د عنكبوت په سورت کې دوه نکتې

شرر ساپی

604

لومړۍ نکته
په قران کریم کې غڼه په مونثه صیغه یاده شوې ده، سره له دې چې عنکبوت هم مذکر او هم مونث ویل کیږی ؟؟؟
مبارک ایات وایي:-
(“مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ.. “) [العنكبوت: 41]
په اتخذت کې مو تاء التانیث ته پام شته دی “؟
“العنكبوت”مذکر نوم دی که مونث ؟ ایا ته ویلی شې “هذه عنكبوت”، یا “هذا عنكبوت”؟
د ځینو نحویانو په نزد دواړه درست دی، ولې د قران د عنکبوت فعل سره تاء التانیث “اتخذت” یاده کړه؟
په قران باندې نیوکه کونکي او شکمن وایي دا په قران کې یوه ژبنیزه او ګرایمري ستونزه ده، دوی وایی سمه بڼه یې داسې ده: “كمثل العنكبوت اتخذ بيتاً” ځکه چې عنکبوت مذکر نوم دی
خو الله تعالی غوښتل چې موږ ته یې د معجزې په ډول وښایي، څو مو باور زیات شي او کافران نور هم پرې ذلیله کړي، معاصرو علومو ثابته کړه چې ښځینه د کور جوړولو قابلیت لري جال یوازې دا جوړوي نارینه یې یوازې هغه تارونه جوړوي چې دی پرې له یو ځای څخه بل ځای ته ځي د کور د جوړولو توان نه لري
که الله تعالی ویلی وای :- كمثل العنكبوت اتخذ بيتاً، بیا به ایت په بیالوژیکی او علمي توګه غلط و ؛ نو الله تعالی ورسره د التأنيث تاء راوړه چې موږ ته وښایي هغه ذات حق دی
دوهمه نکته:
ښځينه غڼه د بچو له راوړلو وروسته نارینه وژني او له کوره.یې د باندې غورځوي
کله چې بچي را لوی شي، نو بیا خپله مور  وژني او له کوره یې د باندې غورځوي.
تر ټولو نا اشنا او بد کور دی
قران کریم یې په یوه ایت کې توصیف کړی دی
وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
او له ټولو كورونو څخه ډېر كمزورى كور د غڼو كور وي. كاشكي دغو خلكو علم درلودلاى.
سبحان الله !!!
خلكو د غڼې د کور حسي کمزوری پېژندله خو د دې کور معنوي كمزورى یوازې په معاصره نړۍ کې کشف شوه..!! نو ځکه ایت په : لو كانوا يعلمون !! خلاص شو
الله تعالی په قران کریم کې همدا سورت د غڼې په نوم نومولی دی، سره له دې چې ټول سورت له اوله تر اخره له فتنو څخه غږیږي؟ ایا د دې ترمنځ کوم تړاو شته دی؟
🕸سورت په دې ایت (أحسب الناس أن يتركوا أن يقولوا آمنا وهم لا يفتنون) پېل شوی دی و(ومن الناس من يقول آمنا بالله فإذا أوذي في الله جعل فتنة الناس كعذاب الله)

دا خبره ذهن ته راځي چې د فتنو یې له غڼې سره څه؟
ځواب : په یو بل کې د فتنو ننوتل د غڼې جال ته ورته دي، فتنې یوه په بله کې داسې ننوتي چې انسان یې سره بیلولی نه شي، خو هغه وخت کمزورې دي چې له الله تعالی نه مرسته وغواړو
“خدایه له پټو او څرګندو فتنو څخه مو وژغورئ ” .
منقول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.