غزل

نعمان دوست

493
زړه مې تنګ شوی دی، له ډک ښاره صحرا ته راغلم
هوسیو راشئ! زه ناچاره ستاسو خواته راغلم
لکه لاله پر زړه داغونه بې حسابه لرم
لکه ګلاب شوم، پاڼې پاڼې هرې خواته راغلم
بچي یې وږي دي، های پام په غرڅې ډز و نکړې!
ګوره ښکاري! په ننواتې ستا کلا ته راغلم
ما د دې ونو خاموشي خدایږو له ویرې وژني
مرغيو شور جوړ کړئ، یم غوږ، ستاسو چغا ته راغلم
ما د وطن د خوشالۍ ورځې هیڅ و نه ليدې
نصیبه! وسوزې، بې وخته وخت دنیا ته راغلم
چا غیږه خلاصه نکړه، چا پر تندي ښکل نکړمه
زه خوار یتیم که په موسکا هر یوه چاته راغلم
دواړه وزرونه مې ایره شول، له الوت پاتې شوم
زه خو په تمه د رڼا، شمې ستا خواته راغلم
په مسيحا سترګو را وګوره! وروستۍ شیبې دي
په رنځور ځان څه په خواریو ، ګلې تاته راغلم
هلته د هر چا په لاسو کې د تومت کاڼي ول
(نعمانه) مات سر، دا دی زه هم اوس بیدیا ته راغلم
نعمان دوست/ د مرغومي ٦مه
May be an image of flower and nature

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.