Browsing Tag

بریال حبیبي

ولې غمجنه او غوسه ټولنه؟

ویلي کېږي چې آلماني ارواپوه ـ کارن هورنای به کله کله خپلو ناروغانو ته لاندني دوه اصطلاحات هم تشریح کول: ۱ـ واقعي ځان یا Real Self؛ ۲ـ تصوري ځان یا Ideal Self؛ دده په باور واقعي ځان هغه دروني ځواک دی، چې زموږ د واقعي اړتیاوو د لټولو و…

انقلاب (۴مه او وروستۍ برخه) ـ لنډه کیسه

یوه شپه یوه لاس په ماشومانه لیک د علي دوی د کور په دروازه ولیکل: ښه خلک په کورونو کې نه دې پاتې شوي! او بله شپه یوه بل لاس تر هغه لاندې ولیکل: مرګ په خاین! علي په ژړا د مور لمن ونیوه، ویې ویل: آخر ولې؟ ولې پلار کور پاتې دی؟ مور یې…

انقلاب (لنډه کیسه) – درېیمه برخه‎

د علي غم له هغه وروسته نور هم زور شو، چې کوڅه تشه شوه. پخوا به چې هر کله علي، مهدي، جعفر، تقي، محمود او... فرصت وموند، سره راټولېدل به، خبرې و لوبې به یې سره کولې یا به یې ډلییز کتاب لوسته او یا...؛ خو اوس ورو ورو علي پوه شو، چې د نورو…

انقلاب (لومړۍ برخه)

انسانان لکه موږکان هغسې شوي وو... . دوی له دېوالونو سره جوخت تلل، بې غږ وغوږه او له یو بل سره به یې هم ډېرې ورو ورو خبرې کولې؛ داسې وو، چې تا به ویل د ازموینې صحنه کې کښېنستي دي. که دې چېرې تر شا کتلي او یا دې په سترګو کې هم له کوم چا…

د زړه تړلو نظریه

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان، انګرېز ارواپوه جان بالبي ته مسؤلیت ورترغاړې کړ چې د یتیمو او بې ځایه شویو ماشومانو رواني وضعیت وڅېړي. بالبي هغه وختونه دوه څلوېښت کلن وو، چې په دغه پروژه یې تحقیق (رواني روغتیا او…

ولې عقاید نشو بدلولای

فرض کړئ چې ستاسو په کورنۍ کې کوم داسې څوک شته، چې هم مو بد ترې کېږي او هم یې عقاید ستاسو له هغو سره ۱۸۰ درجې توپیر لري؛ اوس همدا کس هڅه کوي چې تاسو یوه اختلافي مسئله کې قانع کړي؛ خو که وکتل شي، نو د نوموړي دا هڅه که له یوې خوا ستاسو په…

د دیکتاتورۍ ټولییزه روحیه

په افغانستان کې له لاندنيو حالتونو سره موږ ټول بلد یو: نانوایي ته ورځو، په ډېره عاجزي سره د څو ډوډیو غوښتنه کوو او معمولاً نانوای ته دا هم نه وایو چې موږ ته په کوم کیفیت ډوډۍ پخه کړي؛ چې هر څه له تناره راوختل، په سر سترګو یې منو، پیسې…

بدگماني‎

د بنسیویل ډېریو خلکو باور لاره، چې کورا سپیندلر قاتله او د پلان له مخې یې خپل خاوند ـ فرد سپیندلر وژلی دی؛ خو  د قتل د انګېزې په ناڅرګندتیا سربېره داسې هم نه وو شوي چې کوم څوک دې دا په علني توګه په دغه جنایت، تورنه وبولي. که رښتیا شي مرحوم…

فکر‎

په ځینو ټولګیو کې وخت نا وخت له زده کوونکو څخه پوښتم چې: ((له تاسو نه څو کسه فکر کوي، چې تر راتلونکو دېرشو کالونو پورې د زندانونو د تړل کېدلو امکان شته؟)) کله چې ټول پر دې ډاډمن شول، چې ټوکې نه کوم؛ نو معمولاً یو پکې په داسې ډول راباندې…

قاطعیت او باور

دوکتور نورمن وینسینټ پیل کیسه کوي، لیکي: یو ځوان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شو او بیا په کار پسې ووت...؛ یوه ورځ د ورځپاڼې د ګمارنې ستون کې لولي، چې یو شرکت داسې کارمند ته ضرورت لري چې ذکر شوي شرایط یې د نوموړي له وړتیاوو و مهارتونو…