انقلاب (لومړۍ برخه)

ژباړه: بریال حبیبي

313
انسانان لکه موږکان هغسې شوي وو… .
دوی له دېوالونو سره جوخت تلل، بې غږ وغوږه او له یو بل سره به یې هم ډېرې ورو ورو خبرې کولې؛ داسې وو، چې تا به ویل د ازموینې صحنه کې کښېنستي دي.
که دې چېرې تر شا کتلي او یا دې په سترګو کې هم له کوم چا نه څه پوښتلي وای، له ژوند نه به دې لاسونه وینځل.
علي چې به کله وړاندې تر دې غوښتل، کوڅه کې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي او یا د کوڅې د هاغه سر په نانوایي کې ډوډۍ واخلي، له خپل پلار نه به یې اجازه اخیستله؛ خو اوس مودې شوې وې چې پلار یې په کار، کار نه درلود، نه ورته غوسه کېده، نه یې د پاتې درسونو او کورنيو کارونو په اړه پوښت او نه به یې پر سر د مینې و مهربانۍ لاس راکښود؛
آن د پلار په کاته کې یې لکه د هغو وختونو نه داسې څه وو، چې څوک دې ترې ووېرېږي او یا دې د چا زړه پرې ګرم شي.
تا به ویل چې د علي پلار نور د علي پلار نه دی؛ خو علي بیا پر دې خورا غمجن وو، چې پلار یې همداسې پرې ایښی او په هیڅ کار یې کار نه لري…
پلار به په وړوکې کوټه کې کښېنسته یا به یې څه شی لیکل یا به سر پر زنګنونو وو او سوچونه به یې وهل او یا به یې راډیو اورېده؛ خو د راډیو غږ به هم هغومره ورو وو، چې که چېرې دې غوږ پرې نه وای ایښی، څه شی دې نه شوای اورېدلای.
دی به کله نا کله د شپې له کوره ووت، خو خورا بې غږوغوږه و پټ او تا به ګومان کاوه، چې له علي نه هم وېرېږي.
مور به بیا هم د کور کارونه کول، خو خدای حاضر دی چې کله یې هم په شونډو موسکا رانغلله.
علي په هیڅ شي نه پوهېده؛ ډېره هڅه یې وکړه، چې پوه شي؛ خو دا نو آسان کار نه وو، ځکه هیچا هیڅ نه ویل.
هغه وختونه چې ښوونځي نه وو تړلي، لږ تر لږه له ماشومانو سره به غږېده؛ البته ډېر ورو ورو او اوس نو ده هم زده کړي وو، چې ورو خبرې وکړي؛
ښاغلي ښوونکي او آغلې ښوونکې هم همداسې وې؛ خو چې وروسته یې د ښوونځیو دروازې وتړلې، یوازې علي او د کوڅې ماشومان سره پاتې شول… هغوی هم په څه نه پوهېدل.
د تقي د پلار مودې شوې وې، چې تللی او بیا نه وو راغلی؛ مور یې په پټه ژړل، خو څه به یې نه ویل.
د اصغر مشر ورور چې د کوڅې آیسکریم پلورونکی وو، هم ورک وو؛ د اصغر مور به په پټه خوله ژړل، خو څه یې نه ویل.
خلک تلل و راتلل، خو نه یې هغه پخوانی راتګ وو او نه یې هاغسې تګ؛ د ټولو په سترګو کې اوښکې وې او ټول چوپ وو.
که چېرې اکبر کاکا راغلی او آیسکریم یې هم راوړي وای، نو د خوراک زغم به یې له چا سره پاتې وو؟
هاغو وختونو کې به سهار د وخته د تقي پلار راغی، د علي دوی دروازه به یې ور وټکوله، ورته وبه یې ویل:
محسن خانه، چمتو یې؟
او د علي پلار ـ محسن خان به دوې زینې یوه کړې او راښکته به شو؛ د تقي پلار موټر لاره، د علي دوی په کوڅه کې یوازې د تقي پلار موټر درلود.
سهار به یې د کوڅې له هستوګنو موټر داسې ډک کړ، چې هیچا به پکې سواره خلک نه شوای ګڼلای او بله دا چې له هماغه موټر نه به څه د ټوکو و خنداګانو آوازونه راپورته کېدل؟
تېرې شوې وې، هغه ښې ورځې نورې تېرې و تمامې شوې وې؛ نن سبا محسن خان دندې ته نه تله او د تقي پلار هم نه وو، چې راشي، ورغږ کړي او موټر کې ځله سواره شي.
علي یوازې پر دې پوهېده، چې هیڅ ښه خبره نه شي اورېدلای، ټول وېرېږي او ښایي چاغو و وږیو پېشوګانو هلته و دلته کمین کړی وي، تر څو په مناسب وخت کې راټوپ او چوپ و سرښکتي موږکان ټینګ او له ځان سره یوسي؛
او که رښتیا راباندې وایئ، همداسې وهم شول!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.