عزیز بګۍ ته وخوت، یوسف یې له ځان سره وخېژاوه، نور چارواکې ورپسې په نورو بګيو کې کښېناستل، په دلتا کې کاروان روان شو، یوسف په ډېر ارزښت بندونو ته ګوري چې په نیل تړل شوي دي.
کانالونو له اهرامونو، ابوالهول او ماڼیو څخه زیات حیران کړ. فیوم ته ورسېدل، یوسف ورته حیران ورګوري، د اوبو فوارې یوې خوا او بلې خوا خورې وې، د اوبو مرغان پرې ناست و، دلته او هلته شنه واښه راټوکېدلي و، ډېر ژر يې هغه اینجيري پروژې ذهن ته ودرېدې چې په نیل باندې جوړې شوې وې.
کاروان بیت البقره ته ورسېد، د عزیز او چارواکو لپاره د ښکار بنډار ونیول شو، یوسف حوضونو او مصنوعي ابشارونو ته ګوري چې د هېواد د ښیرازۍ ننداره کوي.
ورځې او اونې تېرې شوې د عزیز کاروان اواریس ته راوګرځېد، لوړپوړو چارواکو، مشاورینو، قاضیانو او خزاندارو ورمنډې کړې، کله چې رسم تعظیم پای ته ورسېد، عزیز او یوسف ماڼۍ ته روران شول.
زلېخا یې په ډېره مینه او تلوسه لاره څاري، د فراق اور يې پر ټول بدن بلېده، مینه يې نوره هم زیاته شوه، اوس نه شي کولی چې یوسف ترې بېل شي، د ورځي او شپې په خيال، خوب او ویښه يې ترې نه شي جدا کېدلی، تر دې چې ووېرېده هسې نه عزیز يې په حرکاتو او سکناتو پوهه شي.
عزیز ورننوت، زلېخا ودرېده، ګرم روغبړ يې ورسره وکړ چې په نفس کې يې په راولاړ شوي اضطراب پوهه نه شي، کاش کولی شي چې عزیز پرېږدي او د مینې په وزرو دغه ښایسته زلمي ته والوځي چې پر زړه يې پاچاهي کوي.
سهار وزیر راووت، دولتي چارې يې تنظیم کړې، له دې وروسته به د پاچا ریان بن الولید ملاقات ته ورځي. ډېر ژر زلېخا په یوسف پسې مريي واستاوه چې په لیدلو يې خپلې سترګې مړې کړي.
یوسف راغی، مخ يې لکه د سپرلي د سهار په څېر پړقېده، زلېخا احساس کړه چې زړه یې په مینه درزېږي او داسې سرکښه تلوسه ورسره شوه چې په غیږ کې يې ټينګ ونیسي چې په زړه کې یې لګېدلی اور مړ شي.
ستړي مشي يې ورسره وکړه، بیا يې خوا ته کښېناوه چې کیسه ورته وکړي، یوسف ورته د سفر کیسه کوي او هغه ورته داسې غوږ ده ګوندې کومه خوږه موسیقي يې په وجدان کې اړول کېږي، مخ ته يې ځيره ده، دا خو د سهار له راختلو هم ډېر ځلېږي، هر غړی يې چېغې وروهي، داسې یو سرکښه شوق پرې برید وکړ چې هیڅ بشر يې مخنیوی نه شي کولی.
لاس يې پورته کړ، د یوسف په ويښتانو يې په ډېره مینه کشاوه او ورته وايي:
یوسفه، څومره ښایسته ویښتان لرې!
دا لومړی شی دی چې زما له وجوده به بېلېږي
سترګې يې د یوسف په سترګو کې خښې کړې، بیا يې وویل:
ای یوسفه، څومره ښکلې سترګې لرې!
یوسف سر ښکته کړ، بیا يې وویل:
دا لومړی شیان دي چې زما له وجوده به ځمکې ته ورژيږي.
ای یوسفه، څومره ښایسته مخ لرې؟
دا د خاورو خوراک دی.
ورنیږدې شوه چې پر شونډو يې شونډې کېږدي، هغه ترې مخ واړاوه او سپک پاڅېده، بیا يې له کوټې بهر منډه کړې، هیڅ شي ته نه ګوري.
شپه راوختله، زلېخا په کوټه کې ځي راځي، عواطف یې راخوټېدلي دي، تر دې چې عزم يې وکړ، پسې ورشي او دغه تنده پرې ماته کړي، خو عزیز راغی او زلېخا له خپل سرکښه خیال نه راپورته شوه.
یوسف الله ته په سجده پرېوت، په خپلو اوښکو له شیطان نه پناه غواړي.
وېرېده چې کمزوری نه شي او عزم يې مات نه شي، نو ګمراهي ته به وروسته له هغې ننوځي چې الله ورته سمه لاره ښودلې ده، خپل الله ته په زارۍ شو او بیا ویده شو.
یوسف په ماڼۍ کې د زلېخا خوا ته ورغی، هغې چې ولیده، نو بیا يې د دې د حسن او جمال په اړه غزلیزې خبرې پیل کړې، کوشش کوي چې په خپلو خوږو خبرو يې پر حواسو واکمنه شي. د خپل وجود شهوت يې ازاد کړ، په وجود کې يې د شهوت نېشه راپورته شوه، ورنیږدې شوه او غوښتنه يې ترې وکړه، دروازې يې وتړلې، ويې ویل:
راځه چې ستا لپاره یم.
یوسف له دې سرکښه فتنې څخه مخ واړاوه او ويې ویل:
زه له الله نه د دې کار څخه پناه غواړم، بېشکه زما رب زما ښه ساتنه کړې او بېشکه چې ظالمان نه بریالي کېږي.
زلېخې ترې څنګلې چاپېره کړې، مخ يې د هغه مخ ته ورنیږدې کړ، ګرم تنفس یې د هغه له تنفس سره ګډ شو، ناڅاپه د یوسف په سترګو او زړه يوه پرده راخوره شوه، یوازې یې دغه بدن حس کاوه چې د دې پر بدن څريښ شوی دی، هغې هڅه وکړه او نیږدې وه چې ده هم زړه کړی وای، که يې له وجدانه دغه پرده نه وه لرې شوې، ناڅاپه يې زړه د خپل رب په نور روښانه شو او دا کار ورته ډېر بد ښکاره شو، لکه د یوه مرغه په څېر په هوا کې و، یو دم ښکته راوغورځېد، بیا يې د پرواز وزرې پيدا نه کړې، په خیال کې يې د یعقوب غږ واورېده چې په کوټه کې تاوېږي، هم هغه خبرې يې واورېدې چې ابلیس خپل رب ته وویل:« ويې ویل ربه دا چې زه دې بېلارې کړم، د دوی لپاره به په ځمکه کې ټولې چارې ښایسته کړم او ټول به بې لارې کړم، پرته ستا له مخلصو بندګانو څخه، الله تعالی وویل دا نیغه لاره ده، زما پر بندګانو ته واک نه لرې، مګر پر هغوی يې لرې چې بېلارې دي او ستا متابعت کوي، د دوی ټولو لپاره جهنم تیار دی».
یوسف چې کله د الله تعالی څرګند دلیل ولید ولړزېده، راوګرځېده چې له کوټې نه وتښتي، هغې پسې شا ته منډې کړې، دروازې ته ورسېد، هڅه يې وکړه چې راکش یې کړي، ويې نیوه، کمیس يې له شا نه څېرې شو، یوسف ونه درېده دروازه يې خلاصه کړه چې خپل دین وژغوري او خپل رب ته ورشي.
مشر د دروازې مخ ته ولاړ و، د تره زوی سره کور ته راتلو، کله چې زلېخا ځان د شک پر ځای کې ولید، ویې ویل:
د هغه چا جزا څه ده چې ستا ناموس ته په سپکه ګوري، مګر یا دې بندي شي او یا دې سخت عذاب ورکړل شي؟
یوسف هڅه کوله چې خپل بدن پټ کړي، ويې ویل:
دې رانه غوښتنه وکړه.
عزیز کله يو او کله بل ته حیران ګوري، نه پوهېږي چې کوم یو ریښتونی دی، د کاکا زوی يې وویل:
که يې کمیس د مخې له خوا شلېدلی وي، نو زلېخا رښتیا وايي او یوسف درواغژن دی، خو که يې د شا له خوا شلیدلی وي، نو بیا یوسف رښتیا وایي او زلېخا درواغژنه ده.
عزیز ورړاندې شو، ويې لیدل چې کمیس یې د شا له خوا شلیدلی، ویې ویل:
دا ستاسې مکرونه دي، ستاسې مکرونه ډېر لوی دي.
بیا یې یوسف او زلېخا ته مخ راوګرځاوه، ويې ویل:
یوسفه، له دې خبرې تېر شه، زلېخا د خپلې ګناه بخښنه وغواړه، تا تېروتنه کړې.
یوسف خبره پټه کړه او هيچا ته يې ونه ویل، مګر دا خبره د باد په څېر په مصر کې خپره شوه، د ښار ځينو ښځو وویل:
د عزیز ښځې د يو زلمي نه غلط خواهش کړی دی، پرې مینه ده، دا خو په څرګنده بېلارۍ کې اخته ده.
کله چې زلېخا د دې مېرمنو مکر ولید، دوی ته یې استازی ولېږه چې ورشي، ځای يې ورته جوړ کړ، د هرې یوې په لاس کې يې چاکو ورکړ چې میوه پرې غوڅه کړي، بیا هلته لاړه چې یوسف ته يې د انتظار امر کړی و، ورته يې وویل:
یوسفه دې ښځو ته ورشه.
یوسف ښځو ته راووت، کله چې دوی ولید، خولې يې وازې پاتې شوې، داسې ښکلا يې ولیدله چې د دوی پر حواسو واکمنه شوه، د میوې پر ځای یې خپلې ګوتې پرې کړې او ویې ویل:
توبه خدایه دا خو بشر نه دی، بېشکه چې دا کومه عزتمنه ملایکه ده
کله چې زلېخا د ښځو په سترګو کې سرکښه غوښتنه ولیدله ورته يې وویل:
زه خو تاسې په همدې پړه کولم، ما ترې غوښتنه وکړه، خو ده انکار وکړ، که زما غوښتنه پوره نه کړي، نو هرومرو به بندي کېږي او ذلیله کېږي به.
یوسف وویل:
ای زما ربه، ما ته زندان د دې له غوښتنې غوره دی او یا رانه د دوی د مکر او فریب مخ وګرځوه، که يې ونه ګرځوې، نو زه به له ناپوهانو څخه شم.
زلېخا عزیز ته راغله، ورته يې وویل:
یوسف په خوله لاس نه دې ایښی، زما عزت يې سپک سپاند کړ، نو زه نوره ځم.
زلېخا د دې تاب نه لاره چې په هغه چا يې سترګې ولګېږي چې د دې غرور یې مات کړی دی، مخکې له دې چې له ده غوښتنه وکړي، مشره يې وه، اوس ډېره ذلیله شوه، په ډک محفل کې یې وویل چې پرې مینه ده، هغه سپک نظر چې یوسف ورته کاوه له قمچینو نه هم پرې سخت لګېده، هره ورځ به يې د زړه زخم زیاتېده، ويې غوښتل چې د دې دردناک واقعیت نه وتښتي، عزیز ته يې شیطاني وکړه چې یوسف اووه کاله زنداني کړي.
محمد رسول الله او ملګري یې
دریم ټوک، د اسماعیل علیه السلام نبيره
لیکوال عبدالحمید جودة السحار
ژباړن شرر ساپی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.