افغانستان ته یهودان څنګه او څه وخت را ورسېدل

شرر ساپی

323

افغانستان ته یهودان څنګه او څه وخت را ورسېدل، راځئ چې دا خوندوره کیسه ولولو، باوري یم چې په لوستلو به یې پښيمانه نه شئ.
کله چې زدرشت په مجوسیانو کې د وحدانیت وږمۍ خپرېّ کړې نو په معنوي او مادي توګه غښتلي شول، کورش په پاښه عزم په بابل برید وکړ چې اهل کتاب د بختنصر له ظلم نه وژغوري، کورش، بابل ونیوه، فلسطین یې ازاد کړ، صلیب یې بیرته واپس کړ، نو یهودان چې له ازله د سوداګریز فکر څښتنانان و، کورش ته وړاندیز وکړ چې ټولې لارې دوی وسپاري چې ښی یې وساتي، د دوی موخه او هدف د لارو ساتل نه، بلکې د ټکسونو اخیستل دي او د خپلو خيټو مړول و، یوه ډله له پاچا سره بلخ ته راغلل چې د پاچا خدمت وکړي، په فارس زمانه واوښته زردشتي دین ته بېرته مجوسیت ورننوت، اورتونونه ودان شول چې دوی ته نور مجسم شي او د خپل خدای ښه عبادت وکړي، اور معبود وګرځید، خلکو د اله النور عبادت پریښود، د یهودانو بهیر نور هم چټک شو، په دې ډله کې مردخای په نوم یو چالاکه یهودي پیدا شو، پاچا ته یې ځان نیږدې کړ، خپله یوه ښایستوکې وریره یې د پاچا د شهوت سړولو لپاره وروستله، په پاچا یې خپله ښځه طلاقه کړه، د هامان په نامه هوښیار وزیر او د هغه کورنۍ یې پرې ووژل، راځې چې همدا کیسه په هنري او ادبي ژبه ولولو.

ماڼۍ په ښځو سندرغاړو، موسیقۍ او شرابو ډکه وه، مادي سرکښۍ په هغه بنیاد ورننوته چې د زردشت روحي وږمو ودان کړی و،دغه وږمې چې یبله شپانه یې په ټوله نړۍ واکمن کړل.
یهودانو ولیدل چې طلایي فرصت يې له لاسه ووت، دا چې شاهنشاه په مزو کې ډوب دی ، باید د یهودۍ سندرغاړې په لاس کې یې داسې ګوتمه کړي چې د خپلې خوښې سره یې اړوي او راړوي، په بني اسرائیلو ښایستوکې سندرغاړې ښې پریمانه دي.
مردخاي یهودي ودریده، دا له هغو یهودانو څخه و چې د شاهنشاه په ماڼۍ د ساتنې لپاره ګومارل شوی و، په زرو اوبدل شوي جامو کې ولاړ و. د بت په څېر ولاړ و، خو سر يې له فکرونو ډک و، ځان يې د ماضي په هندار کې ولیده چې د مریانو په بازار کې په یو غریب خرڅيږي، نه یې ماڼۍ لرلې او نه شتمني، دا یې د کار لپاره وپيره، د دې سړي باور يې لاس ته راوړه، بیا یې ورسره په ډېر مال مکاتبه وکړه، دا چې یهودي و نو د مال په ګټلو کې يې ځانګړی مهارت لره، مال یې جمعه کړ او ازادي يې واخیسته.
«««««
مردخای خپلې لویې کوټې ته ننوت، د خپل ورور لور استر يې ولیده، په هندراه کې يې کتل، په مخ کې يې رضایت معلومېده، ډېره ښایسته وه، د سترګو رڼا يې زړه وړه، په اوږو يې د ګيډیو زلفو بار نوره هم ښایسته کړې وه، د ژوند په اولسم پسرلي ورګډېدله.
په اوږده نظر يې وروکتل او ورته یې وویل:
– الله تعالی دا ښکلا چټې نه ده پيدا کړې، ای استر باید دا ښکلا د بني اسرائیلو د مصلحت لپاره په کار واچول شي.
یوه شیبه یې فکر وکړ، بیا يې وویل:
– باید دا ماڼۍ په خپل لاس کې واخلو، زه به یې په خپل چل او ته به يې په خپلې ښکلا، زه دلته یوازې د دې لپاره راغلی یم چې ماڼۍ خپله کړم، ټول چارواکي يې د یهودانو د مصلحت لپاره وکاروم.
– خوندوره هیله ده، ګومان نه کوم چې دا کار به اسان وي.
– دا د هغه چا لپاره څومره اسان دی چې شتمني لګوي او ستا په څېر فتنه ګر حسن وروړاندې کوي، ته ممو پيژنې، د دې مملکت حکیم هغه چې پاچا یې له مشورې پرته هیڅ کار نه کوي؟ هغه ما په خپلو ډالیو تابع کړی دی. نه یوازې دا مې رام کړی، بلکې هغه اوه خصیان مې هم خپل کړي چې شپه او ورځې له پاچا څخه نه جلا کیږي.
– ته ګومان کوې چې ټول خلک به په مال راخپل کړو.
– که څوک په مال بندي نه شو په ښکلا به يې وتړو.
ماڼۍ د لویې مېلمستیا لپاره تابیا ونیوله، هغه مېلمستیا چې شاهنشاه اخشویرش د امیرانو، او د قوم د اشرافو لپاره نیولې وه، پاچا غواړي چې خلکو ته خپل عظمت وروښایي څو يې په سترګو کې نور هم لوړ شي، په مېلمستیا يې ډېر لګښت وکړ.
امیران او اشراف د ماڼۍ باغ ته راغلل، پآچا لکه مرغلره پړقېده، خادمانو د سرو او سپينو په جامونو کې شراب راوړل،شپه تېره شوه، ټول په نعمتونو کې ډوب وو، ټاکل شوې وه چې د امیرانو او اشرافو دا مېلمستیا پوره یو سل او اتیا ورځې دوام وکړي.
ملکې او د مېلمستیا ټولو ښځو ځانونه تیار کړي و، سړي او ښځې په یو ځای کې نه راټولېدل، په مېلمستیا ورځې، اونۍ او میاشتې تېرې شوې.
پاچا غوښتل چې عام ولس ته خپل عظمت وروښايي، ولس يې خپلې ماڼۍ ته راوغوښت، ملکه يې یو اړخ ته کینوله.
خادمان لګیا دې شرابونه اړوي.
پاچا نشه شو، شرابو يې په سر لوبې وکړې، خلکو ته یې وویل:
– زما مېرمن په دې هیواد کې تر ټولو ښایسته مېرمن ده، ایا داسې نه ده؟ اوس به یې ووینۍ تاسې به خپله پرېکړه وکړئ چې دا تر ټولو ښایسته ښځه ده.
پاچا خصیانو ته غږ کړې:
– برتا… حربونا. ورشې ورته ووايي چې زما خوا ته راشي څو يې خلک ښکلا وویني.
مردخای ولاړ و، یو فکر ورولوېد، کرکس خصي ته ورلنډ شو، په غوږ کې ورته وویل:
– کېدای شي ملکه دا کار ونه مني، ته څنګه هغه دې نشیانو ته راولې، که ما مسئولیت لرلی ورتلم او له دې کاره مې منع کوله.
د خصیانو له راتګ مخکې ممو حکیم ته ورغی ورته یې غوږ کې وویل:
– زه داسې انګیرم چې ملکه نه راځي،که رانغله نو دا په ښکاره د پاچا او ولس سپکاوی دی.
خصیان شاهنشاه ته ورغلل ورته یې وویل:
– ملکه دا نه مني چې هغه دې نشیانو ته راووځي.
پاچا په غوسه چېغه کړې:
– ممو چېرته دی چې د دې نافرمانۍ په اړه يې نظر واخلم؟
ممو ورته هغه څه وايي چې مردخای ورته ویلي و.
– ملکه د دې حق لري چې دا لقب ترې واخیستل شي، له ماڼۍ وشړل شي، ځکه چې د جلالتماب له امره یې سرغړونه کړې او غرور یې کړی دی.
– لیکوالان راوغوړئ چې ټولو هیوادونو ته ولیکي چې اخشویرش شاهنشاه خپله ښځه وشتی د نافرمانۍ په اساس طلاقه کړه، هیڅ ښځه باید له خپل خاوند څخه سرغړونه ونه کړي.
مردخای استر ته ورغی، خوشاله دی ورته یې وویل:
– استر! ددې ښکلا وخت رارسېدلی چې سرداره شي، پاچا خپله میرمن طلاقه کړه او له ماڼۍ نه یې وشړله، له طلاق وروسته به هغه یوازیتوب په تنګ کړي، په خپل ملک به ښکلو پېغلو پسې ګرځي، او له تانه بله ښکلې نشته، زه دې ورولم چې عقل يې له سره والوځوي، ټولې چارې به دې د اسرائیلو په مصلحت راڅرخي.
– کاکا ته اوس ما پاچا ته وړاندې کوئ؟
– هو زه دې پاچا ته وړاندې کوم، خپل وجود به د خپل ولس د مصلحت لپاره قرباني کړي، دا څومره عزتمنه قرباني ده، له موږ سره مناسبه ده.
پاچا په ټول هيواد کې خلک په باکره ښایسته پيغلو پسې خواره کړل، ماڼۍ ته ډېرې ښایسته پېغلې راغلی،دنګ قدونه د ښایست ورباندې تمامه وه، ټولې د ښځو ساتونکې هیګای ته وروستل شوې، چې سینګار يې کړي.
یوه ورځ مردخای هیګای ته غلي وویل، ماد ښایست يوه ډالۍ پیدا کړې ده، راشه ویې وینه، مردخای باوري و چې د ښځو تجربه کار خصي به يې خوښه کړي.
مردخای او هیګای استر ته ورغلل، د مردخای او خصي ترمنځ خطرناکه معاهده لاسلیک شوه!
هیګای به هره شپه یوه پېغله پاچا ته وروستله، چې شپه به تېره شوه او سهار به راوخوت، دغه ښځه به یې د خدمتګارانو ساتونکي ته سپارله څو يې له هغو ښځو سره یو ځای کړي چې د پاچا په اشاره ورسره شپه سبا کړي.
د استر شپه راورسېده، هیګاي په ډېره ناز جوړه کړه، سپارښتنې يې ورته وکړې چې کوم کارونه وکړي څو د پاچا زړه راخپل کړي، شپه تېره شوه بله شپه راغله، هیګای مردخای ته راغی، زیری یې پرې وکړ چې پاچا نن شپه بیا استر غوښتې ده.
شپې تېريږي او پاچا هره شپه استر راغواړي، پرې مین شو. یوه شپه چې ښه نشه شو، نو استر يې د هیواد ملکه وټاکله.
مردخای اخشویرش ته ورنیږدې کېده، غوښتل یې چې د پردې شاه ته د پاچا محرک شي، هرې خبرې او چارې ته متوجه دی، د ماڼۍ د سړیو چارې څارې، دا چې پاچا د نشو او مزو غېږې ته ځان وسپاره او قیادت يې د یهودانو په لاس ورکړ، نو چاپېره خلکو ورسره کینه راواخیسته.
بغثان او ترشی خصیان د پاچا د دروازې ساتونکي وو، د پاچا د ترور په پلان بوخت دي، مردخای یې هر څه اوري، خبره يې استر ته وکړه، دواړه خصیان يې ونیول او اعدام يې کړل، مردخای ته یې د ډالۍ په اړه فکر وکړ، خپل هامان وزیر ته یې ولیکل:
– مردخای زما ژوند وژغوره، او زه غواړم چې رانیږدې یې کړم
– زما نظر دا دی چې ډالۍ ورکړې او په خپل ځا يې پريږدې.
– ولې هامانه؟
– ځکه چې یهودي دی او یهود یوازی ځان ته مخلص دي.
استر پاچا ته ورغله ورته یې وویل:
– مشره د مردخای لپاره دې څه وټاکل؟
– جائزه مې ورکړه.
– مشره مردخای چې څه کړي په دې ارزې چې ولیکل شي،
– دا سمه ده.
اخشویرش ورته امر وکړ چې مردخای څه کړي باید په تورات کې ځای په ځای شي، په سفر اخبار الایام کې ولیکل شو، تورات د یهودانو تاریخ شو، هلاکت دې وي د هغو کسانو لپاره چې په خپل لاس تورات لیکي او بیا وایي چې دا د الله له لوري دی، هلاکت دې وي د هغه څه چې دوی لیکي او هلاکت دې وي د هغه څه چې دوی کسب کړي دي.

محمد صلي الله عليه وسلم او ملګري یې
څلورم ټوک عدنانیان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.