یوه ښځه
بیا راغلې؟
بیا څه وایې؟
څېره دې نه شم لیدی
مخ دې په جړپنجړ وېښتانو کې پټ
او له پيکي دې رابهیږي د سرو وینو چینه
پرمخ دې لارې لارې ښکته راځي.
بیا راغلې، بیا مې مخ ته کېناستلې ؟
لاخو مې سترګې پټې نه دي،
لا خو ویښ یمه، له وېرې ځنې.…