غزل

شرر ساپی

567
چاته لومړی ځلې د مینې اظهار څنګه کېږي؟
ما نه خو نه کیږي یارانو دا کار څنګه کېږي؟
تا لا تر اوسه زما زړه ته لاره نه ده کړې!
ما خو همدا ویل چې ستا زړه ته لار څنګه کېږې!؟
تا خو دې زلفو ته څنډ ورکړ پسرلی دې کړ
زما په زړه باندې پرېوتی غبار څنګه کېږي؟
مازیګری شو لوپټې مې له زړه بیا تاوې شوې
سکڼی ماښام شو هلۍ غم د خمار څنګه کېږي؟
بلا وهلی ژوند په خپله خوښه هیڅ ونه شو
څوک مې خبر کړئ اوس د بل په اختیار څنګه کېږي؟
ته خو به خپلې شونډې وڅټې روان به شې
زما په غاړه به داغونه سهار څنګه کېږي؟
په سپینه ورځې ورته ست د سپینې خولې څه ضرور؟!
ستا په شرر باندې یو داسې اتبار څنګه کېږي ؟

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.