غریو

عبدالغفور لېوال

687
په دښته کې د خلکو سمندر دی راروان
عثمان یې شهید کړی او محشر دی راروان
درې رنګ ملي بیرغ یې پر سر وناڅي له خښمه
لمر سور کفن اغوستی، مازیګر دی راروان
مزل لا مخکې پاتې، سر دې هسک وړه محمودخانه !
جرګو سره که نه شوه، نو لښکر دی راروان
علي په زولنو کې او پښتین غریو نیولی
توپان د یو افغان دی، لر و بر دی راروان
یو موج د سرو خولیو دی او خرپ یې د څپلیو
خیبر دی راروان او هشنغر دی راروان
د ویښو پښتنو یو اباسین په شور راغلی
کابل راخوځېدلی، پېښور دی راروان
بیا شور پر کندهار دی، ستا په غم کاکړستانه
کوږک یوازې نه دی، لوړ سپینغر دی راروان
راپاڅئ، یه ملګرو! دغه شپه ډېره اوږده شوه
له ستورو لمن وڅنډئ، روڼ لمر دی راروان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.