له لوی ډز څخه تر لویې چاودنې
ما به لیکلي وای،
چې:
ته
- زما لپاره –
د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ...
خو،
نه!
څه فایده؟
تر چاودنې روسته به هیڅوک نه وي، چې دا کرښې ولولي...
تر لویې چاودنې روسته، ښايي څه موږک یا چینجي
د زمکې په پټو تلخونو یا سمڅو کې ژوندي وپايي
یا به…