د زړه تړلو نظریه

بریال حبیبي

355
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان، انګرېز ارواپوه جان بالبي ته مسؤلیت ورترغاړې کړ چې د یتیمو او بې ځایه شویو ماشومانو رواني وضعیت وڅېړي.
بالبي هغه وختونه دوه څلوېښت کلن وو، چې په دغه پروژه یې تحقیق (رواني روغتیا او مورنۍ څارنه) ترسره کړ؛  نوموړی په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې د ۸۳ کلنۍ په عمر وفات شوی؛ خو که له یوې خوا دده راوروسته نور څلور لسیزې ژوند له خپلې دغې څېړنې ډېر اغېزمن وو، نو له بلې خوا هاغو وختونو کې په غالب ګومان دی هم پر دې نه پوهېده چې یاده څېړنه به ورته د شلمې پېړۍ د ارواپوهانو مېنځ کې ځانګړی ځای ورکوي.
جان بالبي پخپلو څېړنو کې عاطفي پیوند یا په ساده ډول زړه تړلو (Attachment) ته خورا ډېر پام کړی او په دې برخه کې پر دې باوري وو چې، د زړه تړلو رامنځته کېدنه او د عاطفي پیوندونو رغول زموږ ـ د ټولو انسانانو له غریزوي و بیولوژیکي اړتیاوو نه ګڼل کېږي.
البته تر دې ځایه د ده په څېړنو کې هم نوې خبره نه وه؛ ځکه ستاسو  به یاد وي چې؛ لکه: ابراهام مزلو او ډېریو نورو ارواپوهانو هم د عاطفي تړاو او ورته نورو مسایلو اړوند بېلابېلو وختونو کې ګڼ بحثونه کړي دي؟
خو د ده په څېړنو کې لاندني دوه ټکي داسې وو، چې راوروسته نورو مطالعاتو و څېړنو ته یې لاره هواره کړه؛
۱ـ امنیت:
موږ عاطفي تړاو د امنیت د هغه احساس له مخې غواړو، چې ترې رامېنځته کېږي؛ د امنیت احساس د بالبي د څېړنو کلیدي موضوع ده او آن د ژوند آخره کې یې دې برخه کې د (A Secure Base) په نوم یو اثر هم وکېښ.
۲ـ زموږ ظرفیتونه و توانایۍ ځله توپیر لري:
بالبي ټینګار کوي چې که څه هم دغه تړاو زمونږه ټولو مشترک دی، خو ددې اړتیا په ارضاء کولو کې زموږ ظرفیتونه و توانایۍ په یوه کچه نه دي؛ نو له همدې امله کله چې ظرفیتونه و توانایۍ سره بېلېږي، همداسې زموږ و ستاسو د عاطفي اړیکو و پیوندونو په ایجاد، د پالنې لارو چارو او مدیریت کې ځمکه و آسمان توپیرونه پېښېږي.
دده د تکامل د نظریې له مخې رواني روغتیا او همدارنګه رفتاري ستونزې تر ډېره د ماشومتوب په دورې پورې اړه لري  او ماشومان ددې لپاره چې ژوندي پاتې شي، له نورو سره د پیوندونو و عاطفي اړیکو د ایجاد بیولوژیکي (ارثي) ځانګړنې لري؛ خو پر دې سربېره:
له نږدې اړیکو نه زموږ معلومات، له هرې اړیکې نه زموږ انتظارات او له مشابه اړیکو نه زموږ تجربې هم هغه لاملونه دي، چې زموږ هر یوه د زړلو په سبک او د اړیکو په مدیریت خپلې خپلې اغېزې لري.
کله چې بالبي خپله نظریه مطرح کړه، ورپسې نورو خلکو په عاشقانه و کاري ډلو کې هم انکشاف ورکړ.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.