ولې غمجنه او غوسه ټولنه؟

بریال حبیبي

434
ویلي کېږي چې آلماني ارواپوه ـ کارن هورنای به کله کله خپلو ناروغانو ته لاندني دوه اصطلاحات هم تشریح کول:
۱ـ واقعي ځان یا Real Self؛
۲ـ تصوري ځان یا Ideal Self؛ دده په باور واقعي ځان هغه دروني ځواک دی، چې زموږ د واقعي اړتیاوو د لټولو و کسبولو لپاره هڅه کوي او؛
تصوري هغه بیا د هغو ټولو (باید)ونو حاصل و پایله ده، چې په تدریجي توګه زموږ په درون کې د محیط و جامعې له لوري ترزیق شوي وي؛ لکه:
ته باید ډاکټر شې!
ته باید پیسه داره شې!
ته باید وزن کم کړې!
ته باید دنده ومومې او…!
له آره (باید)ونه په ناروغو و مسمومو ټولنو کې له ډېریو انساني واقعیتونو نه انکار کوي او له هغوی نه داسې انځور سازوي چې له رښتیني انسان سره هیڅ ورته والی و نژدېوالی نه لري.
همداسې یوه ټولنه په خیال کې راولئ؛ یوه ډله خلک شرمېږي، ځکه ګوري چې هغه څوک چې باید وای، له هغه نه ډېر لرې دی او یوه بله ډله خلک بیا؛
ناراضه!
ځکه هڅه یې کړې او تر هغه ایډیاله/ تصوري ځانه پورې رسېدلي، خو اوس یې په فکر کې ورګرځي چې ښآ؛ هغه څوک چې یم، هغه زه نه یم چې ما غوښته او هغه چې فکر مې کاوه، زما غوښتنه ده، د ټولنې هغه وه او په تکرار، تاکید و تائید یې زما په ذهن داسې اغېز کړی چې د هغوی د رښتینوالي او نارښتینوالي تشخیص له امکانه وتلې خبره وه.
پورتني بحث ته په کتو په دا رنګه ټولنو کې په واقعي و تصوري ځان سربېره منفور یا Dispised شخصیتونه هم رامنځته کېږي؛ کارن هورنای زیاتوي:
انسانان دلته یوې معاملې ته ننوزي؛ دوی تصمیم نیسي چې له باندنیو قوانینو و ارزښتونو په دې هیله پیروي وکړي، چې پخپله خوا او شا نړۍ او… ډېر کنترول ولرلای شي؛ خو هغه څه چې له دې نه حاصلېږي، یوه غمجنه او عصبي ټولنه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.