د تکفیر او ویښتیا تر منځ شعوري واټن

عبدالغفور لېوال

1,540
[] سل کاله پخوا انګریزي څارګره (اکتشافي) الوتکه، چې ډېره لوړه نه الوتله، د افغانستان پر جنوب تېره شوه، ځوانکي شپون په غره کې ولیدله، سیلولی کلي ته راغی او خلکو ته یې کیسه تېره کړه…
سپین ږیرو توبې ایستلې او چې د کلي اخوند خبر شو، پر هلک یې د سنګسار حکم وکړ، ویل: کفر غږوي. مُشرک دی. بنده به څه وي، چې وسپنه په هوا کړي؟
په سبا یې بوره مور قبر ته ناسته وه، ژړل یې، چې زما زوی خو لیونی و، لیونی خو له شرعې ماپ (معاف) وي. ولې مو وواژه؟…
[] د انګرېز په اکسفورد ښار کې هغه کوڅه اوس هم د ګرځندویو کتنې ته هرکلی وايي، چې د نړۍ لومړنی فوټو شاپ یې بریالی ترسره کړی و. د شاه مېرمنې ثریا سر یې د یوې بربنډې انګریزې په بدن سریښ او بیا چاپ کړی و. د سقاوي اړدوړ په درشل کې دغه عکس په زرګونو پاڼې خپور شو او امان الله خان پرې تکفیر شو. پاچا اخوندانو او پیرانو ته جرګه ولېږله، چې څه غواړئ؟ هغوی د مکتبونو د تړلو او نورو شرطونو په لړ کې یو شرط دا کېښود چې پاچا به شاه مېرمن ثریا طلاقوي.
[] د ګوډ ملا په اړه اوازه ګډه شوه، چې ستانه او رسنده دی، چې هرځای کیني، د ناستې پرځای یې شین چمن رازرغون شي… خلکو یې په چیغه پسې سېلاوې او سوټي راواخیستل، چې هلئ سرکار کافر دی…
اوس
هو، اوس
یعنې شاو خوا سل کاله روسته، خامخا د هغو کلیوالو لمسي په الوتکو کې سفرونه کوي، چې زلمی شپون یې سنګسار کړی و.
نن د هغو خلکو په جیبونو کې تر ټولو پرمختللې کامرې او د فوټو شاپ وسایل پراته دي، چې نیکونو یې د شاه مېرمن طلاق غوښت.
او خامخا ګڼو هغو لمسیو هم ګوډ ملا شاتګپال وګاڼه چې نیکونو یې د خدای ولي ګڼلی و.
بغدادي پیر اوس لولو او پرې پوهیږو، هغه وخت چې بغدادی پیر ماموریت ترسره کاوه، زموږ خلک یې د تکفیر د کرغېړنې دسیسې ښکار ول.
کیسه چېرته ده؟
سل کاله مخکې موږ د تکفیر قربانیان وو، ایله نن پرې پوهیږو، چې کیسه څه وه؟
سل کاله پخوانی تکفیر (الف) وګڼئ او اوسنۍ هوښیاري او ویښتیا مو (ب) وګڼئ.
زموږ ملي ربړه، مصیبت او غمیزه دا ده، چې د (الف) او (ب) ترمنځ واټن سل کاله دی.
هغه څه چې نن د دین په نامه کیږي او هغسې چې نن وطن د تکفیر په وسله تباه کیږي، همدا زموږ لمسیان به سل کاله روسته پر موږ ټولو غوسه وي او خاندي به…
غوښتنه دا ده، چې ایا دا سل کلنه فاصله رالنډولای نه شو؟
همدا نن د تکفیر او له دین څخه د سیاسي ابزاري ګټنې په راز پوهېدلای نه شو؟
ټولنه دغه سل کلن واټن یوې ورځې ته رالنډولای نه شي؟
همدا نن ویښېدلای نه شو؟ چې پوه شو، د انګریز میراث خور استخبارات راباندې څه څه کوي؟
یوه بل واټن هم شته، چې منفي واټن یې بولي. یعنې تر دې وړاندې چې (الف) پېښ شي، موږ وخته په (ب) سنبال یو. یعنې دومره ویښ شوي یو، چې که سبا مو هم څوک د دین په ناسم تفسیر و تعبیر تباه کول غواړي یا مو سبا د اولادونو مرۍ د تکفیر په پڅه چاړه پرې کوي، نو موږ یې باید نن مخه ونیسو.
پېغلو او زلمیو!
ولیکئ، هر یو مو یو یو مخ په دې باندې لیکنه وکړئ، مشاجره وکړئ، بحث و استدلال وکړئ، شور جوړ کړئ، چې سل کلن واټن څنګه یوې ورځې او بیا منفي واټن ته راکوشنی کړو؟
شور جوړ کړئ، چې څنګه د تکفیر تر کړکېچ مخکې موږ شعوري ویښتیا ته ځان ورسوو او د ګاونډ د استخباراتي مدرسو خونړۍ چړې، ناولې تورې او زهرجنې نیزې څنګه د تاریخ په ډېران کې خښولای شو؟
یادښټ: له لنډو کومېنټونو غوره دا ده، چې یو یو مخ استدلالي لیکنې ولیکئ، استدلال تمرین کړئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.