:د ر حمان بابا پر قدم

نعمان دوست

796
” څوک دې را کاندې قسم په کردګار”
که په غم کې د ډوډۍ یم، یا روزګار
قناعت سره یو ځای یمه لوی شوی
نه هوس د عیش لرم، نه د دربار
لکه موج بې قرارۍ سره بلد یم
لکه زړه له دریدو لرمه ډار
له اوبو سره هم ژوند شم تیرولی
لکه کب له غوړو، چربو یم بیزار
خو بیا هم د اندېښنو منځ کې راګیر یم
د وتلو مې پیدا نکړه هیڅ لار
دا په دا چې درد زما زړه ته را درومي
که هرځای کې پې هر څوک وي ګرفتار
د نهرو په لیدو داسې لړزیږم
لکه ګډه زلزله شي په زوړ ښار
د وطن هره ناخواله مې زړګی خوري
که هر څو نورو ته نه کوم اظهار
شنه لوګي مې له بدنه پورته کیږي
ته وا ایښی مې چا زړه دی په انګار
د وطن ناچاري روغ سړی رامات کړي
لکه تبر په نښتر وکړي ګوزار
نور مخلوق خوښ او ارامه زنده ګي کړي
یو زمونږه ستوری وتی له مدار
کله غم کې وي د سر، کله د ګیډې
له دې دوه غمونو هیڅ نشول وزګار
نیمه ږیره مې زیاتي په سپینیدو شوه
وه مې نه لیده، د خپل ولس قرار
د حسین مخ په ښودلو سوبې وکړي
بیا پوستکی ژر بدل کړي لکه مار
هیڅ طبیب ورته ټپونه ټکور نه کړل
دا وطن دی عجیبه کمبخت بیمار
هغه وخت به زه له خیاله کوږ روان شم
چې وطن مې وي تړلی کوږ دستار
لا خندانه مې ولس لیدلی نه دی
غلی کینه مرګه، مکوه تلوار
که راځې نو هغه وخت ( نعمان) ته راشه
چې یو ځل وه ویني خپل وطن ګلزار
نعمان دوست
د لیندۍ ۲۳مه، ۱۴۰۱

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.