د یوه وړ استازي په ټاکنه کې لاندې نقطې په نظر کې ولرئ

0 960

واحد ګل هاشمي 

کله هم چې په هیواد کې د ولسي جرګې یا ولایتي شورا ټاکنې کیږي په زیات شمیر کې خلک ورته نوماند کیږي. دوی ولس ته مخ په وعدو کولو پیل کوي او هر یو یې ولس ته وايي چې که زه تر واکه ورسیدم نو وطن به ټول ګل او ګلزار کړم. په دې وخت کې نو له ډیرو خلکو وړ اشخاص ورکیږي ځکه چې که څوک وړ او بااستعداده وي، د هغه او د ناوړه تر منځ هیڅ توپیر نه کیږي. ځکه دغه دواړه ډلې یو له بله د ولس سره ګرمې ګرمې وعدې کوي چې په دې سره ولس په تردد کې کې واقع کیږي چې د همدې له کبله ددې په ځای چې وړ شخص ته رایه وکاروي داسې یو چاته رایه کاروي چې په هیڅ ډول یې هیواد ته خدمت هدف نه وي او یواځې د خپل جیب ډکول یې هدف وي او استازولي چې یو لوی مسؤلیت دی د یوه تجارت په سرګه ورته ګوري.

راځو دې ته چې کوم څه دی چې له مونږ سره مرسته کوي تر څو مونږ په وطن، سولې، ابادي او پرمختګ مین شخص وټاکو، په لاندې ډول ځينې اړینې نقطې لیکل شوې دي:

لومړی، زده کړې: په اوسنۍ عصري نړۍ کې زده کړو ته تر هر څه زیاته اړتیا ده، ځکه چې که یو څوک زده کړې نه لري تر باسواده شخص یې فکر په اسانۍ په یوې موضوع نه خلاصیږي، نو د یوه استازي لپاره هم اړتیا ده چې لږ تر لږه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید د لسانس تر کچې زده کړې ولري. ددې تر څنګ د خپلې مورنۍ ژبې سره سره باید په څو یا یواځې په انګلیسي ژبې د افهام او تفهیم بشپړ حاکمیت ولري، یعنې په افغانستان کې تردې کچې لږ تر لږه بسنه کوي ځکه د ماستري تر کچې خلک ډیر کم پیدا کیږي.

دویم، استوګنه: د ټاکنو د کمپاین پر وخت شاید تاسې به داسې خلک هم وینئ چې بیخي به یې څهره درته نوې ښکاري. دلته دوه موضوعات کیدلی شي لومړی داسې خلک زیات شمیر په کوم ولایت کې چې دی نوماند وي هملته پاتې نه وي یا خو یې ټول ژوند له هیواده د باندې تیر وي او په لومړي ځل خپلې پلرنۍ سیمې ته راځې او یا خو په دننه هیواد کې ژوند په بل ولایت کې تیر کړی وي. داسې خلک زیات وخت تر هغو نوماندانو په خپلو دندو کې زیات موثر نه شي تمامیدای کوم چا چې ژوند په خپله پلرنی سیمه کې تیر وي ځکه هغه څوک چې په خپله سیمه کې رالوی شوی وي د خپلې سیمې په دودونو، کلتور، ستونزو او خلکو سره زیات اشنا وي.

دریم، پخوانی شالید: د مقالې دا برخه د هغو نوماندانو لپاره ده چې هغوي د بیاځل یا دویم ځل لپاره خپل ځانونه نوماند کړي وي. دداسې نوماندانو پیژندګلوي تر هغو نورو چې په لومړي ځل ځانونه نوماند کوي ډیره اسانه او ساده ده، ځکه دوی له ازموینې تېر وي په اصتلاح ازمویل شوي وي. مثلاً که چیرته یې د ټولې سیمې یا  د یوه ولایت لپاره په هراړخیز او په بې توپیر ډول یې ولس ته خدمت کړی وي بلکل ورته رایه ورکړئ او ملاتړ یې وکړئ.

هو!

که چیرته یې په تیره دوره کې د پام وړ لاسته راوړنې نه وي درلودلې نو دداسې شخص د بیا ځل ملاتړ څخه لاس په سر شئ او مه پریږدئ څوک چې دداسې چا ملاتړ وکړي، ځکه هغوي چې په تیر کې کومه توره نه وي کړې په راتلونکي کې هم د پرمختګ تمه مه ترې کوئ او نه یې درته کولی شي.

څلورم، تعصب: د هیواد زیات شمیر ولایتونو کې د ولسوالیو او قومونه په پرتله ورته د نوماندانو شمیر کم ورکړل وشی دی، د بیلګې په ډول که زه د پکتیا ولایت یادونه وکړه دلته ۱۴ ولسوالۍ دي او د پکتیا برخه په ولسي جرګه کې ۵ وکیلان دي. نو دلته اصلي موضوع ته متوجې کیدای شو چې که چیرته مونږ یو متعصب شخص ته رایه ورکړو نو هغوی بیا د خپل ځانګړي قوم لپاره کار کوي او پاتې زیات ولس پاتې کیږي چې په دې سره په لوی لاس انارشي ته زمینه سازي کیږي او مساوات له منځه ځي. نو اړتیا ده چې داسې څوک د استازولۍ لپاره وټاکو چې هغوي تعصبګر نه وي د ټولې سیمې خلک خپل وګني او یوه ته تر بله برتریت ورنکړي.

پنځم، په ولسي نرخونو پوه: که څه په پورتنۍ برخه کې دا موضوع یوڅه روښانه شوې خو، دا برخه لا ډیر وضاحت ته اړتیا لري. یو غوره استازی هغه دی چې نوموړی د خپلې سیمې پر ټولو ولسي او کلتوري نرخونو پوه وي او په کې معلومات ولري. د بېلګې په ډول په خوست، پکتیکا او پکتیا کې زیاتې ستونزې په ولسي دود یعنې نرخونو باندې خلاصیږي. دا چې نوماند تل د ولس سره په اړیکه کې وي نو کیدای شي دداسې ستونزې سره مخ شي چې هغه یواځې پر ولسي دود او نرخ خلاصیدلی شي، نو که په دې اړوند معلومات ولري ښه تر ښه، خو که چیرته په دې برخه کې عاجز وي نو امکان دې ولري چې ددې پر ځای چې ستونزه حل کړي لا یې خرابولی او لویه کولی شي، نو ویلی شو چې حتمي ده چې یو نوماند باید پر ولسي دود او ځینو کلتوري ارزښتونو پوه وي.

شپږم، دینداري، ایمانداري او صداقت: زما په آند دا برخې تر ټولو پورتنیو مهمې او اړینې دي، که چیرته یو نوماند دینداره، ایمانداره او صادق وي هیڅ ستونزه به رامنځته نه شي. که خدای مه کړه یو څوک بې دینه وي او د عقیدې له مخې کمزوری وي په دې باوري ووسئ چې هغه چې د لوی رب نافرماني کولی شي ستاسې خو په ښه جرعت سره کولی شي. همدا شان صداقت او ایمانداري هم مهمې برخې دي زیاتره وخت مونږ وینو چې ځینې استازي ډیره کم خپلې دندې ته حاضریږي او ټول وخت پر بې ځایه ساعتیریو تیروي، نو دداسې شخص له ټاکنې ډډه وکړئ. همدا شان صداقت هم یوه مهمه اړینه او خورا ارزښمنه برخه ده د بیلګې په ډول مونږ او تاسې به ډیر داسې استازي لیدلي وي چې هغوی چې واک ته ورسیږي نو سم دلاسه د خپلې کورنۍ غړي پر دندو ګماري یا پرمختیایي چارې یې متوازنې نه وي او د یوې ځانګړې سیمې یا قوم لپاره خدمت کوي او بل چاته یا نورو قومونه ته یې خیر نه رسیږي حال دا چې نوموړي ته د ټول ولایت مسؤلیت ورله غاړې وي نو دداسې اشخاصو له ټاکنې هم تېر شئ.

ډیر زیرک ووسئ چې داسې اشخاص واک ته ونه رسوئ چې بیا پر تاسو سوداګري وکړي. د یوه چا لنډ مهالو امکاناتو ته مه ګورئ، د یوه وړ شخص په ټاکنه کې د خپل ولایت ابادي په نظر کې ونیسئ خپله هم وړ شخص وټاکئ او نورو ته یې هم ورپه ګوته کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply