ویښتان یې په یوه ډډه کاږه ول.همداسې کږه غاړه او د ګوتو په سرونو روانه شوه او په ډک محفل کې د هغه ځوان مخې ته ودریده چې د بانکنوټونو بنډل یې په لاس کې و. د بدن هر غړي ته یې جلا جلا حرکتونه ورکول. ځوان، ځانته راجوخته کړه. یو لاس یې له ملا ورتاو کړ او په بل لاس یې، یو په بل پسې نوټونه په سر ور شیندل چې په ګډا ګډا یې پښو ته رالویدل.
مخ ته یې ځیر شوم. داسې مې ګڼله لکه د ذهن د آرشیف په کوم کونج کې چې مې د دې څیرې عکس پروت وي؛ خو پیدا کولای مې نشو. هغې بیا د طبلې له غږ سره د ګوتو په سرونو منډه کړه، د ولاړو خلکو له مخې، د شپیلکو او چکچکو په بدرګه، په ناز تېره شوه. لکه د زړونو لو چې کوي، له هر چا یې زړه یوړ. بیا میدان کې ودریده . دواړه لاسونه یې په نرۍ ملا کیښودل. سر یې ځوړند کړ. د ګروپ رڼا ته یې سپین څټ وپړکیده او مخ یې په زلفو کې یوه شیبه داسې غیب شو تا به ویل تورو وریځو سپوږمۍ برمته کړه. له دې سره شور شو، د لاسونو پړکا شوه او شپیلکې شوې.
دا مې لومړی ځل و چې په داسې یو محفل برابر شوی وم. هغه هم د چم ګاونډ د ملګرو په ټینګار. یوې عجیبې ویرې نیولی وم. ما ویل که دا ټول خلک ماته راګوري او سبا به هر یو په نوبت دلته زما د راتګ کیسې زما مشرانو وروڼو ته کوي. دسمال مې نور هم په سر راښکته کړ چې څوک مې سیي نه کړي.
شور غلی شو. طبله او رباب ورو – ورو ترنګیدل. ارمونیې والا هم په پردو کې غلی غلی د کوم ساز لټون پیل کړی و. هغې په سپین دسمال خولې وچې کړې. دوه درې ځلې یې د پښو پنجه لږ پورته او بیرته پر ځمکه کیښوده، ګونګروګانو شور جوړ کړ. نوې نغمه پیل شوه او ستړې نڅاګرې بیا حرکتونه پیل کړل. د طبلې له غږ سره یې یوه پنجه په زوره په بلې ووهله. ځوړند سر یې پورته کړ، له دې سره خورې زلفې شاته لاړې، سپین مخ راووت او بیا د لاسونو داسې پړکا شوه چې ټول ساز پکې ورک شو.
یوه بریتور، چې له خولې یې شنه لوخړه راووتله، جیب ته لاس کړ، د کاغذي نوټونو بنډل یې راوویست او بیا یې ناره کړه: ځار شم شمینې. راشه چې بې اوره دې ستي کړم!
شمینه، په ناز ناز د بریتور خواته روانه شوه. هغه ترې دواړه لاسونه راتاو کړل، یوه شیبه سینې پورې داسې جوخته ونیوله، ما ویل که اوس به بند په بند ماته شي. بیا یې له لاسه ټینګه کړه، دوه درې ځلې ورسره تاو راتاو شو او بیا د پیسو شیندلو نوبت شو.
د شمینې نوم، مې ذهن کې انګازې وکړې. لکه غره کې چې د چا نوم اورې؛ خو ځای یې سیي کولای نشې. ساز او نڅا هماغه شان ګرمه روانه وه؛ خو زما ذهن د دې نوم په لټون پسې ستړی و. یو ناڅاپه رایاد شو:
کور مو د پيښور په نوتیه کې و. دې ځای ته له صدر بازاره یوه تنګه کوڅه غځیدلې وه. د کوڅې په اخري سر کې زیارت و. همدلته به وړو نجونو او هلکانو لوبې کولې او ځینو پیغلو به زیارت کې د خپلو میینو زړونو مرادونه غوښتل.
مازیګر قضاء ، له لوبو ستړی ستومانه کورته لاړم. هغه سپین سرې ګاونډۍ مې له مور سره کټ کې ناسته وه. دا به وخت نا وخت موږ کره راتلله او د چم ګاونډ کیسې به یې کولې. زه هم د کټ پر بازو کیناستم. دا میرمن، ټولو ببۍ بلله. که څه هم موږ کډوال وو؛ خو دې مهربانې ښځې داسې چلند کاوه لکه نږدې خپلوان چې یې یوو.
هغې بیا غوږونو ته لاس کړ: توبه مې دې شي خدایه، سهار د سلماګۍ کور ته تللې وم. ماشوم یې شوی و. خو نه هلک دی او نه جینۍ. له داسې بچي خو چې هیڅ لنګه شوې نه وای ښه به و. دا شرم به اوس چرته وړي!
مور مې هم د خدایه توبه، جمله څو ځلې تکرار کړه. بیا دواړه غلې وې؛ خو زه په فکرونو کې غرق وم. ښه: ماشوم خو یا هلک وي او یا نجلۍ. چې دې دواړو کې یو هم نه دی، نو دا به څه وي؟ همدې چورتونو کې وم چې ببۍ پورته شوه او په تلو تلو کې یې ویل: په خپلو اولادونو شکر وکاږه، خدای مو د سلماګۍ غریبې له حاله وساته. سم غضب کې راګېر ده.
زموږ د مهاجرو ښوونځی آن بورډ بازار کې و. مجبور وم وختي لاړ شم او چې بیرته به کورته راتللم، نو ستړی به وم. لوبو ته د پخوا په څیر وزګار نه وم. بس، د جمعې ورځې ته به مې ګوتې شمیرلې.
په هغه ورځ چې مو لوبې کولې؛ نو یو دم، یو هلک غږ کړ: شی بیا راغی! چې ور ومې کتل نو ښه مې لیده چې زړه مې داسې له کالبوته ووت لکه یو ناڅاپه چې د قفس ور خلاص شي او بندي مرغۍ والوځي. په تورو جامو کې ولاړه وه. د ویښتانو سرونه یې پر سپینې ټنډې راځوړند ول. سپین او سره غومبوري یې پړکیدل. یوه هلک ورو وویل: په والله چې سمه کابلۍ مڼه ده.
موږ لوبه پریښوده، چا پټ او چا ښکاره ور کتل. دا ورو ورو د نجونو خواته لاړه. هغوی یې هم په ننداره شوې، یوه شیبه ولاړه وه او بیا ور پسې له کوره چا غږ کړ او لاړه.
یوه ملګري ویل: سخت مال دی؛ خو له کوره بهر یې لوبو ته په اسانه نه پریږدي. یاره مړه، هیڅ پوه نشو چې دا اوس هلک دی که جینۍ؟ بس هر څه چې دی خو سمه خوږه خربوزه ده او له دې سره ټولو وخندل.
ټوله شپه مې همدې یوې خبرې مغز کې شور جوړ کړی و: چې دا اوس هلک دی که جینۍ! خوب سر خوړلی و، کله مې په نوي زلمي شوي زړه دا نایابه حسن وریده او کله د دې د جنسیت په اړه مبهمه جمله.
د ژمې لنډې ورځې راته دومره اوږدې شوې ما ویل که جمعه اوس میاشت پس راځي. جمعه به راغله، د هماغې د لیدلو په نیت به له کوره راووتلم، ټوله ورځ به تیره شوه؛ خو له خپلو مشتاقو او محرومو سترګو سره به کور ته را ستون شوم. لکه ملنګ چې خالي کچکول خپلې جونګړې ته لاړ شي.
په هغه جمعه چې کرکیټ ته راووتلو، پیچ مو جوړ کړ، ویکټې مو ودرولې، له بال مو تور رابرټیپ راتاو کړ. لوبې ته چمتو شوو؛ خو ملګري نه پوره کیدل. خپلو کې مو کیسې کولې. یوه، یو دم غږ کړ: هغه دی! ژر مې مخ واړو، ما ویل که خپله ورکه پس له ډېرې مودې بیا په ګیر راغله. خو هغه یو چاغ سړی و او له پنچر بایسکل سره روان و. ملګري ویل: هغه مال د همده اولاد دی!
یو بل غږ کړ: د خدای انصافدارو، لږ رخم (رحم) وکړئ. قسم دی، تیره ورځ مې باجي (خور) همدوی کره تللې وه، په سرو سترګو راغله. هغې ورسره ښه ډیر ژړلي و. ورته ویلي یې و: کور کې راسره بد سلوک کیږي. په نه خبره مې وخي (وهي). سپکې سپورې راته وايي. بهر چې لاړه شم، هلکان مې تنګوي. نجونې مې ځان سره نه پریږدي او خندا راپورې کوي. یو دم په جړا (ژړا) شوه. او بیا یې ویل: یا به خودکشي کوم او یا به کور پریږدم. له دې جونده خو مرګ ښه دی. جړا یې، کابو کړه او ویل یې: نو دې کې زما څه قصور دی؟ زه خو په خپله خوښه دنیا ته داسې نه یم راغلې. یه خدایه، دا څه په غضب کې راګیر یم! نورې خبرې یې سلګیو کې ورکې شوې او غریبه له کټه پورته شوه. یریږم چې کله ځان مړه نه کړي. دا شمی…
Comments are closed.