طالبانو ولې جنرال سکات مېلر ونه واژه؟

0 1,649

جاوید امیري

جنرال مېلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دئ، هغه څوک چې په افغانستان کې پر طالب وسلوالو د هوایي او ځمکنیو بریدونو قومانده ورکوي ، او د کندهار په برید کې د طالبانو له بریده روغ رمټ راوځي. جنرال مېلر په کندهار کې د جنرال رازق سره د ټاکنو په اړه په هغه غونډه کې حضور درلود چې په پای کې یې جنرال رازق او د کندهار د ملي امنیت ریس جنرال مومن شهیدان او والي ټپي شول خو جنرال مېلر ته هېڅ زیان ونه رسېد ، طالبانو تر برید یو ساعت وروسته دا برید د دوی د نفوذي غړي (ابودجانه) کار وباله او ادعا یې وکړه چې برید بریالی وو او هدف یې له منځه وړی دئ، اما دلته پوښتنه داده چې آیا جنرال مېلر دوی ته لوی هدف وو که جنرال رازق ؟

د ملي امنیت لوی ریس محمد معصوم ستانکزي پرون ورځ له رسنیو سره د برید په اړه تازه مالومات شریک کړل ښاغلي ستانکزي وویل چې بریدګر تر برید ۱۰ دقیقې وړاندې د ټلېفون په ذریعه له پاکستان سره اړیکه درلوده ، په ملي امنیت کې د مؤثقې سرچینې په قول چې دا ټلیفوني اړیکه یې اورېدلې وايي د بریدګر له خبرو ښکاري چې بریدګر لدې نه وو خبر چې په غونډه کې جنرال مېلر هم شتون لري کله چې بریدګر د جنرال مېلر له شتونه خبرېږي په پاکستان کې له طالب مشر مولوي شیرین سره چې دا برید یې طرحه کړی وو اړیکه نیسي او د جنرال مېلر له شتونه یې خبروي، مولوي شیرین څو ځله په تاکید سره بریدګر د جنرال مېلر له وژنې منع کوي او ورته وایي چې مېلر ته باید د وېښته اندازه زیان هم ونه رسیږي.

بریدګر هم مولوي شیرین ته اطمینان ورکوي او لس دقیقې وروسته کله چې جنرال سکات مېلر طیارې ته پورته کیږي بریدګر پر جنرال رازق ډزې کړې او د جنرال رازق په ګډون دری تنه په شهادت رسوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply