په اسلام اباد کې په یوه میاشت کې د وو افغان ځوانانو ځانوژنه

نعمان دوست

436
میاشت لا پوره نه ده چې له اسلام اباده د دوه افغان تحصیلیافته ځوانانو د خودکشۍ خبرونه ترلاسه کیږي. لومړی ځوان د کابل پولیتکنیک محصل و او دویم ځوان له حقوقو او سیاسي علومو څخه فارغ و. دا ډیر دردونکي خبرونه دي چې زموږ د لوړو زده کړو لرونکي ځوانان له خپل وطنه د ارام ژوند په لټه کې وځي او بیا له داسې ناخوالو او پریشانیو سره مخ کیږي چې خپل ځانونه په خپله وژني.
دې کې هیڅ شک نشته چې نه له وطنه څوک په شوق تښتي او نه خودکشي د شوق کار دی؛ خو خبره دا ده چې خودکشي هم حل لاره نه ده. دا عمل که له یوې خوا ستره ګناه ده؛ له بلې خوا له کورنۍ، خپلوانو، ملګرو او… سره لوی زیاتی دی. همدوی ته سزا ورکول دي او ټول عمر یې له غم او پریشانیو سره مخ کول دي. که خودکش دا چانس درلودای چې له خپلې ځان وژنې وروسته یې د خپلې کورنۍ، دوستانو او خپلوانو حالت لیدلی؛ نو شاید په ټول عمر یې دغه شان عمل ته زړه نه وی ښه کړی.
د خبرونو په حواله؛ همدا اوس په اسلام اباد کې په زرګونو افغانان بهر ته د تللو په نیت بې برخلیکه پراته دي او له بیلابیلو روحي پریشانیو سره مخ دي. د دې ویره شته چې ، خدای مکړه، نور ځوانان هم ځان وژنه له ناخوالو د خلاصیدو لنډه لاره وګڼي.
په هرصورت
له ټولو ستر خذمت د انسانانو د ژوند ژغورل دي. په هر قیمت چې وي، په اسلام اباد کې د میشتو بې برخلیکه افغانانو ژوندي ساتلو ته دې پام وشي. دا کار به له ګڼو لارو ممکن وي؛ خو زما په اند یوه ساده لاره یې دا ده چې که څوک پوهیږي بهر ته تګ یې ناشونی دی؛ بیرته دې خپل وطن ته راوګرځي. بله دا چې د رواني مشاورینو یوه رضا کاره ډله دې چمتو شي او هلته دې له میشتو خلکو سره منظمې غونډې جوړې کړي او د هغوی هغه آتشین جذبات دې بیرته خاموش کړي چې خودکشۍ ته یې هڅوي. دا هم کیدای شي چې تبلیغي حضرات، چې هرې خواته یې تشکیلات په اسانۍ سره روان دي، اسلام اباد خپل ټارګیټ وګرځوي، هلته میشتو افغان کډوالو ته د دین او دنیا خبرې وکړي او د خودکشۍ دنیاوي او اخروي تاوانونه ورته بیان کړي.

***************************************

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.