ولې عقاید نشو بدلولای

بریال حبیبي

308
فرض کړئ چې ستاسو په کورنۍ کې کوم داسې څوک شته، چې هم مو بد ترې کېږي او هم یې عقاید ستاسو له هغو سره ۱۸۰ درجې توپیر لري؛
اوس همدا کس هڅه کوي چې تاسو یوه اختلافي مسئله کې قانع کړي؛ خو که وکتل شي، نو د نوموړي دا هڅه که له یوې خوا ستاسو په قانع کولو کې بې اغېزې کېږي، نو له بلې خوا دا چاره ددې سبب هم ګرځي چې تاسو دې پخپلو عقایدو لا محکم او نور هم ډاډمن شئ.
د امریکا متحده ایالتونو کې په دې اړه په دموکراتانو او جمهوري پلوو یوه څېړنه وشوه؛ دواړو ډلو ته یې وویل چې تاسو باید تر دریو اوونیو پورې یوازې و یوازې د خپلې مخالفې ډلې اړوند خبرونه له بېلابېلو خبري سرچینو (راډیو و تلوېزیونونو، ورځپاڼو او…) نه واورئ، ووینئ او ولولئ.
دغه کار وشو او داسې هیله وه، چې له دریو اوونیو وروسته به د دواړو ډلو ترمېنځ شته تعصبات لږ و ډېر راکم او مقابل لوري ته به تمایل وښایي؛ خو وروستنۍ پایله برعکس وه او په غالب ګومان تر پخوا ډېر متعصب شول.
د سیاسي مناظرو بنسټ و اساس هم همدا دی؛ تر اوسه پورې مو لیدلي، چې کومه مناظره دې یوې پایلې ته ورسېږي؟ او یا دې د مناظرې یو لوری قانع او ودې وایي چې هو، تا رښتیا وویل؟
نه، داسې نه دې شوي او راتلونکې کې به هم ونه شي.
مناظرې ددې لپاره نه دي، چې مقابل لوری قانع کړي؛ بلکې ددې لپاره ترسره کېږي چې هغه خلک چې د خپلې موافقې فکري جبهې په درست والي شک لري، شک یې په یقین بدل شي.
دغې پدیدې ته په عامه اړیکو و اقتصاد کې معکوس اغېز ویلی کېږي؛ په ټولییز ډول معکوس اغېز دې ټکې ته اشاره کوي چې که چېرې له کوم داسې چا سره خبرې کوئ، چې په ډېر عمیق ډول په کوم شي باور لري او یا داسې حقیقتونه بیانوئ، چې په بشپړه ډول د نوموړي له باورونو سره په ټکر کې دي؛ نو نه شئ کولای چې د هغه نظر بدل کړئ، بلکې په غالب ګومان په دې کار سره له ده سره مرسته کوئ چې خپل مخکني باورونه یې نور هم ځواکمن شي.
په یوه منطقي او ایډیاله نړۍ کې چې کله انسانان له داسې شواهدو سره مخ کېږي چې د دوی له عقایدو سره ټکر لري، لومړی هغه ارزیابي او څېړي او بیا خپلو باورونو ته له هغوی سره تطابق ورکوي؛ خو واقعیت دا رنګه نه دی او خلک ددې پر ځای چې پخپلو عقایدو شک وکړي، نوي معلومات ردوي او وړاندې له وړاندې یې په اړه موضع نیسي.
خو ولې معکوس اغېز رامنځته کېږي؟
کله چې کوم څوک له داسې شرایطو سره مخ شي، چې فکر وکړي اوسني نظرونه، باورونه او… یې غلط و ناسم (په ځانګړي ډول کله چې دغه باورونه او… دده هویت و ایدلوژي تر پوښتنې لاندې راولي.) دي، د خطر احساس کوي، چې وروسته همدا منفي احساسات د نویو معلوماتو په انالیز و بیا منلو باندې منفي اغېز ترسره او برعکسه تجربه پېښوي.
که مو فکر وکړ چې مقابل لوری مو ناسم باورونه لري، په مستقیم ډول یې په نویو معلوماتو له رد نه تېر شئ؛ بلکې له ده نه وغواړئ، چې خپل استدلال درته توضیح او تاسو قانع کړي؛
په دې سره دی پخپله د خپل استدلال کمزوریو ته متوجه کېږي او تاسو د خپل فکر د وړاندې کولو فرصت مومئ.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.