ټولیزه منډيي – ادب – ادبیات، ایډیولوژي او عقلانیت

عبدالغفور لیوال

538

د یوه ښوونځي لوستي ځوان ښکنځلې مې ټولو بهر مېشتو ته ولیدې او بیا د ده په ځواب کې مې د ځینو بهر مېشتو د خولو ډزې ولیدې، چې سترګې یې پټې او خولې یې ورپرانیستې وې، له ځانه مې بد راغلل، هغې ټولنې ته حیران شوم، چې زه یې هم یو وګړی یم.
د فیسبوک، تویتر او نورو ټولیزو او ټولنیزو رسنیو فضا له خټو ډکې منډيي ته ورته ده، چې هرچا هرڅوک وویشت، بس ټولو یو بل سره لړلي دي.
سیاسي ښکنځلې، تورونه، مسخرې، کترې و کنایې، سپکاوي او اورني تیري د ایډیولوژیکو مکتبونو تبلیغاتي میراث دی. دا پر ګڼو ختیزو ناعقلاني ټولنو همداسې تېر شوی، لکه پرموږ چې یې لا هم سیوری غوړولی دی، خو نورې ټولنې ژر عقلانیت ته رسېدلي دي، ځکه هلته ځوان نسل، پخپلو مغزو فکر کوي او تعقل تجربه کوي، دوی ښکنځلې او سپکاوي له پلرونو او نیکونو څخه میراث نه اخلي.
ډېره ساده پوښتنه:
موږ په تېرو کلونو کې چې یو بل ته څومره ښکنځلې او سپکاوي کړي دي، څه مثبت بدلون یې زموږ په ملي ژوند کې رامنځ ته کړی دی؟
څه مو تر لاسه کړل؟
یوازینی ځواب به دا وي، چې : ” خپل زړونه مو تش کړي دي!”
یوه خبره به درته وکړم:
که د ښکنځلو او سپکاویو په مټ د ټولنیزې اصلاح لپاره هڅې کوئ، نو خبر اوسئ، چې لار مو تورکیستان ته ده!

راځئ، که څوک په ارواپوهنه، ټولن – آرواپوهنه، پیداګوژي، اخلاقو ( له فیلوسوفیک پلوه) فیلوسوفي، ادبیاتو او نورو ټولنیزو پوهنو پوهیږي، خپل ټول زور دې ووهي، مباحثې او مشاجرې دې وکړي او علمي پایله دې راوباسي؛ که دغو زرګونه میلیونه سپکاويو او ښکنځلو چې افغانانو یو بل ته کړي، د یوه نوک په اندازه اصلاح یې رامنځته کړې وي، بیا به موږ ټول ښکنځلو او سپکاویو ته اړم شو.
او که نه نو بله پوښتنه دا ده، چې عقلانیت ته به څه وخت وررسیږو؟
او که تاسو پوښتئ چې د ټولیز یا جمعي عقلانیت نښې څه دي او څه وکړو، چې ورورسیږو، زه به يې درته ووایم:
له ایډیولوژیک ځپلي نسل څخه تېر و هېر شئ – سره له دې چې هغوی تر ځینو ځوانانو په دې برخه کې اخلاقي چلند لري – یوازې ځوان نسل ژمنه وکړئ، چې نه چپ دي، نه ښي، نه د اخوانیت جنون لري او نه هم د تش په نامه کومونیزم…
هغه نسل چې نن و سبا یې په لاس کې ده، د دوی د بریا یوازینۍ لاره (افغان یووالی) او د ګډ دوښمن په وړاندې یوځای سره درېدل دي. ګډ دوښمن به هم زه دروښییم، ګډ دوښمن ( په پاکستان کې تولید شوی خشن افراطیت) دی. ګډ دوښمن پاکستان دی.
عقلانیت حکم کوي، چې هره هغه خبره له خولې او قلمه راونه باسو، چې دغه (افغان یووالي) ته زیان رسوي.
هر افغان ته ښکنځل او سپکاوی، له علمي او عقلي استدلال څخه تېښته او احساساتي ویناییزې ډزې او زړونه تشول د (افغان یووالي) له دیواله د خښتو راایستل او د ړنګولو هڅه ده.
ووایاست، د ګډ دوښمن د راپرځولو لپاره د (افغان یووالي) په لوري یو یو ګام اخلئ، که نه؟
وطن ژغورنې ته یوازې همدا یوه لاره ورغلې ده او بس!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.