انګړ

عبدالغفور لېوال

745
خړ اسمان ګروم نیولی
لکه چې مخ ته یې شیندلې وي چا
د ټولې تورې سوزېدلې زمکې خړې ایرې
کړنګ – کړنګ – کړنګ
د زنګ روستۍ کړنګا د چوپې هوا خړه سینه څېرې کړله
لږ شین اسمان ښکاره شو،
نرۍ سپوږمۍ هلال ده
یو ستوری لنډ ورسره.
ترې لاندې زمکه باندې
یوه زړه کلیسا
لکه په ملا باندې راکړوپه بوډۍ
خپل تش انګړ ته رډې رډې ګوري.
د وراسته برج پر هسک یې زوړ لرګین صلیب ولاړ دی
یوه اوږه یې کږه
کاغ – کاغ – کاغ
یو تور کارغه پر صلیب کیناسته او کریغې یې کړې
یوه ویرجنه چوپتیا ماته شوله
څک – څک – څک
نري هلال نه وینې وڅڅېدې
سپوږمۍ او ستوري یو له بل سره ایستلې دي چړې او تورې
یو څاڅکی وینه راغله
راغلله، راغله مخامخ پریوته
او د کارغي توره مښوکه سره شوه
کاغ – کاغ – کاغ
پرصلیب ناست مرغه بیا وکغېده
هیڅوک ونه پوهېدل،
تور مرغه وخندل، که ویې ژړل؟
سپوږمۍ او ستوري لا د یو بل په ځیګر کې خښې کړي دي چړې او تورې
او د مرغه توره مښوکه ده لا سره په وینو
هیڅوک ونه پوهېدل،
چې کارغه وشینده د چا په لمن داغ د پېغور؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.