ځان مه سانسوروئ، غږ پورته کړئ

عبدالغفور لېوال

1,428
تر جمهوریت، ولسواکۍ (دیموکراسۍ) مشروطیت (قانونواکي)، بشري حقونو او نورو انساني ارزښتونو موټر، کمپیوټر، کامره، تیلیفون او اینترنېټ ډېر غربي او پردي دي.
د ځينو ځينو په ژبه د غربي مفکورو دوښمنان، چې د غربي تکنولوژۍ په کارېدنه نه شرمېږي، جمهوریت پلوه او ولسواک وګړي او خوځښتونه ولې باید په داسې انساني ارزښتونو ځانونه غلي کړي، چې د ټول بشریت د تاریخي تجربو او تمدني راکړو ورکړو نچوړ او راوتلي کوچ دي؟
جمهوریت او د انسان حق له زاړه هیندوستان، بابل، مصر او ان پښتني سیمو څخه یونان و روم ته تللي، هلته بیا نور څه پرې ور اضافه شوي، په اسلامي پېر کې بغداد و بلخ و غزني و ماوراءالنهر ته راغلي، له دې ځایه بیا غرناطې و اندلس ته تللي او… همداسې پر ګرده نړۍ راتاو شوي دي.
د انسان د فردي ازادۍ په اړه د بودا و زردشت، کنفیسیوس و حمورابی و ابن سینا و کني و فاریابي و ابن عربي و ابن خلدون و روښان بایزید و خوشال و مولانا افکار هماغومره مهم دي لکه د اپلاتون و ارستو و هګل و مارکس و روسو او سارتر و بل و بل.
موږ افغانان بشر یو، د بشریت په ګډ تمدني میراث کې مو حق دی. دښځې و نر لپاره عصري زدکړې، جمهوریت، ولسواکي، مشروطیت، موډېرن و مدني اساسي قانون، پارلمان و ټاکنې و بشري حقونه هماغومره زموږ دي، لکه د نړۍ د هر بل انسان چې دي. دا نه غربي دي او نه هم د (غربي مفکورې) اصطلاح سمه ده.
تکفیر داسې دی، لکه ډاروونکی خوب، چې هېڅ راز حقیقي ارزښت او شتون نه لري. ځان له دې کابوس څخه وژغورئ او انساني ارزښتونه له دې کبله په ځان کې مه ځپئ، چې څوک به مو تکفیر کړي یا به مو د غربي مفکورې پلویان و ګڼي.
د غربي مفکورې و تکفیر ټاپه ماران به هغه وخت په خپلو تورونو او ټاپو کې ریښتیني ول، چې په سوړو او مغارو کې یې ژوند کولای، پر خرو او اوښانو ګرځېدلای، تورې و نیزې یې سره وارولای، برېښنا، تیلیفون، انترنت و سلګونه تکنولوژیک وسایل یې نه کارولی او فیسبوک و تویتر یې نه پېژندلای.
په امریکا کې د چلېدونکیو تویتر و فیسبوک په لوښي کې د تکفیر و غربي مفکورې په ضد ټاپه ماري شرم باله نه شي، خو د افغان انسان د انساني حق، ازادۍ او ښه ژوند لپاره فکر و عمل باید تکفیر شي؟ غربي مفکوره وګڼل شي؟
عجیبه ده والله
ځان مه سانسوروئ، غږ پورته کړئ!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.