انقلاب (لنډه کیسه) – درېیمه برخه‎

ژباړه: بریال حبیبي

253
د علي غم له هغه وروسته نور هم زور شو، چې کوڅه تشه شوه.
پخوا به چې هر کله علي، مهدي، جعفر، تقي، محمود او… فرصت وموند، سره راټولېدل به، خبرې و لوبې به یې سره کولې یا به یې ډلییز کتاب لوسته او یا…؛ خو اوس ورو ورو علي پوه شو، چې د نورو ماشومانو ورسره خبرو کولو ته زړه نه کېږي، سلام ته یې په خلاصه ټنډه وعلیکم السلام نه وایي او د حال و احوال پوښتنه یې هم نه کوي… .
دې کار علي داسې سېځه، لکه په یوه تازه ټپ چې مالګه ولوېږي؛ لومړی یې باور نه راتله چې رښتیا دې یې هم لاس ترې اخیستي وي، ځکه ماشومان د کینې والا نه دي؛ خو وروسته پوه شو، چې خبره ډېره خرابه او ورځ تر بلې نوره هم خرابېږي.
علي چې به کله نانوایي ته ولاړ، نو دومره به آخوا دېخوا وګرځېده را وګرځېده چې محمود و مهدي راښکاره شي؛ ده به هغوی ته وموسکل او سلام به یې ورته وکړ، خو مهدي و محمود به په پسپسي پسپسي کولو سره مخ ترې بلې خوا ته واړاوه او ترې تېر به شول.
علي به ولاړ، د تقي دوی دروازه به یې وروټکوله؛ وبه یې ویل:
تقي ته راغلی یم!
خو د تقي مور به ورته وویل:
علي جانه، تقي کور نشته؛ ځه، خپل پلار ته ورشه؛ ځه، پخپل پلار دې پام کوه علي جانه!
د علي په سترګو کې به اوښکې راغلې، سر به یې ټیټ نیولی وو او کور ته به ولاړ؛ په زړه کې به یې ویل:
هیڅ اړیکه نه سره لري؛ زه تقي ته راغلی یم او دا راته وایي چې ورشه، پخپل پلار دې پام کوه!؟
علي نه پوهېده، چې ولې ترې ټول خلک لرې کېږي…؟
خو یوه ورځ په داسې حالت کې چې بېخي یوازې پاتې شوی وو، پوه شو چې خبره یې په پلار پورې اړه لري؛ د کوڅې په یوازېني نارینه پورې!
ولې نه راتلل چې پلار یې یوسي؟
ولې نه راتلل چې پلار یې ووهي؟
ولې علي لکه د نورو ماشومانو غوندې د اورېدلو لپاره کومه کیسه نه لري؟
ولې د دوی کور ته ویر نه راځي؟
ولې د دوی له کور نه د ژړاګانو غږ نه لوړېږي؟
علي به پخلنځي ته ولاړ، یوه کونج کې به ودرېده، دېوال ته به یې تکیه وکړه، مور ته به یې کتل او مور یې پوهېده، چې علي د ویلو لپاره کوم څه لري؛ خو سر یې ورپسې نه ګرځاوه، آخر علي په خبرو راغی:
مورې، پلار ولې کور دی؟
ـ کار نشته چې ویې کړي، کارخانه رخصت ده!
ـ پر دې پوهېږم مورې، هدف مې دا دی چې ولې… ولې…؟
ژړا به نه پرېښود، چې خبرې وکړي.
مور به علي ته کتل، خو څه به یې نه ویل؛ د ویلو لپاره ورسره څه نه وو؛ خو که چېرته وای هم، نو هغه وخت هم ټولې خبرې ماشومانو ته نه شي کېدلای.
علي به ووت، چې ژړا به یې ودرېده، بیا به راغی، د پخلنځي دېوال ته به یې تکیه وکړه او….

انقلاب (لومړۍ برخه)

انقلاب (لنډه کیسه) ـ دویمه برخه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.