د دیکتاتورۍ ټولییزه روحیه

بریال حبیبي

359
په افغانستان کې له لاندنيو حالتونو سره موږ ټول بلد یو:
نانوایي ته ورځو، په ډېره عاجزي سره د څو ډوډیو غوښتنه کوو او معمولاً نانوای ته دا هم نه وایو چې موږ ته په کوم کیفیت ډوډۍ پخه کړي؛ چې هر څه له تناره راوختل، په سر سترګو یې منو، پیسې ورکوو او ځو… .
کله چې ډاکټر ته ورځو، هلته هم همداسې عاجزه کښېنو تر څو هغه رانه پوښتنه وکړي؛ خو پوښتنې و ځوابونه څه، آن دا جراءت هم نه کوو، چې ورته ووایو؛
ډاکټر صېب محترم:
دغه ټابلیټ زما د کومې ستونزې لپاره دي، هغه آمپول د څه شي او دې ته په پام چې زه د وینې فشار لرم، پلاني درمل خو به ما ته زیان نه لري؟
کله چې ښاروالي ته ورځو، هالته هم په ډېر په ټیټ سر خپله غوښتنه وړاندې کوو؛ که چېرې کوم مدیر زموږ عریضه رد کړي، په غالب ګومان نه پوښتو چې و مدیر صېب؛
د کوم فرمان، طرزالعمل، مصوبې او یا… پر اساس؟ بلکې بیا په ډېره عاجزۍ سره تکراروو چې مدیر صېب؛
تاسو یو لطف وکړئ!
دغسې او دې ورته لسګونه نور حالتونه زموږ ـ افغانانو د ژوند هره ګړۍ کې ننداره کېدلای شي.
البته ددې برعکس هغه زه چې په نانواني، درملتون او ښاروالي کې سرټیټی ګرځم، پخپل کاري مؤقف کې په خلکو حکومت کوم یعني: فرض کړئ زه د مشتریانو خدماتو برخه کې کار کوم… کله چې کوم څوک اړیکه نیسي او تر یوې ـ دوو ډېرې پوښتنې وکړي، له نه زړه ورته غږېږم او یا ټلیفون قطع کوم.
پورتني ټول حالتونه د هغې ټولنې تصویرونه دي، چې خلک پکې له دیکتاتورانه چلند نه مالامال شوي؛ په دا رنګه ټولنو کې خلک په ډېریو موقعیتونو کې محکوم او سرټیټي، خو فقط و فقط په هغه یوه حالت کې حاکم او په لوړه طبقه کې حسابېږي، چېرته چې دی دنده و مسؤلیت لري.
داسې نو د دیکتاتوري کولو او دیکتاتوري منلو ساه زموږ په ټول ژوند کې پوکېږي.
په دغسې ټولنه کې که په اوونۍ کې یو ځل ټاکنې هم وکړو، دیموکراته او آزادخیاله نه شي کېدلای؛ ټاکنې به یې تر ډېره نمایشي وي، حاکمان به پکښې مداخله کوي او کوم څوک به یې تر محکمې پورې هم نه شي راکش کولای.
اوس کیسه اپوټه کړئ:
که چېرې هر څوک یوازې و یوازې په یوه حالت کې ـ چې دی دنده او مسؤلیت لري. ـ محکوم یعني ځواب ویونکی وي، هغه وخت به په هغو نورو ټولو حالتونو کې حاکم نه وي، چېرې چې یې له نورو سره سروکار پېښېږي؟
په دا رنګه ټولنه کې هر فرد یوازې په یوه حالت کې محکوم او په نورو ټولو کې حاکم دی او په یوه داسې ټولنه کې به ژوند ډېر په زړه پورې نه وي؟
دویمي ټولنه په قطعي توګه یوه دیموکراته و آزادخیاله ټولنه ده، آن که حکومت یې شاهي وي او هلته ټاکنې ترسره نه شي؛ نو ځکه ویلای شو، چې رښتینې ډموکراسي په انتخاباتو پورې هیڅ اړه نه لري او انتخابات خو یوازې و یوازې د قدرت د دوران یو تجربه شوی ډول دی.
یو نامنتخب خو ځواب ویونکی پاچا قطعاً تر هغه جنرال ډېر دموکرات دی، چې په فرمایشي انتخاباتو سره واک ته رسېدلی وي.
نو دموکراسي یوازې و یوازې زموږ و ستاسو په چلند کې په ډېر واړه بدلون سره رامنځته کېږي یعني دا چې هر چېرته په هر مؤقف کې یو، ځواب ورکوونکي واوسو؛ خو داسې روحیه چېرته را پیدا کېږي؟
کور او ښوونځی!
د هغه ښوونیز نظام لومړنۍ پایله چې په هغه کې فقط و فقط ښوونکی، غږېدونکی او زده کوونکی فقط و فقط اورېدونکی وي، ترمېنځ یې یو ډول دیکتاتورانه اړیکه رامنځته کېږي؛ د ارواپوهنې قاعده داده چې دیکتاتوران د ضعف حالت کې سلطه منونکي او ددې برعکس بیا د قدرت حالت کې سلطه کوونکي وي.
که چېرته د یوې ټولنې په ټولو اداري و نااداري دندو و فعالیتونو او ټولو ورځینو تعاملاتو کې په یو ډول نه یو ډول دیکتاتوري ترسره کېږي، لامل یې دادی چې په ښوونځیو و کورنیو کې له هوغه ماشوموالي نه په ښکاره و پټ او یا رسمي و ضمني ډول سلطه منل راښودلي شوي او پایله یې هماغه پروني ماشومان او د نن ځوانان دي، چې د ډېر کم قدرت په ترلاسه کولو سره دیکتاتوري کولو ته مخه کوي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.