ډار: ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي. د کتاب کره کتنه /واحد فقیري

0 792

قریب یوه میاشت کي مخکي، د امریکا مشهور تحقیقاتي ژورنالیسټ، باب ووډوارډ، د جمهورریس ټرمپ په باره کي خپل دقیق کتاب خپور کړ. د ښاغلي باب ووډوارډ کتاب سمدستي په امریکا او جهان کي یوه غوغا جوړه کړه، او د ټرمپ او د هغه د پلویانو قهر ئې راوپاروی. لیکوال کاږي چي د دې کتاب د لیکلو په جریان کي ئې د سلهاوو عالي رتبه امریکايي چارواکو سره مصاحبې کړي دي، او اکثرو همدې مامورین د ټرمپ په حکومت کي مهم او حساس پوسټونه اشغال کړي دي. باید زیاته کړم چي دا لیکنه یوازي د افغانستان پر مسایلو باندي راڅرخي، او د کتاب له نورو مهمو برخو سره تماس نه نیسي.

د کتاب لیکوال د جمهورریس ټرمپ هغه نقل قول راخیستی دئ چي هغه د جمهوري ریاست د انتخاباتو په جریان کي باب ووډوارډ ته اظهار کړی وو. ټرمپ لیکوال ته ویلي ول،«که څه هم زه نه غواړم چي دا کلمه استعمال کړم، خو واقعي قدرت — ډار ایجاول دئ.»

باب ووډوارډ لیکي کلونه کلونه ټرمپ د افغانستان د جنګ یو مهم نقاد وو. هغه به مدام په افغانستان کي د امریکا پر مداخلې باندي انتقادونه کول، او حتی ریشخند ئې پرې واهه. په ۲۰۱۱ کي، ټرمپ د افغانستان د جنګ پر خلاف په ټویټر کي په پېخر انتقادونه شروع کړل.

د ۲۰۱۲ په مارچ کي،‌ هغه په یوه ټویټ کي لیکي ول،«افغانستان یوه کامله فاجعه ده. موږ پدې نه پوهېږو چي هلته څه کوو. هغوی، (افغانان) د نورو شیانو تر څنګ، موږ په سپینه ورځ شکوي.» په ۲۰۱۳ کي، ټرمپ په بل ټویټ کي لیکي ول،«راځئ چي له افغانستانه راووځو. زموږ عسکر هغه افغان را وژني چي موږ تمرینات ورکوو. موږ هلته په میلیارډو ډالره خاوري کوو. راځئ چي امریکا آباده کړو.» د ټرمپ بل ټویټ وايي،«موږ حکومت دونه احمق دئ چي په افغانستان کي په ملیارډو ډالره ضایع کوي، او کله نا کله همدا پیسې تروریسټانو ته رسېږي.» په بل ټویټ کي وايي،«زموږ کم عقلو مشرانو ته اجازه مه ورکوئ چي یوه داسي موافقه لاسلیک کړي چي موږ په افغانستان کي تر ۲۰۲۴ پوري وساتي، او ټول مصارف په امریکا پوري اړه ولري.»

لیکوال کاږي کله چي ټرمپ جمهورریس سو، او ښاغلی مک ماسټر د ملي امنیت مشاور سو، د ټرمپ او مک ماسټر تر مینځ ټکر حتمي سو. ځکه مک ماسټر په افغانستان او عراق کي خدمت کړی وو، او د ښورښ پر ضد ئې داسي کتاب لیکی وو چي اوس د امریکا په نظامي پوهنتونونو کي تدریسېږي. د مک ماسټر د کتاب اصلي مطلب دا دئ چي څرنګه د بل وینتام څخه مخنیوی وسي. جالبه خبره دا وه چي اوس ټرمپ افغانستان یو بل ویتنام باله، خو مک ماسټر کوښښ کاوه چي په افغانستان کي امریکايي عسکر وساتي.

باب ووډوارډ لیکي کله چي ټرمپ د افغانستان پر پالیسۍ باندي د تجدید نظر امر ورکړ، په سپینه ماڼۍ کي د ملي امنیت د مشاوریت، د خارجه وزارت مسول کسان، د دفاع وزارت استازي، د سي ای ې (سیاه) مامورین، او د امریکا د نورو ښکېلو ادارو چارواکي سره جرګه سول. هغوی څو سوالونه مطرح کړل. څه وخت به د افغانستان جنګ تمام سي؟ ایا یو سیاسي او دپلوماتیک حل ممکن دئ؟ په داسي حال کي چي طالبان د امریکا نظامي حضور نه غواړي، څرنګه به یو دپلوماتیک حل ممکن سي؟ څرنګه یو سیاسي سازش ممکن دئ؟ که چیري یو سیاسي حل پیدا سي، ایا ټرمپ به ئې ومني؟ ایا په افغانستان کي یو باثباته او دیموکراتیک حکومت ضروري دئ؟ امریکا د سیاسي حل لپاره څونه چمتو ده؟ تر ټولو مهم سوال دا دئ چي څرنګه پر امریکا باندي د بلي حملې مخنیوی وسي؟

پدې غونډو کي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت استازو ویل: د افغانستان حکومت په افغانانو کي مشروعیت نه لري. غیر قانوني اقتصاد او د مخدره موادو کاروبار د افغانستان د قانوني اقتصاد سره مساوی دئ، او د غیر قانوني اقتصاد زیاتره برخه د طالبانو په لاس کی ده. د افغانستان حکومت سخت فاسد او رشوتخور دئ. د امریکا پیسې او حمایت د کابل فساد حکومت دېته تشویقوي چي اصلاحات عملي نه کړي. د امریکا پیسې د افغانستان د نظام لپاره زهرجني سوي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویل چي د افغانستان تر نیولو راوروسته، سي ای ې (سیا) افغان جنګسالاران استخدام کړل. همدې وارلاډانو د سیا په پيسو خپل مخالفان نابود کړل.

مک ماسټر د دې مجلسونو لپاره څلور اهداف وټاکل، او هغوی ته ئې وویل چي پر دغو مسایلو باندي تمرکز وکړي، او جواب ورته پیدا کړي. ۱. داسي سیاسي ثباب چي پر سیاسي مصالحې باندي ولاړ وي، او د طالبانو سره سیاسي روغه جوړه تر لاسه کړي. ۲. افغان حکومت باید داسي اداري اقدامات وکړي چي د طالبانو مقابله وکړي. ۳. پر پاکستان باندي باید فشار زیات سي، ځکه پاکستان دوه مخې پالیسي غوره کړې ده، پاکستان هم زموږ سره دئ، او هم د طالبانو سره. ۴. په افغانستان کي اوسنی د ۳۹ ایتلافي ملکونو حمایت باید وساتل سي.

مک ماسټر غوښتل چي افغانستان ته له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پوري نور اضافه امریکايي عسکر واستوي. خو دامریکا لوی څارنوال (وزیر عالیه) د اضافه امریکايي عسکرو د استولو کلک مخالف وو. په همدې مجلسونو کي، لوی څارنوال جیف سشنس په قهر مک ماسټر ته وویل: ته هغه کار کوې چي ټرمپ ئې نه غواړي. موږ په افغانستان کي خپل عسکر او پیسې له لاسه ورکوو. په موږ کي به څوک دونه بهادر سي چي ټرمپ ته ووايي چي موږ افغانستان ته اضافه عسکر استوو، او موږ به هلته د څو نورو لسیزو لپاره پاته یو؟ که چیري موږ هغه ته دا ووایو،‌ هغه به لیونی سي.

لیکوال کاږي پدې وخت کي جمهوريپال سناتور لینډزي ګراهام افغانستان ته د اضافه عسکرو د استولو په منظور پر ټرمپ باندي فشار اچولی وو. ټرمپ او سناتور ګراهام درې ځله ملاقات وکړ. ګراهام ټرمپ ته وویل،«ایا ته غواړي چي افغانستان بیا په تیارو کي ډوب سي، او یو کرت بیا له افغانستانه پر امریکا باندي د سپټمبر د یوولسمي په څېر حملې وسي؟» ټرمپ په جواب کي ورته وویل،«کله به دا جنګ ختمېږي؟» ګراهام وویل،«دا جنګ هیڅکله نه ختمېږي. دا د خیر او شر تر مینځ جګړه ده. دا د حق او باطل تر منیځ شخړه ده. دا جنګ لکه د نازي المان پر ضد جنګ دئ. اوس، دا جنګ د راډیکال اسلام سره دئ. موږ هدف باید دا وي چي هیڅکله بیا پر امریکا باندي له افغانستانه حمله و نه سي. اضافه عسکر ته د بیمې په سترګه وګوره. خپلو جنرالانو ته غوږ و نه سه.» هغه علاوه کړه،«دا د ټرمپ جنګ دئ. تاریخ به نه مک ماسټر په یاد ولري او نه هم بینن. بلکي په تاریخ کي به ستا نوم ذکر یادېږي.» ګراهام ټرمپ وویل چي اشرف غني هر راز همکارۍ ته چمتو دئ. هغه غواړي چي په افغانستان کي د سي ای ې (سیا) فعالیت زیات سي. هغه چمتو دئ چي د متحده ایالاتو لپاره داسي اسانتیاوي برابري کړي چي موږ پدې وتوانوي چي له افغانستانه د استخباراتو د راټولو لپاره استفاده وکړو.

لیکوال لیکي پدې وخت کي لا ټرمپ افغانستان ته د نورو اضافه عسکرو د استولو سره سخت مخالف وو. هغه خپل مشاور، بینن،‌ ته وویل،«موږ باید داسي لاري پیدا کړو چي د افغانستان له لعنتي جنګ څخه ځان خلاص کړو. افغانان زموږ د وینو او پیسو لیاقت نه لري. ټول تر غوږ پوري په فساد کي ډوب دي. ناټو هیڅ نه کوي.»

کله چي ټرمپ او د کابینې نورو غړو په سپینه ماڼۍ کي د افغانستان په باب خبري شروع کړې، مک ماسټر خپل پلان ټرمپ ته وړاندي کړ. په مجلس کي ټرمپ خپه ښکارې دئ. وروسته له پنځو دقیقو څخه د ټرمپ حوصله پر سر راغله، او چیغه ئې کړه.«قریب ۱۷ کاله کېږي چي زه د افغانستان په باب همدا چرندییات اورم، خو هیڅکله مو کامیابي تر لاسه نه کړه. موږ نه سو کولای چي همدا زړه ستراتیژي تعقیب کړو. موږ ناکامه یو. دا یوه فاجعه ده. پاکستان کومک نه کوي. که څه هم موږ پاکستان ته په میلیارډو ډالره ورکوو، خو پاکستان زموږ ملګری نه دئ. د افغان مشران فاسد او رشوتخوره دي. هغوی د متحده ایالاتو څخه پیسې غلا کوي.» جمهورریس ټرمپ مک ماسټر او خپلو نورو جنرالانو ته په قهر وکتل او علاوه ئې کړل،«په افغانستان کي زموږ عادي عسکر تر تاسو ښه پوهېږي. د هغوی درک تر تاسو څو چنده ښه دئ. زه نه پوهېږم چي تاسي په څه لعنت باندي ګرفتاره یاست.»

پدې وخت کي، خارجه وزیر ټېلرسن وویل موږ باید افغانستان مجرد او یوازي و نه ګورو. موږ باید د مسلې سره منطقوي برخورد وکړو. د دفاع وزیر متیس وویل،«د افغانستان څخه د خلاصون چټکه لاره بایلات دي.»

ټرمپ مجلس ته وویل د هند صدراعظم موډي زما ملګری دئ. هغه راته وویل چي متحده ایالات له افغانستانه هیڅ شی نه ترلاسه کوي. هیڅ شی! افغانستان خورا زیات کانونه لري. خو امریکا استفاده نه ترې کوي. امریکا باید د افغانستان له کانونو څخه استفاده وکړي. ټرمپ زیاته کړه،«زه به تر هغه وخت پوري معامله و نه کړم،‌ څو موږ همدې کانونو ته لاسرسی پیدا نه کړو. موږ باید پر پاکستان باندي تر هغه وخت پوري خپل کومکونه بند کړو، تر څو ئې همکاري نه وې کړې.» (مخونه، ۱۱۵- ۱۲۸)

باب ووډوارډ لیکي چي د ۲۰۱۷ د اګسټ په میاشت کي په کمپ ډېویډ کي د امریکايي چارواکو یو بل مهم مجلس دایر سو. د امریکا د عدلیې وزیر سشنس له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل غوښتل. د سي ای ې (سیا) مشر مایک پامپیو غوښتل چي د نورو اضافه عسکرو د استولو په عوض کي دي د سي ای ې نقش لا پراخ سي، خو مک ماسټر د پخوا په شان د اضافه عسکرو استول غوښتل.

پدې غوڼده کي، د عدلیې وزیر وویل چي هغه په کانګرس کي زیات وخت تېر کړی دئ،‌ او مدام ئې اورېدلي دي چي په افغانستان کي امریکا فقط یو کال وخت ته ضرورت لري چي کامیابه سي. مګر زموږ جنرالان تل غلط ول. اوباما هم همدا وعدې وکړې، خو اوس ورته وګورئ چي موږ چیري یو. طالبان تر نیم زیات ملک کنټرولوي. همدااوس له افغانستانه راووځئ، نور بس دئ. مک ماسټر په جواب کي وویل زموږ اصلي هدف القاعده ده، او باید اجازه ور نه کړه سي چي بیا پر موږ باندي حمله وکړي.

لدې خبرو تر اروېدو وروسته، ټرمپ مجلس ته وویل،«زه د دې استدلال له اروېدو څخه ستړی سوی یم. ځکه تاسي کولای سئ چي د هر ملک په باره کي همدا استدلال وکړئ. تاسي تل وایاست چي داعش هر ځای موجود دئ، او هر آن کولای سي چي پر موږ باندي حمله وکړي. موږ نه سو کولای چي د جهان په ګوټ ګوټ کي و اوسو.» پدې مجلس کي ټرمپ خپلو جنرالانو ته مخ ور وګرځوئ او ورته وې وویل،«تاسو دا حالت ایجاد کړی دئ. دا یوه فاجعه ده. تاسي په افغانستان کي د رواني ګډوډۍ طراحان یاست. تاسي زرنګ خلګ یاست، خو زه باید تاسي ته ووایم چي تاسو دا مشکلات خلق کړي دي. تاسي پدې نه یاست توانېدلي چي دا پرابلمونه فیکس کړئ، بلکي تاسو شرایط لا خراب کړي دي. اوس تاسي غواړئ چي نور عسکر هم هلته واستوئ، تاسي پوهېږئ چي زه له اوله سره د دې جنګ مخالف وم.» ټرمپ لاسونه سره راغونډ کړل او علاوه ئې کړل،«زه غواړم چي راووځم. مګر تاسي ما ته وایاست چي نور هم په ننوځم.»

خو د دفاع وزیر میتس ورته وویل: څه چي تاسو وویل درست دي. تاسو د نښي مینځ وویشت. خو زموږ نوی اپروچ به د اوباما مصنوعي تقسیم اوقات په څېر نه وي، او زموږ قومندانانو ته به زیات صلاحیت ورکړه سي. که چیري موږ راووځو، د کابل حکومت سقوط کوي. کله چي موږ د شورویانو تر وتلو وروسته افغانستان خوشي کړ، هلته داسي شرایط حاکم سول چي القاعدې ته ئې د ودي چانس ورکړ. که چیري بیا هماغه کار وکړو، ښايي له افغانستانه تر پخوا لا ستري حملې راباندي وسي. که چیري حملې وسي، دا به یوه ستره فاجعه وي. هغه علاوه کړه همدااوس داعش په افغانستان کي حضور لري. څه چي په عراق کي واقع سول، په افغانستان به هم پېښ سي. هلته موږ راووتلو، خو داعش سمدستي پراخي سیمي لاندي کړې.

ټرمپ ورته وویل،«ایا ته زما څخه غواړې چي نور اضافه عسکر ور واستوم. زه به دا کار وکړم. خو زه اوس هم پدې باور یم چي ته په اشتباه کي ئې. زه نه پوهېږم چي ولي موږ هلته یو، او موږ هیڅ شی نه دي ترلاسه کړي. موږ هلته په میلیارډو ډالره مصرف کړي دي.»

د ۲۰۱۷ د اګسټ په میاشت کي، ټرمپ د مک ماسټر پلان تصویب کړ. خو د دې سند په مینځ کي دا هم لیکل سوي ول،«په افغانستان کي به بن بست دوام لري. طالبان به نوري سیمي هم لاندي کړي. کامیابي ناممکنه ده.» دا سند مک ماسټر لاسلیک کړی دئ.

لدې غونډی را وروسته، ټرمپ سناتور ګراهام ته ټیلفون وکړ او ورته وې وویل،«ته لومړی کس ئې چي ټیلفون درته کوم. ما د خپلو جنرالانو سره خبري وکړې. زه به د خپلو جنرالانو په خوله وکړم.»  ګراهام په جواب کي ورته وویل،«ریس صاحب، تاسو هوښیار کار وکړ.» ټرمپ ورته وویل،«دا یو سخت تصمیم وو. افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.» ګراهام په ټوکه ورته وویل،«زه خوشبخته یم. یو کتاب چي تاسي په خپل ټول ژوند کي لوستی دئ، هغه همدا کتاب دئ.» (۲۵۳ – ۲۶۰)

لیکوال کاږي خو افغانستان په دوامداره توګه ټرمپ زهیراوه. د ۲۰۱۷ د  سپټمبر په میاشت کي،‌ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د ازربایجان جمهورریس سره ملاقات وکړ. د ارزبایجان جمهورریس ټرمپ ته وویل چي چینایان په افغانستان کي د مسو په استخراج بوخت دي، او افغانستان زیات کانونه لري.

دې خبري ټرمپ سخت په قهر کړ. هغه ویل موږ په افغانستان کي په میلیارډو ډالر مصرفوو، خو هلته چین زموږ څخه مس غلا کوي. پدې وخت کي، اشرف غني هڅه کوله چي ټرمپ ته دا ووايي چي افغانستان کي زیات کانونه سته، او امریکا کولای سي چي په افغانستان کي زیاتي پیسې جوړي کړي. امریکا باید د افغانستان د لیتیم او نورو نادرو خامو موادو څخه پوره استفاده وکړي.

ټرمپ همدا نادر مواد او لیتم غوښتل. ټرمپ خپلو ملګرو ته وویل،«اشرف غني موږ ته د کانونو او نادرو موادو د استخراج بلنه راکړه. هغه موږ ته هر څه راکوي. ولي موږ دا کار نه کوو؟ زه چي تاسي ته ګورم،‌ تاسي لاس تر زنه ناست یاست، حال دا چي چینایانو چور ګډ کړی دئ.»

د جمهورریس‌ ټرمپ یوه مشاور ورته وویل،«صاحبه، داسي نه کېږي چي موږ بس هلته ورسو، او کانونه را وباسو. افغانستان د کانونو د استخراج لپاره هیڅ حقوقي نظام نه لري. د کانونو د استخراج لپاره هیڅ ډول زیر بنا نسته.»

ټرمپ په جواب کي ورته وویل،« موږ باید داسي کمپنۍ پیدا کړو چي هلته پانګونه وکړي. دا د کپټالیزم لپاره ستر فرصت دئ. ولي موږ هلته حاضر نه یو؟»

کله چي ټرمپ له نیویارک څخه واشنګټن ته راستون سو، هغه همدا پوښتنه یو ځل بیا له مک ماسټر څخه وکړه. ولي موږ د افغانستان کانونه نه راباسو؟ مک ماسټر په جواب کي ورته وویل،«صاحبه، موږ دا خبره د ملي امنیت په شورا کي مطرح کړې ده.» ټرمپ پر چیغه کړه،«زه کومه لعنتي پروسه نه غواړم. زه ستاسي څخه غواړم چي همدااوس هلته ولاړ سئ، او د دې کانونو چاره وکړئ. د افغانستان کانونه مفت دي.»

کله چي د متحده ایالاتو خارجه وزارت د کانونو مسله ارزیابي کړه، د خارجه وزارت متخصصینو وویل چي که چیري متحده ایالات دا کار وکړي،‌ دا به په جهان کي د افراطیانو لپاره د پروپاګند ښه وسله سي. هغوی به وايي چي امریکا راغلې ده او غواړي چي د افغانستان کانونه چور او غلا کړي.

کله چي مک ماسټر د افغانستان د کانونو د وزیري سره خبري وکړې، د افغانستان د کانونو وزیري ورته وویل چي چین چندان څه نه دي تر لاسه کړي. هغوی ته زیات امتیازات ورکړل سوي، خو هغوی استفاده نه ترې کوي.

مک ماسټر په بل مجلس کي وویل د تشویش خبره نه ده. افغانستان نه سړک لري، او نه هم زیربنا لري. اکثره کانونه په داسي لیري پرتو سمیو کي دي چي ورتګ ورته ډیر ګران دي. اکثره د طالبانو په سیمو کي دي.

لیکوال لیکي د ۲۰۱۸ په جریان کي جمهورریس ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په اړه بدبین سو. ټرمپ پدې برخه کي دوه کسه سخت ملامتول. اول شخص جمهورریس بوش وو، او ټرمپ به مدام ملنډي پرې وهلې. ټرمپ به ویل چي جورج بوش د افغانستان او عراق جنګونه شروع کړل.«هغه یو بد جمهورریس وو. د جنګ او تخریب شوقي وو. هغه غوښتل چي د جهان پولیس واوسي. او دا ټول جنګونه هغه پیل کړل.» دا ټول د هغه حماقت وو. دوهم سړی چي ټرمپ ملامت باله، هغه مک ماسټر وو. ټرمپ به ویل،«مک ماسټر یو احمق وو. عراقیانو وغولوی. زموږ جنرالان په بزنس نه پوهېږي. په ګټه او تاوان باندي نه پوهېږي. زه نه پوهېږم چي څرنګه مک ماسټر زه وغولولم، او زه ئې پدې قانع کړم چي اضافه عسکر افغانستان ته واستوم.» ټرمپ به د مک ماسټر پر واړه قد او د خبرو پر سټایل باندي مسخرې کولې، او د هغه پېښې به ئې کولې. ټرمپ به ویل،«مک ماسټر یو غولن شخص وو. هغه پخپلو خبرو باندي نه پوهېدئ. دا نظامیان صرف جنګ کولای سي. هغوی په بزنس نه پوهېږي. هغوی پدې نه پوهېږي چي جنګ څونه مصارف لري.»

پدې لنډو ورځو کي، ټرمپ د افغانستان په اړه خپل یوه مشاور ته ویلي دي،«افغانستان یوه فاجعه ده. افغانستان به هیڅکله په یوې عادي او نورمالي دیموکراسۍ باندي بدل نه سي. موږ باید له هغه ځایه پای پاکه راووځو.» (۳۰۷ – ۳۱۴)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply