بیا راغلې؟
بیا څه وایې؟
څېره دې نه شم لیدی
مخ دې په جړپنجړ وېښتانو کې پټ
او له پيکي دې رابهیږي د سرو وینو چینه
پرمخ دې لارې لارې ښکته راځي.
بیا راغلې، بیا مې مخ ته کېناستلې ؟
لاخو مې سترګې پټې نه دي،
لا خو ویښ یمه، له وېرې ځنې.
آخ !
کاشکې وپوهېږم څوک یې
او له ما څه غواړې؟
خوب ته مې نه پرېږدې او نیم ژوند مې په اور سوزوې
خوله خو دې شته
یوڅه خو ووایه
ګونګۍ خو نه یې
یوازې سترګې دې لا تکې تورې،
برندې،
زرځې،
چې راکتلو کې له زړه نه تېرې بېرې وځي
لکه د غشیو ګېډۍ
لکه د اور دوه نیزې
یوڅه خو ووایه
ګونګۍ خو نه یې
خوله خو دې شته
د کومې تېرې زمانې ویشتلې خوریې
یا
په بدو کې ورکړې ناوې؟
یا بوره مور
او یا مېړه ته ستي؟
یا زېږېدلو څخه روسته خښه شوې نجلۍ
ژوندۍ ژوندۍ په تورو خاورو پرېوتلې نجلۍ
یا زېږېدلو څخه روسته په ګولیو ویشتل شوې نجلۍ
یا
هغه مور، چې تر زېږون روسته په بم والوته؟
هرڅوک چې یې
او هرڅه یې
خو دومره ووایه چې :
له ما دې ولې ټول خوبونه وړي؟
شپه !
شپه چې یوازې شم، له وېرې مې زبون ووهې
راشې او راشې
مخامخ راته پرزمکه کېنې
سترګې دې برندې – نېغې
زلفې دې تار تار پرسپین مخ خورې دي
له تور پیکي دې راروانې دي د وینو چینې
او څاڅکي څاڅکي دې ګرېوان کې رغړي
ډېرې خوږې نښې دې زما د ورکې مینې په شان
په خاورو خړ کمیس دې هغسې ګلونه لري
زلفې دې هم هغسې تورې ـ اوږدې
مګر
د وینو شرشره دې پرمخ
زما د مور په شان ده
چې مې د پلار د قهر غږ ته ناڅي
څه نښې شته چې راته خور ښکارېږې
خور به له ولږې نه همدغسې لوېده، پاڅېده
یوڅه خو ووایه !
ګونګۍ خو نه یې، ژبه لرې
***
زما په وجود کې یوه ښځه ده
د وېرې په نوم
ووایه ! څه دې کیږي؟
ښايي له دوه اویاوو حورو څخه هم ښکلې یې
څوک خبر؟!
دلته په وینو خولمه
په تورو زلفو پټه
دخړ کمیس په مخ دې ښکاري هم هغه ګلونه
چې زما د مینې خوښ ول
هو،
ګلغوټۍ یادوم.
چې کله ووېرېږم، لاس پورته کړې
د شهادت ګوته دې ونیسې زما لوري ته
لاس دې په خاورو
په ایرو
او څه په وینه خیشته
د شهادت ګوته دې تکه سره ده
لکه له سره غمي چې لمر ښکاریږي
دومره زخمونه،
دومره درد،
او دومره ډېره غوسه؟
خو سلګۍ نه وهې
چوپتیا دې سړی لا ویروي.
یوه پوښتنه وکړم؟
په اشاره مې پوه کړه،
اوښکې دې شته که څنګه ؟
ژړا دې زده ده که نه ؟
Comments are closed.