Browsing Tag

شرر ساپی

د اسراء او معراج انځوريزه کیسه

ام هانئ د شپې راپاڅېده، ډېره وارخطا شوه، رسول الله-ﷺ-یې په خپله بستره کې ونه مونده، خوب یې له سترګو وتښتېده، هسې نه قریشو نه وي اختطاف کړی، د خپلې وېرې لمن یې راټوله کړه د عبدالمطلب په ټبر پسې یې استازی ولیږه چې ابوالقاسم ورک شوى دی، هغوی…

ټپې د پښتو ژبې لرغونی شفاهي ادب

د تـنبل غــږ دې لـيـونـی کـــړم خاورې دې مـه شه د اوږدو ګوتو سرونه ټپې د پښتو ژبې لرغونی شفاهي ادب دی، ټپي د خپل طبیعي جوړښت، روانتیا، عاطفې او نفسیاتي انځورونو له مخې په ژبه کې لومړی مقام لري، لکه څنګه چې په ټپه کې د ویناوال نوم نه ښکاري…

د یوسف علیه السلام او زلیخا انځوريزه کیسه

عزیز بګۍ ته وخوت، یوسف یې له ځان سره وخېژاوه، نور چارواکې ورپسې په نورو بګيو کې کښېناستل، په دلتا کې کاروان روان شو، یوسف په ډېر ارزښت بندونو ته ګوري چې په نیل تړل شوي دي. کانالونو له اهرامونو، ابوالهول او ماڼیو څخه زیات حیران کړ. فیوم…

يوه خاطره

د پسرلی موسم دی، د سیند په غاړه، د غره په لمنه کې شنه پټې داسې کاږه واږه پراته دي، لکه په شنو شالونو کې چې له یخنۍ راټولې شوې ښاپیرۍ پرتې وي، لمر خپلې پستې وړانګې په پسرلي غوړولې ، ته وا د ناوي پر مخ په سرو اوبدل شوی ټیکری راخور دی ، په…

افغانستان ته یهودان څنګه او څه وخت را ورسېدل

افغانستان ته یهودان څنګه او څه وخت را ورسېدل، راځئ چې دا خوندوره کیسه ولولو، باوري یم چې په لوستلو به یې پښيمانه نه شئ. کله چې زدرشت په مجوسیانو کې د وحدانیت وږمۍ خپرېّ کړې نو په معنوي او مادي توګه غښتلي شول، کورش په پاښه عزم په بابل برید…

ښه شعر څنګه ولیکو؟

یو ځل له معاصرې نړیوالې شاعرې مرام المصري نه پوښتنه وشوه چې ته شعر په څه ډول لیکې، یا په بل تعبیر ته شعر څه وخت لیکي؟ هغې له ظرافت او لطافت او باریکۍ نه ډک ځواب ورکړ "زه په لاره، کوڅو، بانډو او ښار ګرځمه، د پنځګونو حواسو پر مټ تصویرونه…

غزل

چاته لومړی ځلې د مینې اظهار څنګه کېږي؟ ما نه خو نه کیږي یارانو دا کار څنګه کېږي؟ تا لا تر اوسه زما زړه ته لاره نه ده کړې! ما خو همدا ویل چې ستا زړه ته لار څنګه کېږې!؟ تا خو دې زلفو ته څنډ ورکړ پسرلی دې کړ زما په زړه…

د عنكبوت په سورت کې دوه نکتې

لومړۍ نکته په قران کریم کې غڼه په مونثه صیغه یاده شوې ده، سره له دې چې عنکبوت هم مذکر او هم مونث ویل کیږی ؟؟؟ مبارک ایات وایي:- ("مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ..…

د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قوانین

د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قوانین مخکې له دې چې له دغه لویې محکمې سره مخ شئ، باید ویې پېژنې: *1- دوسیي به پټې او سري نه وي* ﷽ ﴿ونُخرِجُ لَهُ يَوْمَ القِيامَةِ كِتابا يَلقاهُ مَنْشُورًا﴾... ورځ په قیامت به ورته خپل کتاب غوړیدلی…

هغه صحابي چې سروکال یې رسول الله علیه وسلم وخندوه

دا صحابي نعیمان ﺑﻦ ﻋﻤﺮﻭ رفاعه نومېده، انصاري و، د جګړې پر مهال ډېر زړور و، بدر، احد او خندق کې یې برخه اخیستې وه، ډېر ټوکي و، ام سلمه رضی الله عنها وایي: خنده رویه او ټوکي و. یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم له عایشې رضی الله عنها سره…