څه فکر کوئ؟

عبدالغفور لېوال

695
دا منم، چې د نړۍ لویې پېښې پرموږ اغېز کوي، دا هم منم، چې باید د ځانخبرۍ لپاره، وپوهېږو په نړۍ کې څه روان دي؟
خو تر موږ په زرګونه کیلومتره لرې روانه جګړه کې تر موږ هيڅوک ډېر ښکېل نه دي.
خو څنګه ښکېلتیا؟
د افغانانو ټويترونه دي او فیسبوکونه و د روسیې (پوتین) او یوکراین (زېلېنسکي) په بې دلیله پلوۍ یا مخالفت کې یو بل ته ښکنځلې او سپکې و سپاندې.
څه پتمنې افغانې میندې، خویندې و مېرمنې وښکنځل شوې، څومره یې یو بل کومونیست و امریکايي و غربي و د ناټو غلام و د پاکستان سپي و په نورو نورو القابو ونازول… او څومره یې خپل پړسېدلي زړونه او له ګرومونو ډک ذهنونه په دې پلمه تش کړل.
جګړه په یوکراین کې روانه ده، خو افغانانو دلته یو بل ته د پېغورونو کلېکسیونونه جوړ کړل او یو د بل سپکولو لپاره یې له خولو څخه په زهرو ککړ توغندي و توغول.
جګړې و کډوالیو زموږ د ژبو اخلاق راوځپل، دومره ښکنځلې چې له ګاونډیو استخباراتو څخه افغانستان ته راغلې، پنځوس کاله پخوا د چا زده نه وې.
نیمه پېړۍ پخوا ښکنځل عیب بلل کېده، خو اوس تنظیمي اخلاق ګڼل کیږي.
که د نړیوالو پېښو په اړه د علمي، اقتصادي، سیاسي شننو پرځای زموږ دغه تاوده او رنګین ادبیات څوک نړۍ ته وژباړي، نو زموږ په اړه به یې قضاوت څه وي؟
څه فکر کوئ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.