانو غزني ونیو، توقع دا وه چي امریکایان له افغانستانه د خپلو عسکرو د راایستلو ناره جګه کړي.

خو امریکایانو دا کار و نه کړ. حال دا چي‌ حتي په امریکا کي څوک د غزني په سقوط خبر هم نه سول. په غزني کي څو ورځي جنګ روان وو، او امریکايي عسکر پکښې ښکېل ول، خو په امریکا کي د چا پام هم ور وانه وښت.

۱۷ کاله مخکي کله چي امریکايي عسکرو افغانستان اشغال کړ، هله اخبارونو، تیلویزیونونو، او په مجموع کي نیوز میډیا د افغان جنګ ته ښه پوښښ ورکاوه. خو اوس د افغانستان د جنګ په اړه چندان څه نه ویل کېږي.

جالبه خبره دا ده چي حتی د امریکايي عسکرو کورنۍ هم د افغانستان جنګ نه تعقیبوي. په ګوګل کي د افغانستان په اړه سرچ مخ پر کمېدو دئ. دغه راز، په ټویټر کي هم د افغانستان په هکله خبرونه او بحث خورا کم دئ.

جمهورریس ټرمپ د خپل اقتدار په دروان کي تر اوسه پوري ۳۰ ټویټه د امریکايي فوټبال په اړه کړي دي، خو د افغانستان په اړه یې فقط پنځه ټویټه کړي دي. په امریکا کي، د افغانستان په اړه توجه یوازي هله زیاته سوه چي امریکا په ۲۰۱۷ کي خپل «مور بم» هلته ګوزار کړ. حتی همدا توجه هم فقط د یوه موقتي وخت لپاره وه.

په ۲۰۰۱ کي، امریکا او طالبانو هیڅ تماس نه سره لاره. هله تماس صرف په واکي ټاکي باندي ټینګېدی. خو اوس امریکایان او طالبان په دوامداره توګه تماسونه لري، او لکه ماشومان او یا سیاستوال مدام ئې سره جنګ وي. هغوی هر یو خپل موقف موجه ګڼي، او یا یې د تلفاتو په اړه سره ناندرې وي.

خو پدې وروستیو څو ورځو کي، د طالبانو او امریکایي مقاماتو د سوشل میډیا پیغامونه څه نرم سوي دي، ښايي دا پدې خاطر وي چي هغوی اوس د یو بل سره په نرمه ګډا بوخت دي. د هغوی دا حالت هغو سینمايي هیروګانو ته پاته کېږي چي روابط ئې مخ پر ښه کېدو وي، او یو بل ته خپ خپ سترګګ وهي.

دا لا روښانه نه ده چي‌ تاریخ به افغانستان جنګ څرنګه وارزوي. د افغانستان جنګ یوه داسي زوړ فیلم ته پاته کېږي چي آواز نه لري،‌ او پیکچر ئې هم پیکه ښکاري. د افغانستان د جنګ آواز د سوشل میډیا غوغا ور خپ کړی دئ.

مګر یو شی باید په پام کي‌ وساتو، او هغه دا چي ممکنه ده چي د افغان جنګ په یوه ټویټ باندي ختم سي.

د افغانستان د ۱۷ کلن عبث جنګ د ختمدېدو وخت رارسېدلی دئ:

ښاغلی ډېنل ډېویس د اکټوبر پر ۶ په ټاون هال کي لیکي ما په افغانستان کي دوې دورې د عسکري خدمت کړی دئ. زه په اطمینان ویلای سم چي د افغانستان د جنګ د ختمدېدو وخت رارسېدلی دئ. که چیري موږ همدې جنګ ته دوام ورکړو، موږ به خپل ځان لا کمزوری کړو، او خپلي ملي منافع به په خطر کي اچوو.

زه افغانستان ته د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کي ولاړم. هله د طالبانو ښورښ نه احساسېدی. کله چي ما په ۲۰۰۶ کي په مزار شریف کي د پولیسو د جلب او جذب لپاره یو مرکز افتتاح کاوه، امنیت دونه سم وو چي ما په ښار کي یوازي په شخصي موټر کي سفر کاوه، او یوازي توپنچه راسره وه. لدې مراسمو څخه راوروسته، د حضرت علي د جامع مولوی موږ ور دعوت وکړو. خو کله چي زه د دوهم کرت لپاره د اوباما د سرچ په دوران کي (۲۰۱۱) افغانستان ته خدمتي واستول سوم، په ښارونو کي د پخوا په شان چکر وهل یو خوب او خیال وو.

زما د دوهم خدمت په دوران کي کله چي به زه له بګرامه بهر وتلم، ما به ضد مرمۍ واسکټ او خولۍ اغوستې وه، او ډک توپک او توپنچه به راسره وه، او په ضد مرمۍ موټر (هاموي) کي به مي سفر کاوه. اوس چي څو کاله نور هم تېر سوي دي، موږ موفقیت ته نه یو نژدې سوي، بلکي له بري څخه ښه ډیر رالیري سوي یو.

په افغانستان کي زموږ نظامي حضور هغه هیواد د امن او امان کور نه دی ګرځولی،‌او نه ئې هم له افغانستانه د تروریسټانو تهدید راکم کړی دئ. نو لهذا په افغانستان کي امریکايي عسکر نور هم ساتل زموږ د وطن د امنیت سره مرسته نه کوي، بلکي په دوامداره توګه زموږ خزانه راتشوي، او د افغانستان بې انجامه او بې پایانه جنګ ابدي کوي.

څرنګه چي ټرمپ یو بزنس مېن دئ، هغه په تجارت کي تاواني معامله ژر کشفولای سي. له ۲۰۰۹ راهیسي، امریکا په افغانستان کي په یوه نظامي بن بست کي راګیره ده، خو زموږ هیڅ جمهورریس دا اخلاقي شهامت او عقل ترلاسه نه کړ چي متحده ایالات له افغانستانه راوباسي. زموږ د ملي منافعو او د فوج د قوت د ساتلو لپاره د ټرمپ لپاره بهترینه لاره دا ده چي د افغان جنګ ختم کړي، او زموږ عسکر راوباسي.

موږ کولای سو چي خپل وطن د تروریسټانو له تهدید څخه د قوي استخباراتو، ترصد، سي ای اې، فدرالي پولیسو، او محلي پولیسو په کومک حفاظت کړو. دا هم مهمه نه ده چي تروریستي تهدید به له افغانستانه وي، او که به له پاکستانه، افریقا او یا بل ځای څخه وي. زموږ استخبارات د دې قابلیت لري چي دا خطرات دفع کړي. خو اوس وروسته له ۱۷ کالو څخه یوه خبره ښه روښانه سوې ده، او هغه دا چي د افغانستان ۱۷ کلن ناکامه او ابدي جنګ باید ختم سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply