زما د مور اوښکې

نعمان دوست

197
له تک شنه او ساړه ایبټ آباده بیرته خپل سپیره او ګرم کیمپ، هریپور ته را روان وو. مور مې موټر کې ښیښې طرف ته ناسته وه. چې څنګه له یوه اوږده پول راتیر شوو؛ نو د ماښام د اذان خوږې کلمې د جومات له منارې لکه سپینې کوترې والوتې. دا ځای یې حویلیان باله. د غره ډډه کې د کورونو څراغونه روښانه ول. مور مې له ښیښې د غره همدې روښانه ډډې ته کتلې او تر ډيره یې سترګې په هماغه لور کږې وې. چې بیرته یې مخ راواړوه سترګو کې یې اوښکې وځلیدې. ما ویل اخ، لکه چې ناروغي یې بیا شدیده شوه. وارخطا شوم، ومې پوښتل: کوم ځای دې درد کوي؟ د هغې ځواب په ستوني کې نښتی و، د سر په خوځولو یې د درد خبره رد کړه. سر یې شاته پر څوکۍ کیښود، لکه یو اور چې یې په زړه کې بل شوی وي او دا یې د ګُل کولو هڅه کوي؛ خو وس یې نه رسیږي.
بیا مې ترې وپوښتل: څه وشول؟ هغې را وکتلې، اوښکې یې د بڼو څوکو کې را پنډې وې، په بند بند غږ یې وویل: دا ځای راته د کابل دهمزنګ غوندې ښکاره شو.
او
نور یې ورو ورو سلګۍ شروع کړې.
آه وطنه!
څه جادوګره مینه دې ده؛ نه در کې چا ارام او خوشحاله ژوند وکړ، نه د ژوند په قدر پوه شول، نه در کې د ژوند له رنګینیو برخمن شول؛ خو بیا هم ستا عشق د مخلصو اولادونو په رګ رګ کې لکه بلې لمبې ځغلي او جدايي دې د زړه رګونه سیزي.
ملګرو!
چې اوس هم کله د کابل ښار په غرونو کې رڼاوې ووینم؛ د خپلې خدای بخښلې مور د جلا وطنۍ او ښکې رایادې شي؛ داسې یې ګڼم لکه دا هر څراغ چې زما د مور په اوښکو بلیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.