ښه شعر څنګه ولیکو؟

شرر ساپی

688

یو ځل له معاصرې نړیوالې شاعرې مرام المصري نه پوښتنه وشوه چې ته شعر په څه ډول لیکې، یا په بل تعبیر ته شعر څه وخت لیکي؟ هغې له ظرافت او لطافت او باریکۍ نه ډک ځواب ورکړ “زه په لاره، کوڅو، بانډو او ښار ګرځمه، د پنځګونو حواسو پر مټ تصویرونه راټولوم، تر هغې ورته انتظار کوم چې تخمیر شي، کله چې تخمیر شي، نو ځان ته په خپله د لفظونو مناسبې پیالۍ پیدا کړي او بیا یې په خلکو ویشم.
خو زموږ ځینې لیکوالان، ادیبان او شاعران راټول کړل شوي خام مواد تخمیر ته نه پریږدي، نو ځکه د شرابو پر ځای راباندې سرکه ویشي، ځینې لیکوالان داسې دي چې په بله ژبه کې یوه، ادبي موضوع ولولي، د دې پرځای چې هضم یې کړي، ډېر لواړ لواړ یې استفرغ کړي، که ترې پوښتنه وشي نو نه به یې په روښانولو او توضیح کې دی پوهیږي او نه لوستوال، ځینې شاعران بیا داسې کوي چې له نورو ترکیبونه استعاره کوي، خو د شعر ښکلا یې کمزوري وي، شعر یې لا پسې بدرنګ شي، حبشي چې په مخ خال کیږدي لا تور شي، ځینې بیا د مفاهیمو په استعاره کولو کې مهارت لري، معانی او پېغام له نورو را اخلي خو ګاڼه د خپلو لفظونو ور اچوي، د ګاڼې په انتخاب کې خورا ډېر کمزوري دي، نو که د شعر له ناوې یې پلو پورته کړې، رانجه به یې له سترګو نه مخ ته راکوز شوي وي، چارګل به یې د پوزې پر ځای په غوږونو کې او والۍ به یې په پوزه کې را ځوړندې وي، د دې لوی علت بېځایه عجله او شهرت عاشقي ده، هر څه په تجربه لاس ته راځي او تجربه په صبر او تکرار حاصلیږي او موږ نه زغم لرو او نه د تکرار حوصله، لرغونو شاعرانو داهر څه درلودل، که به یې د شعر معنی تکراروله نو ګومان به کېده چې دی یې پنځګر دی، که به یې شعر ترجمه کاوه، فکر به کېده چې ژباړه نه ده، تاسې که د حمید بابا د شاه او ګدا کیسه له اصل متن سره پرتله کړئ، هیڅ به مو زړه ته ونه لویږي چې دا ترجمه ده، همدا رنګه زموږ کلاسیکو شاعرانو په هغه زمانه کې پراخه مطالعه لرله او د مطالعې خام مواد به یې تر هغې په خپله حافظه کې ساتلی و چې تخمیر به شول.
خوشال خان چې عربی او فارسی ادب یې تر هر شاعر زیات لوستی و، نو په ژبه کې عربي او فارسي لفظونه ډېر دي، خوشال خان د معناو لپاره الفاظ نه انتخابول، بلکې معنی به یې تر هغې خپلې خوښې ته پرېښوده چې په خپله به یې ځان ته لفظونه انتخاب کړل، په دې لفظونو کې به هم خوند و، هم رنک و، هم بوی و او هم شړنګ و، د نمونې په ډول یې دغه یو غزل راوړم.

د جهان په مخ به نه وي، هسې ستا غوندې دلبره
پري رویه، عنبر بویه، سنبل مویه، سمن بره

ګلعذاره، زلفې ماره، شهسواره، خوش رفتاره
باده نوشه، می فروشه، قصب پوشه، مو کمره

دلنوازه، سرفرازه، عشوه سازه، لعبت بازه
خود پسنده، سربلنده، شکر خنده، لب شکره

طربناکه، ګرېوان چاکه، تل بې باکه، تش تپاکه
خود ارایه، خود نمایه، خود ستایه، خوش هنره

غزل خوانه، خوش الحانه، دُر دندانه، لب خندانه
عنبر خاله، پُر خیاله، تل خوشاله، د زړه غوره

پري رویه: د پري غوندې څهره لرونکې
عنبر بویه: د عنبر غوندې خوشبو لرونکې
سنبل مویه: د سنبل غوندې خوشبوداره زلفو والا
سمن بره: تکه سپينه ( د ياسمين ګل غوندې)
ګلعذاره: د ګل غوندې څهرې والا
زلفې ماره: د اوږدو زلفو والا
شهسواره: د اس سواره (مجازًا د حسن او جمال په اس)
خوش رفتاره: په ناز و انداز تلونکې
باده نوشه: می خوار ،شراب نوش
می فروشه: ساقي
قصب پوشه: د قصب اغستونکې ( قصب یوه جامه ده چې په مصر کې جوړيږي.)
مو کمره: د وېښته په څېر نرۍ مله لرونکې
دلنوازه: زړه خوشالونکې
سرفرازه: ممتازه، معززه
عشوه سازه: ناز او ادا کونکې
لعبت بازه: لوبې کونکې (مجازًا په عاشقانو)
خود پسنده: مغروره
سربلنده: معززه، د اوچتې مرتبې والا
شکر خنده: د خوږې خندا والا
لب شکره: د شکرې په شان خوږو شونډو والا
طربناکه: فرحت بخشه، د زړه خوشالونکې
ګرېوان چاکه: ديوانه، سودایي
تل بې باکه: بې خوفه
خود ارايه: د خپل ځان ارایش و زېبايش کونکې
خود نمایه: د خپل حسن و جمال ښکاره کونکې
خود ستایه: د ځان صفت کونکې
خوش هنره: د ښه هنر څښتنه
غزل خوانه: د غزل ويونکې
خوش الحانه: د ښايسته اواز مالکه
دُر دندانه: د ملغلرو په شان د سپينو غاښونو والا
لب خندانه: چې په شونډو يې هر وخت خندا وي
عنبر خاله: په مخ خالونه لرونکې
پر خیاله: د لوړ فکر او خیال مالکه
تل خوشاله: هميشه خوشاله.

همداسې یې د معناو انتقال او تکرار هم خوندور راخیستی دی، د معنا اخیستل هغه وخت د منلو دي چې شاعر په کې څرګند شي، که شاعر په کې څرګند نه شي، نو بیا یو ناقل او نقال دی، د خوشال خان دغسې یو دوه نمونې را اخلو
أبو الحسن علي بن الجهم بن بدر عربي شاعر په ۱۸۷هـ پېړۍ کې تیر شوی دی، شعري دیوان لري ډېر حکیمانه شعرونه لري په یو بیت کې وایی:
كن كالنخيل عن الأحقاد مرتفعاً
يُرمى بحجر فيعطى أطيب الثمر
د کجورې په څېر له کینو څخه لوړ ووسه
چې په ډبرو ویشتل کیږي او خوږې میوې ورکوي
خوشال بابا همدغه مفهوم په یوه څلوریزه کې داسې وایی:
ښه سړی د چا په بدو حسد نه کا
که څوک بد ورسره کاندي دا به ښه کا
په بارداره ونه تل وریږي کاڼي
ورته ګوره چې بارداره ونه څه کا
د دواړو بیتونو تر منځ مشترک خام مواد، ډبره، میوه لرونکې ونه، حسد، او ویشتل دی.
د خوشال بابا شعر داسې بریښي لکه د پورتیني عربي بیت تشریح، خو یو شی چې د خوشال په بیت کې پټ دی او قضاوت یې لوستوال ته پریښی هغه میوه ورکول دي او په دې سره د بیت خوږلني یو څه زیاته شوې ده.
اوس به یې یو بل بیت د هند بنت الملهب له شعر سره پرتله کړو. هند بنت المهلب يوه ښکلې مېرمن وه، د خپل فصاحت شاعرۍ، حاضرجوابۍ او زړورتیا له مخې مشهوره وه یو ځل یې عمر بن عبدالعزیز ورور بندي کړ، خپله ورغله ورته یې وویل:
— زما ورور دې په څه بندي کړی؟
— ویریدم چې د خلکو منځ کې د نفاق تخم ونه شیندي،
— عجیبه ده!
— ولې دې تعجب وکړ؟
—جزا له ګناه مخکې وي که وروسته؟!
عمر یې ورور له زندانه خوشې کړ.
کله چې یې حجاج د ښکلا په اړه واوریدل، نو د ډېرو هڅو وروسته یې د دوه سوه زره درهمو په مهر نکاح کړه، یوه ورځ یوازې هندارې ته ناسته وه، ویښتان یې ږومنځول، خپلو ویښتانو ته یې څنډ ورکړ او ویې ویل:
وماهند الا مهرة عربیة.
سلالة افراس تحللها بغل
فان ولدت فرسا فلله درها
وان ولدت بغل فقد جاء به بغل
هند یوه عربۍ بیاڼه ده
خو قچر ورسره یو ځای شوی دی
که یې بیاڼه وزیږوله خو ښه تر ښه
او که یې قچر وزیږاوه نو له قچر نه به وي
خوشال خان په یو بیت کې داسې وایی:
چې يې مور او پلار تفچاق دي خدای نه کا
چې بهاڼ ځنې پيدا شي لکه خر
وایی چې مور او پلار یې اصیل اسونه وي، نو خدای دې ترې د خره په څېر بهاڼ نه پیدا کوي.
د مهند شعر دوه بیتونه دي، د دواړو بیتونو خام مواد یې، قچر، بیاڼه، هند، اسونه، زېږېدل، د خوشال د یوه بیت خام مواد، اس، خر، بهاڼ او زېږول دي.
د دواړو مفهوم یو شی دی، خام مواد یې هم لږ توپیر لري دواړه د خيلې ژورې مشاهدې او او نفسیاتي حالت انځور کشي کوي، مهند سره د خپل بچي غم دی چې پلار ته به وشي که مور ته، خو خوشال خان تجربه کړې وه، د خپل زوی له لاسه یې زړه ګړوب ګړوب و، یو ځای خپل زوی یادوی او وایی چې کاش له ده خو نه وای پیدا.
زه په ټول باور وایم چې د خوشال خان په څېر له یوه متبحر شخصیت نه به دا کیسه څنګه پټه وي، دا کیسه به یې هرومرو لوستي وی چې خام مواد یې د ده بیت جوړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.