د اسراء او معراج انځوريزه کیسه

ژباړن: شرر ساپی

602

ام هانئ د شپې راپاڅېده، ډېره وارخطا شوه، رسول الله-ﷺ-یې په خپله بستره کې ونه مونده، خوب یې له سترګو وتښتېده، هسې نه قریشو نه وي اختطاف کړی، د خپلې وېرې لمن یې راټوله کړه د عبدالمطلب په ټبر پسې یې استازی ولیږه چې ابوالقاسم ورک شوى دی، هغوی پسې لټون پېل کړ، عباس ذي طوى ته ورسېد او چېغې یې کړې:
– محمده! یامحمد!
رسول الله-ﷺ-ځواب ورکړ:
– بلې .. بلې
کله چې رسول الله-ﷺ-خپل تره عباس ته ورلنډ شو، عباس ورته وويل:
– وراره ولس درپسې ستړی شو، ته چېرته وې؟
– بيت المقدس ته تللى وم.
عباس په تعجب وويل:
– په همدې شپه؟!
– هو.
– کوم څه خو درباندې نه دي شوي؟
– نه، ښه يم.
عباس چوپ شو، د وېرې او تاسف انځورونه یې پر مخ راوټوکېدل، داسې ګومان یې نه کاوه چې وراره به یې په خپله دعوه کې دې سرحد ته ورسيږي چې په يوه شپه کې دې بيت المقدس ته لاړشي او بېرته دې راشي. دواړه په تياره کې چوپ روان دي، تر دې چې د ام هانئ کور ته چې د ابوطالب په دره کې ودان و، ورسېدل، رسول الله-ﷺ-سهار وختي کور ته ورغی، ام هانئ په خپله بستره کې پرته وه، کله چې یې وليد ورمنډې یې کړې، پوښتي یې چې چېرته تللى وې؟ رسول اللهﷺ-ورته د اسرا کيسه وکړه، بيا یې ورته د الله د لويو نښو يادونه وکړه، هغه ورته ځيره ده، هيڅ شى یې نه شو باورولاى. عقل به یې دا خبره څنګه ومني چې محمد-ﷺ-دې بيت المقدس ته په يوه شپه کې لاړ شي او راشي، په داسې حال کې چې قافلې ورته په مياشت کې ځي او په مياشت کې راځي!
رسول الله-ﷺ-له کوره د وتلو په تکل کې شو، ام هانئ ورته وويل او هغې ګومان کاوه چې ناروغه دى:
– چېرته ځې؟
– زه غواړم چې قريشو ته ورشم او له هغه څه نه یې خبر کړم چې نن شپه مې ليدلي دي.
ورته به وايي چې په يوه شپه کې بيت المقدس ته تللى او په همدغه شپه بېرته راغلى دى؟!
ام هانئ له دغې خبرې ډار کاوه. په څادر پورې یې ونښته او ورته یې وويل:
– د تره زویه ستا دې په خداى قسم وي چې قريشو ته دا خبره مه کوه، درواغجن به دې کړي، ملنډې به درباندې ووهي.
رسول الله-ﷺ-هڅه وکړه چې په ارامه ووځي، خو ام هانئ ورپسې کلکه نښتې وه او ورته وایې:
– ته داسې قوم ته ورځې چې درواغجن کوي دې، ستا له خبرو انکار کوي، ویرېږم چې بريد درباندې ونه کړي.

ام هانئ لا تر اوسه د خپل قوم په دين ده، د اسرا خبرې نه شي باورولى، له دې ویرېدله چې دغه خبره به محمد ته ډېرې ستړياوې او کړاوونه راولاړ کړي. هغه په مکه کې د مطعم بن عدي په پناه کې ژوند کوي، که محمد اعلان وکړي چې په يوه شپه کې بيت المقدس ته تللى او بېرته راغلى دى، له دې وروسته به یې پر وړاندې د مطعم دريځ څه وي؟! بې له شکه به یې له ملاتړه لاس واخلي او له دې وروسته به بيا ابوالقاسم په مکه کې ډاډه نه شي ګرځېدلاى.
ام هانئ یې په څادر پورې کلکه نښتې وه، هغه خپل څادر ته ټکان ورکړ او ترې خلاص یې کړ، حرم ته روان شو، د ام هانئ اواز یې په زړه کې شرنګېده. هغې رښتيا ويل: په رښتيا هم داسې قوم ته روان دى چې خبره به یې درواغجنه کړي او وينا به یې رد کړي، په مسجد کې خواشینی کېناست. ابوجهل پرې تېرېده، په مسخره امېزه لهجه یې وويل:
– څه خبره خو نشته؟
رسول الله-ﷺ-باوري و چې ابوجهل به د اسراء حادثه درواغجنه کړي، بلکې د ملنډو لپاره به لاره پيدا کړي چې د زړه ناروغي یې پرې ښه شي، خو رسول الله-ﷺ-هغه شرف نه شي پټولاى چې الله ورکړ، که د خلکو له خوا ټوکې، ملنډې او سپکاوى هم ور ورسيږي، ویې ويل:
– هو نن شپه تللى وم؟
– چېرته ؟
– بيت المقدس ته.
– او بېرته راغلې زموږ مخکې ولاړ یې؟
– هو.
له دې وېرې یې د محمد د خبرې مخالفت ونه کړ چې د خلکو په مخکې ترې بيا انکار ونه کړي، ښه چانس په ګوتو ورغی چې د ابوکبشه د زوئ”محمد” درواغ خلکو ته په ډاګه کړي، ویې ويل:
– ايا که زه درته قوميان راټول کړم، هغوى ته به دغه خبره وکړې؟
– هو.
ابوجهل په حرم کې ودرېده او چيغې یې کړې:
– وا د کعب بن لوئ ټبره.
ټولو خلکو ورمنډې کړې او دواړو ته کېناستل. ابوجهل رسول الله-ﷺ-ته مخ راوګرځاوه او ویې ويل:
– هغه خبرې چې ماته دې وکړې اوس یې دغه خلکو ته وکړه.
رسول الله-ﷺ-په ډاډ وويل:
– زه یې نن شپه بولى وم.
– چېرته ؟
– بيت المقدس ته .
رسول الله-ﷺ-ورته د الله هغه نښې چې د دغه فضایې سفر پر مهال یې ليدلې وې په ډاګه کړې، چېغې شوې، يو بل ته یې چېغې وهلې، ځينو یې له تعجب نه په سر لاسونه کېښودل او ویې ويل:
– دغه د ابو کبشه زوئ ته وګورئ، دعوه کوي چې په يوه شپه کې بيت المقدس ته تللى دى!
ځينو هغو مسلمانانو چې دايمان او کفر تر منځ یې ژوند کاوه، وويل:
– موږ د محمد په دې خبره بيخي باور نه کوو.
د جمحيانو کورونو ته یې منډې کړې، د ابوبکر کور په همدغه کلي کې ودان و، نېغ ابوبکر ته ورغلل، ډاډه دي چې ابوبکر به هم د نوورو مذبذه مسلمانانو په څېر له محمد نه راوګرځي،کله چې له ابوبکر سره مخ شول په وارخطایې ورته وويل:
– ته دې په ملګري کې څه وایې؟ دعوه یې کړې ده چې د شپې بيت المقدس ته تللى دى.
– او هغه دا خبره کړې ده؟
– هو.
ابوبکر په ارامه وويل:
– که همداسې، وې رښتيا یې ويلي دي.
په انکاري نظر یې ور وکتل او ویې ويل:
– ته یې رښتيا ګڼې چې هغه د شپې بيت المقدس ته تللى او د سهار له راختلو نه مخکې بېرته راغلى دى.
ابوبکر په ريښتنې زړه او ژبه وويل:
– هو، زه یې له دغه نه هم په لرې څه کې ريښتونى ګڼم، په اسماني خبر یې باور لرم چې له اسمانه ورته راځي.
ابوبکر،حرم ته روان شو، رسول الله-ﷺ-یې وليده چې چاپېره ترې ابوجهل، مطعم بن عدي، وليدبن المغيره او نور قوميان ولاړ دي، مطعم بن عدي رسول الله-ﷺ-ته وایې:
– ستا چارې له نن نه مخکې يو څه اسانې وې، خو ننۍ خبرې دې بل ډول دي، زه درباندې ګواهي وايم چې ته درواغجن یې. موږ بيت المقدس ته اوښان په يوه مياشت پورته روان کړي وي او يوه مياشت بېرته له هغې خوا تېرېږي او ته دعوه لرې چې ته ورته په يوه شپه کې تللى یې! په لات او عزا قسم خورم چې زه دې نه ريښتونى کوم او ته چې دا څه وایې داسې بيخي نه ده.
د مطعم بن عدي او ابوبکر تر منځ له اسلامه مخکې او وروسته غښتلې ملګرتيا وه، مطعم پرې د خپل زوئ لپاره په عائشه جرګه وکړه، له دغې غښتلې اړيکي سره بيا هم ابوبکر ونه شو کولاى چې د مطعم د خبرو پر وړاندې چوپ پاتې شي، ورته یې وويل:
– مطعمه! خپل وراره ته دې ډېر بد څه وويل، درواغجن دې کړ. خو زه پرې ګواهي ورکوم چې رښتيا وايي.
د رسول الله-ﷺ-او مشرکانو تر منځ خبرې ترينګلې شوې، د انکار چېغو د مکې په غرونو کې انګازې وکړې، د ځينو مسلمانانو ايمان وخوځېده، محمد-ﷺ-داسې يو څه ونه ويل، چې عقل یې له درک کولو نه پاتې راځي، د هغوى ذهنونه په هغه مسافو پورې تړلى و چې پېژندلې یې، هغه سرعت ورته معلوم و چې په دشتو کې به پرې روان ول، ولې د نړۍ له اسرارو او رازونو څخه نه و خبر، دوى لا په دې نه پوهېدل چې په نړۍ کې د رڼا سرعت يواځينى ثابت شى دى، زمان او فضا دوه نسبي لاملونه دي چې دوى خپل قياس د رڼا له سرعت نه اخلي، په نړۍ کې رڼا يو ثابت حقيقت دی.( )«الله د زمکې او اسمانونو نور دى ».
ډېر لږ علم ورکړل شوى دى، په نړۍ کې یې نا اشنا رازونه نه پېژندل، که یې دغه پارونکي حقيقتونه پېژندلاى واى، هرومرو به په دې باوري شوي و چې د مخلوقاتو کوم پالونکى (الله) چې دغه عجيبه مخلوقات یې پيدا کړي دي، په دې برلاسى دى چې خپل استازى د سترګو په رپ کې په ټوله نړۍ وګرځوي، چې د خپل قدرت او عظمت لویې نښې وروښيي.
مکه د اسراء له خبرو نه وارخطا شوه او په کار وه چې له دغې خبرې نه ډکه شي، خلک بيت العتيق ته راوچلېدل چې د محمد بن عبد الله او د قريشو تر منځ روانې خبرې اترې واوري، محمد دعوه لري چې په يوه شپه کې بيت المقدس ته تللى او د سهار له راختلو وړاندې بېرته مکې ته راګرځېدلى دى، خو د مکې قريشو دغه خبره د ځانونو لپاره يو طلايي چانس ګاڼه، ټولو ته به ووايي چې هغه سړي دروغ وويل كوم چې ټول عمر په خپل قوم کې رښتونى، امانتکار او د ستر خوى څښتن پېژندل شوى و.
رسول الله-ﷺ-ورته د الله وحې لولي: ﱡ بِسْمِ الله الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى (1) مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَى (2) وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الهوَى (3) إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (4) عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى (5) ذُو مِرَّةٍ فَاسْتَوَى (6) وَهُوَ بِالْأُفُقِ الْأَعْلَى (7) ثُمَّ د نا فَتَدَلَّى (8) فَكَانَ قَابَ قَوْسينِ أَوْ أَدْنَى (9) فَأَوْحَى إِلَى عَبْدِهِ مَا أَوْحَى (10) مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَى (11) أَفَتُمَارُونه عَلَى مَا يَرَى (12) وَلَقَدْ رَآَهُ نَزْلَةً أُخْرَى (13) عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتهى (14) عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى (15) إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى (16) مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى (17) لَقَدْ رَأَى مِنْ آَيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى….» ( ).د خورا پېرزو کونکي، لورونکي الله په نامه «سوګند دى په ستوري، کله چې پريوځي* ستاسې ملګری نه ګمراه شوی دي او نه هم بې لارې شوی دي * او له خپلې نفسي غوښتنې څخه نه ږغېږي * نه دى دغه قران خو وحې چې (ورته) لېږله کېږي * هغه ته برلاسى ځواکمن ښوونه کوي * د(جسماني او روحاني) قوت خاوند مخامخ راغى نو ودرېد* او هغه پر پاسني ختيزه څنډه وو * بيا رانيژدې شو او راکښته شو * نو تر هغه ځایه پورې چې د دوو ليندو (په فاصله) ياد هغې څخه (هو وروستني رسول ته) نژدې * نو هله یې د الله بنده ته وحې ورسوله، هغه وحې چې هغه ته رسېدونکې وه * سترګو چې یې څه وليدل، زړه یې په هغه کې درواغ ګډ نه کړل * نو ايا د هغه په باب چې هغه ليدلي دي شخړه کوئ*او بې شکه چې ده یو بل وار هم (جبرائيل) په راښکته کېدلو کې ليدلى و * له سدره المنتهى سره * چې په خوا کې یې جنه الماوی دى * هغه چې سدره یې پټه کړې وه * نظر نه تت شو او نه له حده تېر شو * بې شکه چې ده خپل رب د لويو نښانو يوه برخه وليدله »
د کافرانو رنګونه واووښتل، ايا دا بس نه دي چې ووايي د شپې بيت المقدس ته تللى وم او بېرته په همدغه شپه کې راغلم چې اوس زموږ په خدايانو ملنډې هم وهي او وايي چې دغه نومونه مو پرې پلرونو ايښودې دي؟ په دغه ملنډه د ټولو چېغې پورته شوې، خو د مسلمانانو سترګې له اوښکو ډکې شوې، الله یې زړونه د باور په رڼا روښانه کړي و او د اسراء پيښې یې نور هم ايمانونه غښتلي کړل. دغه د الله د قدرت نښه ده. د الله په هغه قدرت یې باور درلود چې هيڅ بريد نلري او چې کله څه وغواړي ورته ووايي: شه بيا شي.
مکه کې د ورځې او شپې په بازارونو او کورونو کې د اسر‌اء خبرې ګرمې روانې وې، په خوړنو او درو کې هم خبرې کېدلې، د مسلمانانو او کافرانو او د ښځو او سړيو تر منځ پرې بحثونه روان ول، خو مسلمانانو په ډاډه زړه د الله اياتونه لوستل: ﱡ سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْله لِنُرِیه مِنْ آَيَاتِنَا إِنه هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُﱠ( ). «هغه سپيڅلى دى چې خپل بنده یې په يوه شپه کې له مسجدالحرام څخه مسجد الاقصى ته چې د هغه چاپيريال مو برکتي کړى دى، بېولى و څو هغه ته خپلې نښانې وښيو.بې شکه چې همدا دى (الله) اورويدونکى (او)ليدونکى».
خو کافرانو به په هغو مسلمانانو ملنډې وهلې چې د ابوکبشه په زوئ یې باور کاوه.
مکه له دې خبرې نه مخکې داسې نه وه وارخطا شوې، دغه پېښه به په ماښامني بنډارونو، دکانونو،کورونو، او لوبغالو کې يادېدله. سول الله-ﷺ-چې به په هرځاى تېرېده ترغوږونو به یې د خلکو ملنډې او کنځلې رارسېدلې، مسلمانان چې به هم کله په يو ځاى کې راټول شول، دوى به پسې ورغلل او دغه پېښه به یې وريادوله او رټل به یې، بيا به د ملنډيانوخنداګانې پورته شوې چې په نفسونوباندې به یې له تندر نه هم زيات اغيزکاوو.
اسراء د رسول الله-ﷺ-د زړه نه غمونه ووينځل او د مومنانو لپاره يو امتحان و. اسلام خطرناکو پړاونو ته ننوځي او دېته اړتيا لري چې منافقين او بې زړه خلک ترې چاڼ شي، د اسراء پېښې ځېنې د کمزوري ايمانونو څښتنان بې زړه کړل او له اسلامه واوښتل. دغه بېرته ګرځېدنه داسلام په ګټه وه، تر څو له دغسې کمزورو خلکو نه پاک شي او نور بې زړه نه کړي، اسراء د خلکو لپاره امتحان و، الله خپل بنده ته وحې وکړه: ﱡ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآَنِ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا ﱠ( ). «او هغه خوب مو چې تاته در ښودلی و او هغه ونه چې پرهغې په قران کې لعنت کړى شوى دى، ومو نه ګرځول خو د خلکو لپاره يوه ازموينه او موږ هغوى وېروو خو (دغه وېرول) دوى ته پرته له سختۍ سره غړونې بل څه نه زياتوي».
محمد رسول الله او ملګري يې
هجرت ۱۱ ټوک
لیکوال عبدالحمید جوده السحار
ژباړن شرر ساپی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.