یوه شپه یوه لاس په ماشومانه لیک د علي دوی د کور په دروازه ولیکل:
ښه خلک په کورونو کې نه دې پاتې شوي!
او بله شپه یوه بل لاس تر هغه لاندې ولیکل:
مرګ په خاین!
علي په ژړا د مور لمن ونیوه، ویې ویل:
آخر ولې؟
ولې پلار کور پاتې دی؟
مور یې کښېنستله، ویې ویل:
دا خو دې د پلار ګناه نه ده!
علي وویل:
دا مې د پلار ګناه ده؛ زه پوهېږم، ټول پوهېږي؛ نور ماشومان له ما سره نه غږېږي، آن سلام ته مې ځواب نه راکوي؛ ودې نه لیدل، چې زموږ د کور په دروازه یې څه لیکلي وو؟
زه له غوسې مرم، مورې؛ … ډېر… ډېر د شرم ځای دی، مورې…!
مور د علي سر په سینه پورې ونیو، لاس یې پرې راښکود، ویې ویل:
په خدای قسم دا دې د پلار ګناه نه ده؛ پلار دې هم لکه هغوی ټول هغسې دی، ته نه شې پوهېدلای؛ دا هیڅ خبره نه ده چې نور ماشومان دې له تا سره نه غږېږي او یا دې په دروازه هغه و دغه لیکي؛ بلکې مهمه داده چې ته پر دې باور وکړې چې پلار دې نه کوم بد سړی دی او نه یې تر چا څه شی کم دي… .
خو علي باور نه شوای کولای؛
علي پر دې باور وو، چې ښه پلرونه وړي او بد هغه یې پاتې کېږي… .
علي به ولاړ، د وړوکې کوتې ور به یې نیم کښه کړ او تر ډېره به یې پلار ته کتل؛ پلار به آرام ناست وو او څه شی به یې لیکل.
علي غوښتل پلار ته هماغه خبرې وکړي، چې په کوڅه کې ماشومانو سره کولې؛ زړه یې وو، دا ووایي چې: مرګ په خاین؛ خو جراءت یې نه شوای کولای.
ورځ تر بلې د علي غم نور هم ډېر او د یوازیتوب قفس یې لا تنګېده.
یوه شپه یوې ډبرې د پخلنځي هېنداره ماته کړه؛ د هېندارې پر ځای علي درد وزغمه او همداسې مات شو، ځان ته یې وویل:
کاشکې، زه د مهدي پر ځای وای او یا د محمود، حسن، حسین او یا تقي پر ځای؛ کاشکې زه له ځان نه پرته د بل هر چا پر ځای وای!
که د دوی یوه پر ځای وای، د شپې به له نورو سره کښېنستلی او د خپلو مېندو و پلرونو او وروڼو د وړلو کیسې به مو سره کولای شوای، لوبې به مې ورسره کولې او سره غږېدو به… .
علي د بې پلارۍ په غم خبر وو او د هغو ماشومانو کیسې یې لوستې او اورېدلې وې، چې پلرونه یې نه وو؛ خو د پلار لرلو په غم نه پوهېده، د پلار لرلو لوی غم یې نوی نوی پېژاند؛ دا خورا نوی غم وو، په یوه کتاب کې یې په اړه څه نه وو لیکلي شوي او هیچا ویلي هم نه وو چې پلار لرل د شرم سبب هم کېدلای شي.
علي لکه شمع، اوبه کېده،
د شمعې غوندې یې ژړل او لکه شمع سوځېده؛ خو هیڅ یې نه شوای کولای.
یوه ورځ سهار وختي چې علي له کړکۍ نه کتل، د کوڅې سر کې دوه موټرونه ودرېدل؛ اته کسه وو، علي ورته ځیر شو، د هغوی څېرې و حرکات داسې ښکارېدل، لکه څرنګه چې نورو ماشومانو ویلي وو.
دوه کسه د کوڅې سر کې ودرېدل او شپږو نورو یې کوڅې ته رامنډه کړه.
علي ژر له ځان سره وویل:
له پلاره پرته مو کوڅه کې بل هیڅ نارینه نه دی پاتې شوی؛ خدایه، مرسته وکړه او هغوی زموږ دروازې ته راواستوه!
خلک د علي دوی د دروازې مخې ته راورسېدل.
علي د زړه دربهاری اورېده، داسې آوازونه یې کول لکه د یوه ډېر لوی ډول، بېخي لوی ډول؛ ټول بدن یې رېږدېده.
د علي دوی کور په دویم پوړ کې وو؛ ښکته، دوه دکانونه وو او د هغوی مېنځ کې یوه دروازه او بیا څو زینې.
خلکو لوړ وکتل، علي ته خندا ورغله، د زړه له تله یې وخندل؛ علي وره ته ورغی، ور یې خلاص کړ او په زینو کې ښکته شو؛ لویه دروازه یې خلاصه کړله او د هغو خلکو پر وړاندې ودرېد، چې له ټوپکو سره تیارسۍ ولاړ وو.
علي بیا هم وخندل.
یوه علي په سینه کې وواهه او علي همالته ولوېد؛ علي په درد کې وخندل، ویې ویل:
پلار مې غواړئ؟
بل وویل:
پلار دې څه نومېږي؟
ورته ویې ویل:
محسن، محسن خان!
خلک زینو کې پورته شول.
علي راپورته شو او هغوی پسې یې منډه کړه؛ غوښتل یې، د هغوی د راتګ زېری وکړي؛ هغوی ته ورسېد او پخپل ټول توان یې نارې کړې:
پلاره، درپسې راغلل!
خو یوه په خوله کې وواهه.
علي داسې حس کړل، چې غاښ یې مات شو؛ د وینې خوند یې وڅکه، خو بیا یې هم وخندل.
هغوی یې پلار له وړې کوټې راوایست…؛ پلار سر په لاسونو کې نیولی وو، چې قنداقونه پرې ونه لګېږي؛ لکه څرنګه چې نورو ویلي وو، مور یوې څنډې ته ولاړه وه او رېږدېده؛ خو نه یې ویل چې:
رحم وکړئ، رحم وکړئ او ژړل یې هم نه…!
علي بیا په ټول توان سره وویل:
زندان ته یې بیایئ؟
وړئ یې، چې ویې وژنئ؟
پلار مې زندان ته وړئ؟
ټوپک څو شېبې هک پک ودرېدلي وو، دغسې چلند د دوی لپاره خورا نوی و عجیب وو.
دغه د یوې لویې کیسې لومړنۍ برخه وه؛ خلکو د علي له خندا و وینو نه ډکې خولې ته کتل، خو څه یې نه شوای ویلای.
د علي په څېره کې دومره خوشحالي معلومېده، چې تا به ویل د نړۍ تر ټولو غوره واده ته بللی شوی دی.
پلار د دروازې درشل کې مخ، شا ته راواړاوه، علي ته یې وویل:
بچیه، په مور دې پام کوه!
بچیه؛ دغه کلیمه څومره ښکلې وه او څنګه د علي پر زړه کښېنستله؛ علي ته وریاد شول، چې مور یې کله هم ورته دروغ نه دې ویلي او په پلار باندې هم څومره ګران دی!
د کوڅې ښځو و ماشومانو له هرې کړکۍ و دروازې سرونه را ایستلي وو او د علي پلار ته یې کتل؛ ورځ وه او هر څه خورا ښه لیدل کېدل، یوه لویه او لمرینه ورځ؛ د علي پلار یې واهه، کشاوه یې او یو یې ووړ.
علي په خندا و ژړا کې نارې کړلې:
زنده باد، د مجاهدینو کوڅه؛ زنده باد، د مجاهدینو کوڅه؛ او بیا د کوڅې نورو ماشومانو ورسره دغه غږ بدرګه کړ؛
او دغه د یوې ډېرې لویې کیسې، لومړنۍ برخه وه… .
Comments are closed.